خبر و دیدگاه

د امریکا او طالبانو یارانه؛ څوک کافر او څوک مسلمان شول؟

 

طالبانو چې نولس کاله افغانان په دې پلمه ووژل چې ګنې د امریکا مزدوران دي، اوس خپله په دې جال کې لویدلي دي.

دوه کاله وړاندې د طالبانو ویاند په یوه اعلامیه کې اعتراف کړی و چې هر څومره افغانان یې په جګړه کې وژلي، ټول د امریکا مزدوران و.

طالبانو ځکه د افغانانو وژل روا بلل او دلایل یې ورته پيدا کول، چې د طالبانو د جګړې پلمه امریکا وه او وژل یې افغانان.

د افغانانو د وژل کیدو لپاره طالبانو د (جي ایچ کیو) له فتوا کار اخیست او خپلو جنګیالیو ته به یې د پاکستان د پوځ او استخباراتو فتواوې لیږلي.

طالبانو له دې کبله زرګونه افغانان ووژل چې ولې د هغې حکومت تر حاکمیت لاندې ژوند کوي چې حکومت یې له امریکا سره تړونونه لري.

ستاسو به یاد وي چې کله د امریکا او افغان حکومت ترمنځ ستراتيژیک تړون وشو او له هغې وروسته بیا امنیتي تړون وشو، طالبانو پرې سخت غبرګون وښود او افغان حکومت یې جاسوس او مزدور یاد کړ.

خو نن طالبانو خپل ۱۹ کلن دښمن سره هوکړه وکړه او امریکا ورسره د نغدو پيسو او واک راتلونکي واک کې د برخې ژمنه کړې، طالبان یوه خبره د امریکا له مشورې پرته نه کوي.

طالبان چې اوس له افغان حکومت سره د مذاکراتو میز ته ناست دي، خبرې یې په دې جنجالي کړي چې له امریکا سره د شوې هوکړې په دوام خبرې غواړي، په داسې حال کې چې د امریکا او افغانانو خپلمنځي خبرې دوه جلا بحثونه دي او هیڅ یو پر بل نه وردګډیږي.

طالبانو به پخوا ویل چې د شرعي نظام د نافذولو لپاره باید د قران کریم له نسخو او لارښوونو ګټه واخیستل شي، خو اوس یې چې له امریکا سره د ملګرتیا تارونه غځولي، اوس خبرې د امریکا په خوښه او هغوی د تړون په دوام غواړي.

دا ټولو ته جالبه ده چې څنګه طالبانو د امریکا پرضد جګړه کې افغانان هم مزدوران بلل او د افغانانو وژل یې روا عمل باله، خو اوس له امریکا سره هوکړې کوي او د هغې هوکړې په دوام هر څه غواړي.

جالبه ده، که نه؟

افغان حکومت او افغانان له امریکا سره هوکړو باندې کافر و، خو طالبانو چې له امریکا سره هوکړه کړې، هغوی فاتحین دي.

طالبانو دا تیر څو کلونه د واک لپآره له دین او جهاد ګټه واخیسته او اوس مالومه شوه چې دا هر څه د واک لپاره و او څومره وژني او ویجاړی چې شوی طالبانو یو داسې خیانت کړی چې په دې دنیا د بخښلو نه دي او د هغې دنیا حساب به هم ورکوی.

طالبانو د دوحې خبرې اوس د دې لپاره ځنډولي چې له افغان لوري سره نوی طرزالعمل نه رامنځ ته کوي، بلکې د هغې هوکړې له مخې مخ ته ځي، چې امریکا او طالبانو کړې ده، په داسې حال کې چې طالبانو له امریکا سره په شوې هوکړه هم عمل نه دی کړی.

له امریکا سره هوکړه کې ژمنه شوې وه چې طالبان به تاوتریخوالی کموي او د مخامخ خبرو له پيل سره سم به اوربند کیږي.، خو نه تاوتریخوالی کم شو او نه هم اوربند وشو، ځکه طالبان باور لري، که اوربند وشو بیا هیڅ نه لري چې د خبرو په میز یې د فشار په توګه وکاروي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا