خبر و دیدگاه

کله چې پاکستان صادقانه همکاری کوي افغانستان سولۍ ته رسیږی

 

د ملي مصالحې عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی اسلام اباد کې دی او له پاکستاني چارواکو سره په لیدنو بوخت دی.

عبدالله عبدالله د ستراتيژیکو مطالعاتو په یو مرکز کې په خپلو خبرو کې پاکستان ته ور په یاد کړې چې د افغانستان ثبات یې په ګټه دی او بې ثباتۍ او خرابو اړیکو کې پاکستان هم ډير تاوان کړی دی.

سمدستي خو افغان پلاوي سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ژمنه کړې چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي او د سولې پروسه کې لازمه همکاري وکړي.

دا هغه ژمنې دي چې پاکستان په کراتو کراتو کړي، خو بیا یې د عمل جامه نه ده ور اغوستې، لامل دا دی چې پاکستان غواړي د سولې پروسه د دوی په خوښه لاړه شي.

دا سمه ده چې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري او کولی شي له دې نفوذ څخه په ګټنې پر طالبانو ځینې غوښتنې تحمیل کړي، خو افغان حکومت یو خپلواک حکومت دی او هیڅوک پرې غوښتنې نه شي تحمیل کولی.

دا چې د پاکستان غوښتنې او وړاندیزونه په ښکاره د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده او یا یې غوښتنې د منلو نه دي، له همدې کبله ډير کله دې پروسه کې همکاري نه کوي، بلکې لا ډيره هڅه کوي چې دا پروسه ناکامه شي.

دا اوس ډاګیزه شوې چې که پاکستان هر څومره د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي او د جګړې لپاره ترهګرو ډلو ته امکانات ورکړي، افغانان ماتې نه خوري او له اوسني نظام به د سر په بدل کې ساتنه کوي.

افغانانو په تیرو شل کلونو کې وښوده چې هر څومره سړو تودو ته تسلیم نه شول او په پوره ویاړ او توان سره یې ترهګرو ته اجازه ور نه کړه چې حتی په یو ولایت کنټرول ولري.

افغانان له دې لاسوهنو په تنګ شوي او په دې پوه شوي هم دي چې د پردیو شوم اهداف څه دي او له همدې کبله له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

پاکستان ته هم اوس دا درک شوې چې دا وطن نور نه ماتیدونکی دی او د امریکا په فشارونو مجبور دی چې ځینو برخو کې همکاري وکړي.

که پاکستان غواړي ځینې غوښتنې د سولې پروسه کې پر کوم لوري ومني،. هغه به د طالبانو لوری وي، ځکه طالبان له پاکستان ډیر زیات مجبوریتونه لري.

خو افغان مذاکراتي پلاوی په خبرو کې احتیاط کوي او داسې غوښتنې به له طالبانو سره هم و نه مني چې د پاکستان په ګټه او د افغانانو په تاوان وي.

دا وخت دی چې پاکستان خپل ځان جوړ، پالیسو باندې بیا کتنه وکړي او نور په افغانستان کې د جګړې پر ځای ثبات باندې تمرکز وکړي چې د دواړو هېوادونو وګړو او اقتصاد ته یو اړین امر دی

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا