خبر و دیدگاه

داعشیانو د یو او بل پر وړاندې

 

تازه د داعش خراسان ډلې ته یوه منسوب ویډیو خپره شوې چې پکې د داعش هغه ډله چې تیرو کلونو راهیسې افغانستان کې فعالیتونه کوي د پاکستان ملیشې او جاسوسان یاد شوي او خبرداری ورکړی چې له منځه به یوړل شي.

د نوې ډلې مالومات ښيي، چې د خراسان داعش ډلې په نوم چې تیرو کلونو کې کومې ډلې فعالیت کړی، د پاکستان له استخباراتو سره مستقیم اړیکه لري او د هغوی په دستور باندې فعالیتونه کوي.

نوې ډلې ویلي چې له عراق او سوریي داعش ډلې سره اړیکه لري او افغانستان کې چې کومه ډله فعالیت کوي، دا ډله هیڅ اسلامي دولت نومې ډلې سره اړیکه نه لري او یواځې د استخباراتو په ملاتړ باندې افغانستان ګډوډي جوړوي.

نوې ډلې په خپل ویډیو پیغام کې طالبانو ته هم خبرداری ورکړی چې مشرانو یې له امریکا سره هوکړه کړې او په دې صورت کې دې له خپلې ډلې جلا او له نوې ډلې سره دې وسله وال فعالیت وکړي.

د دې ډلې نوی پيغام ډيرې کیسې درلودلی شي.

یوه دا چې دا ډله د داعش د هغې ډلې له ماتې وروسته راپورته شوې چې تیرو څو کلونو کې یې د زرګونه افغانانو وینې توی کړې.

د دې ډلې له خبرو ښکاري چې مخکینۍ ډلې په دې خاطر جلا شوي چې مخکینی ډلې مشري او کنټرول د پاکستان له استخباراتو سره و او ځینې هغه ترهګر چې له افغانستان ورسره یو ځای شوي و، د پاکستانیانو مشرۍ یا خوند نه دی ورکړی او یا ورسره په رهبرۍ وران شوي دي.

د دې ډلې د نوې ویډیو بل پيغام دا کیدلی شي چې که طالبان سوله وکړي، دې ډلې بهرنیو او کورنیو ترهګرو ډلو ته د بستر داسې زمینه برابره کړې چې هر کولی شي، جګړه دوام پيدا کړي.

د دې ویډیو بل پيغام په ښکاره ډول دا دی، که د طالبانو وسله وال یې له سیاسي هوکړې او سیاسي طالب مشرانو سره نه ځي، نو یو بل مرکز ورته د جګړې شته چې ورسره یو ځای او جګړې ته دوام ورکړي.

دا اندیښنه له امریکا، اروپا، د سیمې هېوادونو او افغانانو سره هم شته چې ایا د طالبانو په سوله جګړه پای ته رسیږي او که یوه بله جګړه پيل کیږي.

یو څه چې مالوم دي، هغه دا چې له طالبانو سره اوسني وسله وال د کوم فکر او دین له مخې نه دي چې طالبان یې فکر کوي.

اوسني وسله وال چې له طالبانو سره وسله ګرځوي، ټول یې یا شخصي دښمنۍ پالي او یا یې له دې درکه ګټې خوندي دي.

ځینې د نشه يي توکو قاچاق کوي، ځینې ګمرکونو په نوم باج ګیرۍ پاټکونه جوړ کړي، ځینې معدنونه چور کوي او ځینې کرایي قاتلین دي، د قتل په بدل کې پيسې اخلي.

نو ویلی شو، چې طالبانو کلونه جګړه کې دومره ترهګرو ته د بستر زمینه برابره کړې او ترهګرو لپاره یې جګړه د لنګې غوا په څېر کړې چې کلونه وخت به ونیسي چې دا جګړه پای ته ورسیږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا