خبر و دیدگاه

د هلمند جګړه کې تاوان چا وکړو؟‎

د مالوماتو له مخې، د هلمند له وروستۍ جګړې ۳۵ زره کسان بې ځایه کړي او مرکز لښکرګاه کې له سخت وضعیت سره ژوند کوي. ځینې راپورونه شته چې ۱۰ زره کورنۍ د نادعلي ولسوالۍ او باباجي له سیمې بې ځایه شوي دي.

دا جګړه اته ورځې وړاندې، په نادعلي ولسوالۍ او مرکز لښکرګاه اړوند باباجي سیمه کې پيل شوی چې نږدې دوه سوه ملکی وګړي پکې شهیدان شوي او ټپیان شوي دي.

طالبانو چې له امریکا سره هوکړه د تاوتریخوالي کمیدو باندې هوکړه کړې، د دې جګړې په تړاو رسما څه نه ویل او داسې یې ښودله چې هلمند کې یا خیرخیریت دی او یا هغه څوک چې دا جګړه کوي، په دوی پورې اړه نه لري.

طالبان ځکه په دې جګړه غلي و چې نه غواړي د امریکا او اروپايي ټولنې تر فشار او نیوکې سره مخ شي، ځکه دې ډلې له نړیوالو سره ژمنه کړې چې د بین الافغاني خبرو په پيل سره به تاوتریخوالی کمیږي.

د هلمند له جګړې څلور ورځې وروسته د طالبانو د فرهنګي کمېسیون رییس احمدالله وثیق له رسنیو سره خبرو کې عجیب منطق د دې جګړې لپاره وکارو.

وثیق ویلي چې دوی هلمند کې جګړه د مرکز لښکرګاه د نیول کیدو لپاره نه ده کړې، بلکې افغان ځواکونو د خلکو ځمکو کې پوستې جوړې کړې وې او خلکو ته یې مزاحمت کو، نو ځکه یې بریدونه وکړل.

وثیق په خپلو خبرو کې په ډيره سپین سترګۍ سره ویلي و چې د دوی جګړه د خلکو د ژوند د ارامتیا لپاره وه، خو له دې نه دی خبر چې د لس زره کورنیو ژوند یې ناارامه کړی او له خپلو کورونو یې بې ځایه کړي دي.

دا طالبي منطق دی چې د خلکو د ژوند د ارامښت لپاره د خلکو په کورونو او کلیو کې جګړه کوي، ایا د خلکو په کورونو کې جګړه د هغوی ژوند ارامولی شي.

د افغان ځواکونو پوستې چې د افغانستان په کومه سیمه کې پرتې وي، هلته د خلکو ژوند ارامه وي، یواځې هغه مهال ناارامه کیږي چې طالبان پرې بریدونه وکړي او جګړه رامنځ ته شي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د هلمند نادعلي ولسوالۍ او باباجي سیمو کې میشت دي او یا مرکزونه او پوستې لري، د دې لپاره دي چې د سیمې خلک د طالبانو له شر خلاصي کړي، خو طالب چې اجرتي قاتل دی او د دې سیمې کنټرول غواړي د سیمې وضعیت یې خراب کړ او خلک یې له کورونو ویستلو ته اړ کړل.

طالب یواځې هلمند کې د خلکو ژوند دنه دی ناارامه کړی، بلکې د افغانستان په هره سیمه کې دې ډلې په خلکو ژوند ناارامه کړی او بیا دې جګړې ته د ازادۍ او جهاد د جګړې نوم ورکوي.

طالب د دې ټولنې لپاره ناسور ګرځیدلی، له خلکو یې ارام اخیستی او د اقغانستان د بیارغونې او پرمختګ مخه یې نیولې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا