خبر و دیدگاه

ولي هلمند کې جګړېزور واخیست؟

 

له د یکشنبې په ورځ هغه تصویرونه خواله رسنیو کې ولیدل چې خلکو خپل کورونه په موټر سایکل بار کړي او له نادعلي، مارجې او ناوې ولسوالیو سرونه خوندي د لښکرګاه ښار ته راوباسي.

دا د هغې جګړې تصویرونه دي چې طالبانو کلونه وړاندې هم وکړې، خو له سختې مرګ ژوبلې سره بیرته شاتګ ته اړ شول، یا ووژل شول، یا ونیول شول او یا هم له سیمې وتښتیدل.

طالبان له تیرو ۱۹ کلونو راهیسې د مرکز لښکرګاه او شاوخوا سیمو د سقوط خوبونه ګوري، خو تر نن نه دي بریالي شوي او تر څو چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ژوندي وي، تر دې وروسته به یې هم دا خوب پوره نه شي.

طالبانو څو ځل هڅه کړې چې د خلکو د کورونو څخه د سنګر په توګه کار واخلي او ځینو سیمو کې وضعیت خراب کړي، خو کله چې د جګړې میدان ته ښکاره شوي، همغه مهال یا وژل شوي او یا نیول شوي دي.

دا ځل بیا طالبانو د هلمند نادعلي ولسوالی څو کلیو کې ځانونه پټ کړي و، راوتلي او ځینې سیمې یې نیولي چې له افغان ځواکونو سره سختو جګړو کې زیات شمېر کورنۍ کډه کولو ته مجبوره شوي.

طالبان ښه په دې پوهیږي چې جګړه کې ښکاره پرمختګ نه شي کولی، یواځې غلچکي بریدونو باندې وضعیت خرابولی شي چې د خلکو له کورونو څخه ډزې وکړی.

نو په دې پوه دي چې د یوې سیمې نیولو او ساتلو توان د یوې اوونۍ لپاره هم نه لري، د طالب تکتیک دا دی چې د جګړې خط یې نه دی مالوم، د خلکو په ډکو کورونو ننوځي او ښځې او ماشومان د سپر په توګه کاروي.

د هلمند له نادعلي، مارجه او ناوې ولسوالیو څخه زیاتې کورنۍ کډه کولو ته اړ شوي، لامل دا دی چې طالبان یې په ډک کور دننه کیږي او له همدې کور څخه پر افغان ځواکونو بریدونه کوي.

نو دا ښکاره ده چې له کوم ځای څخه پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ډزې او بریدونه کیږي، مقابل کې یې همغه ځای لګیږي.

طالب د جګړې اصول نه مراعت کړي او نه غواړي چې مراعت شي، طالب یواځې ګډوډي جوړول غواړي او نور د خلکو کیسه کې نه دی چې څوک وژل کیږي، څوک بې کوره کیږي او څوک له سخت وضعیت سره مخ کیږي.

دا یو مثال دی چې د هغو کورنیو عکسونه خپاره شول چې د طالبانو د سختې جګړې له کبله مرکز لښکرګاه ته لسګونه کورنۍ رابې ځآیه شوې.

طالبان له یوې خوا د سولې خبرو ته ناست دي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه فعال دفاعي حالت ته تللي چې ګوندې افغانان له دې اوږدې جګړې خلاص شي، خو طالب هیڅ ډول سولې ته ژمن نه دی.

که افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ولسونو په غوښتنه دفاعي حالت کې نه وی، طالب دومره جرات نه شو کولی چې نن یې د هلمند په څو ولسوالیو کې سختې جګړې کړی وی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا