خبر و دیدگاه

پاکستان او د طالبانولپاره لابیگری

 

د افغان پلاوي او طالبانو ترمنځ د خبرو له پيل وړاندې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو ترمنځ اختلافات پيدا شول، دا اختلافات دومره جدي شول چې له پاکستان پکې مرسته وغوښتل شوه.

ملا عباس ستانکزی پر ملا عبدالغني برادر باندې ډير ملاحظات لري او قطر هېواد بیا پر ملا عباس ستانکزي باندې ډير ملاحظات لري.

نو قطر چې د طالبانو کوربه دی، د ملا عباس ستانکزي سره مخالف دي چې د پلاوي مشري وکړي، خو پاکستان بیا غوښتل چې ملا عباس ستانکزی دې د پلاوي مشري وکړي.

ملا عباس پر ملا برادر تور پورې کړی چې د طالبانو پر سره ورته امریکا ۳۰۰ میلیونه ډالر ورکړي، خو د دې پيسو حساب یې طالبانو ته نه دی ورکړی او د مصرف درک یې نشته.

کله چې ملا عباس ستانکزي دا موضوع راپورته کړه، جنګي طالبانو سره هم اندیښنې او پوښتنې پيدا شوې، د ملا برادر په اړه پلټنو ښودلې چې هغه پآکستان کې زنداني نه بلکې میلمه و او په دومره کلونه زندان کې یې واده هم کړی او اولادونه یې هم پيدا شوي دي.

قطر ځکه ملا عباس نه غواړي چې د عباس ستانکزي ټوله پانګونه په متحده عربي اماراتو کې ده او قطر له اماراتو سره جنجال لري او سره وران دي.

ملا عباس ستانکزی بیا ځکه پاکستان غواړي چې تر بل هر طالب مشر ملا عباس د پاکستان د ګټو لپاره کار کولی شي او پاکستان پرې ډاډه دی.

د د ملا عبدالغني برادر او ملا عباس ستانکزي جنجال تر دې حده لوړ شوی و چې یو بل پسې مجلس کې پورته شوي و.

خو کله چې وضعیت سخت او جدي شو، ملا برادر له پاکستان وغوښتل چې دوی ته اسلام اباد ته د سفر زمینه برابره کړي چې په دې تړاو له پاکستاني چارواکو او کویټه کې نورو طالب مشرانو څخه مرسته وغواړي.

همداسې وشول، یوه میاشت وړاندې د ملا غني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوي اسلام اباد ته سفر وکړي، د دې سفر ښکاره موخه د طالبانو او پاکستان دوه اړخیزه اړیکې ښودل شوې وې، خو په پټه د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو حل و.

اسلام اباد کې له دوه ورځنیو لیدنو وروسته د طالبانو پلاوی کویټې ته لاړ او هلته له نورو طالبانو سره تر لیدنو او مشورو وروسته پریکړه وشوه چې نه به ملا غني برادر د پلاوي مشري او نه به ملا عباس ستانکزی، پریکړه داسې وشوه چې ملا عبدالحکیم حقاني به د دې پروسې مشري کوي.

اوس هم حکیم مجاهد سمبولیک دی او ملا عباس ستانکزی دا پروسه مخ ته وړي، له دې کبله چې د عباس ستانکزي اړیکې له پآکستان او نورو هېوادونو سره هم ښې دي او په څلور ژبو باندې پوهیږي.

جنګي طالبانو ته هم اوس پوښتنې پیدا شوي چې څنګه د سولې پروسه کې یې مشرانو جنجالونه راپورته شوي او داسې باور لري چې ممکن دا جنجالونه به د دوی د پاشلو او ګټو د تقسیم لامل شي.

جنګي طالبانو له دې موضوع وروسته د قطر طالب مشرانو ته یو لیک کې ځینې پوښتنې لیکلي چې څنګه له امریکا سره د خبرو په جریان کې اوربند شوی و، خو له افغان لوري سره نه کیږي.

سید عبدالله پاچا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا