خبر و دیدگاه

د کندهار او هلمند نه په جګړه کې معلومه شوه،چې طالبان د پاکستان ملېشه دي

 

طالبانو ډير کله د ځآن د سپیناوي پرمهال ویلي چې له دوی سره پاکستاني پوځیان او استخبارات جګړه کې نشته او ټوله جګړه په کور دننه افغانانو باندې کوي.

طالبانو سره د پاکستان د پوځ د متقاعد افسرانو تر څنګ سخت دریځو ډلو کسان هم شته، هغه ډلې چې د ای ایس ای مستقیم ملاتړ ورسره دی او په افغانستان او هند کې د جهاد په نوم د پاکستان د ګټو په تعقیب پسې دي.

خو له دې ټولو سره چې طالبان سپیناوی ورکوي، بیا هم ځینې جنازې نه پټيږي چې پر ډيورنډ کرښه قاچاقي لارو باندې پاکستان ته ځي او بیا بیلابیلو سیمو کې یې په ځانګړو مراسمو جنازې مراسم ادا کیږي.

دا د نن خبره نه ده، بلکې دا د طالبانیزم پروژې له پيل څخه دا بهیر پيل شوی او تر نن دوام لري.

د هلمند له جګړې لسګونه جنازې پاکستان ته لاړې او هلته په ښکاره استخباراتي ملایانو پرې بیانونه وکړل او وژل شوي کسان یې د افغانستان د جګړې وبلل.

تازه کندهار کې افغان ځواکونو د طالبانو پر یوې ډلې برید کړی چې شل پاکستاني وسله وال پکې وژل شوی دي.

دا وسله وال کوم عادي کسان نه دي، بلکې دا د پاکستان د استخباراتو او پوځ روزل شوي کسان دي چې دلته د جګړې رهبري پر غاړه لري.

دا کسان د جګړې په لیکو کې د ملا او قاري په نوم جګړه کوي، خو په اصل کې د پنجاب پوځیان وي چې غواړي طالبان لا ډيرې جګړې ته وهڅوي، د لا ډيرو افغانانو د وژل کیدو قومنده ورکړي او د عامه ځآیونو ورانولو کې همکاري ورسره وکړي.

پنجاب چې د افغانانو ازلي دښمن دی، طالبانو ورته خپل کور کې ځای ورکړی او هره ورځ پرې خپل افغانان وژني او خپل وطن پرې ورانوي.

طالبان په څه وشرمیږي، ایا له پنجاب سره د افغانانو کومه ښه خاطره شته، کومه همکاري او کوم رشته لري، دا هر څه ښکاره دي چې پنجاب د افغانانو دښمن دی، خو طالبان بیا هم ورته ورور وایي او په کور ځای ورکوي چې بل ورور پرې ووژني.

د هلمند پسې د کندهار په جګړه کې لسګونه پنجابیان ووژل شول، چې بیا یې جسدونه له ډيورنډ کرښې هاغاړې یوړل شول.

د جسدونو تر څنګ ټپیان هم د پاکستان بیلابیلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي او کله چې هم روغ شي، بیا یې د جګړې لیکو ته مارش کړي.

تر څو چې طالب د پاکستان په غیږ کې کوي او پاکستان د طالب له اوږې پر افغانانو ډز کوي، تر هغې به دا جګړه روانه وي او طالب به دې جګړې ته په سپین سترګۍ د جهاد نوم ورکوي.

سید عبدالله پاچا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا