خبر و دیدگاه

ولی د جګړی زیاتوالی د مذاکراتو په جریان کې؟

دا خبره اوس افغانان له هیڅ لوري سره نه مني چې د سولې مخامخ خبرو په جریان کې د جګړې شدت د امتیاز اخیستو لپاره دی.

پخوا به چې هرکله د مذاکراتو بحث مخې ته راغی او یا به تمه پيدا شوه جګړې به شدت پيدا کو او لامل به یې دا بلل کیده چې طالبان هڅه کوي له دې درکه د خبرو په میز زیات امتیازات لاس ته راوړي.

دا بحث ښکاره دی چې جګړه ګټونکی نه لري او هر څومره چې جګړه اوږدیږي او شدت پيدا کوي، په همغه اندازه د جګړې عاملین ملامت بلل کیږي.

افغانانو دا هر څه د دې لپاره منلي چې جګړه به پای ته ورسیږي او د سولې مخامخ خبرو سره به تاوتریخوالی کم شي، خو طالبانو برعکس جګړې ته شدت ورکړی او هره ورځ ملکي وګړي قرباني کیږي.

تازه د شنبې په ماښام بلخ او پکتیکا ولایتونو کې پر ملکي وګړو د طالبانو ماینونو چاودنې کړي چې شاوخوا دیرش کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د پکتیکا پېښه ډيره زړه بوږنوونکي وه، هغه ښځې او ماشومان چې واده ته پر لاره و، تراکتور کې سپاره و چې د طالبانو د سړک غاړې ماین پرې چاودنه کړې، ۲۰ ښځې او ماشومان پکې ټپيان شوي دي.

دا نه لومړۍ پېښه ده او نه هم وروستۍ پېښه ده، د طالبانو زیات تمرکز په ماین ایښودنه دی او له دې لارې زیات خلک د جګړې قرباني کوي.

افغانان د هغې ورځې په تمه دي چې د هیچا په اوږه باندې ټوپک نه وي، او هیڅوک په افغانستان کې د جګړې لپاره پلمې و نه لټوي.

دا ورځ ژر هم راتللی شي، که طالبان یې وغواړي، اوس د جګړې د عواملو د له منځه وړلو لپاره بحثونه پيل شوي، د اسلامي جمهوریت پلاوی دوحه کې دی چې جګړه پای ته ورسیږي او افغانان سرتاسري سولې ته ورسیږي.

خو له دې ټولو سره سره طالبان جګړه نه دروي او هره ورځ د لسګونه افغانانو ژوند اخلي، طالبان هم په دې پوه دي چې جګړه د حل لار نه ده او یواځې د افغانستان بربادي او د هېوادوالو وژل دي.

خو دا چې طالبان نور مجبوریتونه لري، په دې نه بریالي کیږي چې متفق ډول باندې د اوربند پریکړه وکړي او د جګړې پر ځای سوله باندې تمرکز وکړي.

ټوله تمه همدې ته وه، د خلکو خوشحالي همدې ته وه چې د قطر خبرو له پیل سره سم به جګړه بس شي او ښکیل لوري به ټول مسایل د خبرو له لارې سوله ییزه فضا کې حل کړي.

خو دا چې اوس جګړې شدت پيدا کړی، افغانانو لپاره د قطر خبرې ډیر کم اهمیته شوې دي، لامل دا دی چې خلک له دې بحثونو لومړۍ نتیجه د اوربند غواړي.

د خلکو باور او ټینګار دا دی چې اوربند کولی شي، افغانان تلپاتې سولې ته ورسوي او کله چې اوربند نه وي، هره ورځ د دې ویره شته چې د سولې رامنځ ته شوی فرصت له لاسه ووځي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا