خبر و دیدگاه

طالب جنګیالیو ته د ملا برادر وینا؛ د طالب ډلې د غلامۍ ثبوت دی

 

طالبانو هر کله له دې انکار کړی چې دوی د پاکستان مستعمره نه دي او هغه هېواد کې یې مشران ژوند او کاروبار نه لري.

خو تازه چې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر پاکستان ته تللی، اسلام اباد کې یې له استخباراتي، ملکي او پوځي چارواکو سره تر لیدنې وروسته کویټې ته تللی دی.

ملا غني برادر کویټه د طالبانو پلازمېنه ګڼي او هلته یې په جلا جلا لیدنو کې بیلابیلې څرګندونې کړي دي.

ملا برادر د افغانستان په جګړه کې له ټپي شویو طالبانو سره لیدنه کې اعتراف کړی چې افغانستان کې یې درملنه نه کیږي او پاکستان ورته امکانات برابر کړي چې درملنه وکړي او ټپيانو خدمت یې کوي.

ملا برادر په خپلو څرګندونو کې په موبایل باندې ریکارډ شوي او تصویر یې هم ښکاري ویلي چې د ټولو طالب مشرانو کورونه پاکستان کې دي او دا هېواد ورته تر بل هر ځای خوندی ځای دی.

دا څرګندونې هغه څه و چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تیر کال یوه اعلامیه کې رد کړې وې او حتا ویلي یې و چې د دوی د مشرانو کورونه او استوګنه په افغانستان کې ده او پاکستان کې نه اوسیږي.

مجاهد دا خبره ځکه کړې وه چې اوس ټول افغانان پوهیږي چې طالبان د پاکستان ملیشه ده او هغه هېواد یې د خپلو ګټو لپاره جنګوي.

دا خبره چې د طالبانو مشران په پاکستان کې اوسیږي او کورونه یې پاکستان کې دي، د طالبانو وسله والو ته د منلو نه وه او دې خبرې باندې یې خواله رسنیو کې ډیر بحثونه کړي او حتا ځینو پکې قسم خوړلی چې د مشرانو کورونه یې په افغانستان کې دي او هیڅ مشر یې پاکستان کې نه دی.

دغه راز پاکستاني چارواکو ویلي و چې دوی د طالب ټپيانو درملنه کوی، خو طالبانو دا رد کړې وه او ویلي یې و چې د دوی د ټپيانو درملنه په افغانستان کې افغان ډاکټران کوي او پاکستان ته یې نه وړي.

خو که تاسو ویډیو لیدلي وي، د افغانستان د جګړې طالب ټپیان په ملا برادر راټول دي او دی ورته خبرې کوي او ډاډ ورکوي چې د دوی قرباني به رنګ راوړي، خو دا چې څه ډول رنګ راوړي او ګټه یې د چا ده، دا یې نه دي ویلي.

خو د ملا برادر په خبرو کې واضح پيغام دا دی چې پاکستان ورته ښه پټنځای دی او افغانستان ورته د جګړې د دوام ښه سیمه ده چې وطن وران کړي، افغانانو وینه توی کړي او د پاکستان د استخباراتو اوامر پر ځآی کړي.

د ملا برادر په خبرو کې دا واضح ده چې دا ډله څومره د پاکستان ګټو ته ژمنه ده او څومره لیواله ده چې دا هېواد یې غیږ کې ونیسي، امکانات ورکړي چې په بدل کې ورته افغانستان وران کړي.

سیدعبدالله پاچا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا