خبر و دیدگاه

د طالبانو نوی اسلامي نظام، جالب نوم او تر شاه یې د ای اېس ای دسیسې

 

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ له یوې خصوصي رسنۍ سره مرکه کې ویلي چې طالبان د یو نوي اسلامي نظام د جوړیدو او رامنځ ته کیدو په لټه کې دي.

له نوي اسلامي نظام څخه د طالبانو هدف څه کیدلی شي.؟

۱: له دې خبرې سره طالبانو وښوده چې پنځه کاله یې پر افغانانو زوړ اسلامي نظام تطبیق کو، هغه نظام چې فتوا او پالیسیانې یې اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کې جوړیدلې.

۲: د نوي اسلامي نظام لپاره د طالبانو نوې طرحه چې هر څه ده، وي به خو یو څه یې په ډاګه کړل چې دوی غواړي هر کله اسلام د خپلو ګټو او اهدافو لپاره په نوي او زوړ ډول سره وکاروي، طالبانو دا کار تیرو کلونو کې کړی هم دی، هر هغه څه چې د دوی په ګټه و، توجیهات یې ورته لټولي دي.

۳: د طالبانو له دې خبرې سره یوه بله نظریه هم مخې ته راځي، چې دا ډله اوس هم ځان فاتحین ګڼي او غواړي چې د سولې خبرو کې هر هغه څه پریکړه چې کیږي، یواځې د طالبانو به منل کیږي او مقابل لوری به یې مني.

خو افغانان هیڅکله طالبانیزم نه غواړي، هغه طالبانیزم چې د نظام جوړښت او تګلارې يې د پنجاب دي او نوم ورته اسلامي ورکوي.

۴: تاسو به لیدلي و، یا به مو اوریدلي وي، هغه وخت چې د طالبانو واکمني وه، د طالبانو نظام یواځې پاکستان په رسمیت پيژنده، د دې لپاره چې افغانستان د پاکستان لپاره پنځمه صوبه وه او ټول اوامر او احکام یې چلیدل.

طالبان له پاکستان سره په مشوره او د هغه هېواد په ملاتړ یو ځل بیا غواړي چې د جی ایچ کیو پالیسیانو د تطبیق لپاره افغانستان کې زمینه برابره شي.

۵: طالبان د نوي اسلامي نظام طرحه کې له ځان سره لري، حتما به د جي ایچ کیو د علماوو فتوا هم ورسره وي، د پاکستان استخبارات ټول هغه علماء استخدام کړي چې پر طالبانو باندې نفوذ لري او هر کله یې د خپلو ګټو لپاره کاروي.

۶: طالبان که نوی اسلامي نظام غواړي، لومړی دې له افغان مذاکراتي ټیم سره په اوسني جمهوري نظام بحث وکړي چې کوم ځای غیرې اسلامي دی او کوم ځای اصلاحات غواړي.

اسلامي نظام د یو بنسټیز نظام د ړنګیدو لپاره نه وي، بلکې د یو پر پښو ولاړ نظام د پياوړتیا او محکمیت لپاره وي.

نو ویلی شو چې طالبان له نوي اسلامي نظام سره یو ځل بیا غواړي چې د پنجاب امامت وکړي، نوم به افغان طالب وي، خو سیستم کې به پنجابی ناست وي او هر هغه کار به کوي چې د افغانستان د بربادۍ او پاکستان د ساتنې لپاره وي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا