خبر و دیدگاه

ولی امریکا پر طالبانوګران دي؟

 

طالبانو چې کلونه افغانان له امریکا سره د اړیکو په تور شهیدان کړل، ټپيان کړل، بې کوره کړل، ځاني او مالي یې زیانمن کړل، اوس چې له امریکا سره هوکړه لري، هره موضوع کې یې سترګې امریکا ته وي چې هغه هېواد ورته څه امر کوي.

ان تر دې چې تازه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا هيله ښودلې وه او دعا یې ورته کړې وه.

طالبانو په قطر کې له امریکا سره تر بحثونو وروسته هوکړه وکړه، اوس چې بین الافغاني خبرې پيل شوي، طالبان غواړي چې دا خبرې هم د امریکا په خوښه، رضایت او نیت باندې مخ ته لاړې شي.

طالبان چې د جګړې لپاره به یې د قران او احادیثو دلایل لټول، اوس بین الافغاني مذاکراتو میز باندې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې روایتونه او حوالې ورکوي.

افغان مذاکراتي پلاوی چې له ټولو قشرونو او قومونو تشکیل شوی، په میز باندې د اسلامي احکامو او اساسي قانون سره بحثونه کوي، خو طالبان ټینګار لري چې له امریکا سره د شوې هوکړې په دوام خبرې کوي.

پر حنفي فقهه باندې د اسنادو برابرول د منلو دي، چې جعفریه فقهه هم پکې ځای په ځای شي، نور نو بین الافغاني خبرې د امریکا او طالبانو هوکړې سره هیڅ تړاو نه لري.

طالبانو امریکا په قبله منلې او هره موضوع چې ترې جنجالي کیږي، د امریکا حواله پکې ورکوي او هڅه یې دا وي چې امریکا پکې منځګړتوب وکړی.

په داسې حال کې چې ټوله نړۍ غواړي چې د افغانانو خبرې باید د افغانانو په مالکیت وي او هیڅ هېواد پکې لاسوهنه و نه کړي، خو طالبان دي چې په لوی لاس د بهرنیو هېوادونو لاسوهنې ته زمینه برابروي.

نو ویلی شو چې طالبانو د شرعیت د نافذ کولو په نوم شل کاله افغانان قرباني کړل، له امریکا سره د ملګرتیا په فتوا یې سلګونه زره افغانان شهیدان کړل، اوس چې طالبان خپله له امریکا سره خبرې او هوکړې کوي، دا طالبانو ته جواز لري، خو نورو افغانانو ته یې نه لري.

دا ښکاره ده وه او اوس لا ډيره ښکاره شوه چې طالبان دین د سپر په توګه کاروي او هر ځای یې چې خوښه شي او په ګټه یې وي، هلته دین کاروي او که یې پکې تاوان وي، هلته بیا سیاست کاروي او امریکا خپل ستراتيژیک ملګری یادوي.

طالبانو له امریکا سره هوکړه کې منلې چې نه القاعده منو، نه بله جهادي ډله منو او نه بله، خو شل کاله مخکې یې اسامه نه ورکو چې اسلام سرحد نه لري او دا مجاهد دی.

نو په دوحه کې د خبرو په ځنډ افغان حکومت نه دی ملامت، بلکې طالبان ملامت دي چې سترګې یې امریکا ته دي او غواړي هره خبره کې امریکا ښکیل کړی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا