خبر و دیدگاه

په ټولنه کې د افراطیت پر وړانډې مبارزه د ټولو ګډمسوولیت دی

 

افراطیت هغه څه دي چې په یوه کار کې له حده زیاتوالی او تیری، داسې زیاتوالی او تېری چې د یوه بل فرد یا افرادو د مجموعې پر حقوقي حریم د بې دلیله توجیهاتو په زور ظلم، زیاتي، سخت ګري او تجاوز سره وشي.خو له بدمرغه اوس اسلامي نړۍ له دې خطرناکې پدیدې ځوریږي او بیا په خاص ډول افغانستان له څو لسیزو راهیسي د ځینو ترهګرو او افراطی ډلو د ناوړه اهدافو لپاره په بیلابیلو ډولونو سره دا بدمرغي ګالي او هیواد مو په هر برخه کې د پرمختګ له لوړو پوړونو څخه وروسته پاتې کړی دی.

د افراطیت هیڅ ګټه نړۍ او اسلام ته نشته، ځکه اسلام اعتدال غواړي او افراطیت اعتدال له منځه وړي. هر کله چې اعتدال تر پښو لاندې شي، هلته په ټولنه کې لوړې ژورې رامنځته او د بې ثباتۍ او وروسته پاتې والي سبب کیږي.

دا نړۍ هسې عبث نه ده پیدا شوې، بلکې دا نړۍ د موقت ژوند لپاره ده، نه د افراطیت لپاره، ځکه افراطیت وژنه او مرګ دی، که افراطیت وي، بیا نو زموږ ژوند له خطراتو سره مخ دی، د خدای عبادت رانه پاتې دی، خپل منځي اړیکې نه شو لرلی، پرمختګونه نه شو کولی او په سمه توګه الهي احکام او اوامرنه شوعملي کولی.

خو زمونږ د ټولني یو تریخ حقیقت دی چې د څو لسیزو جګړو او بدبختیو په ترڅ کې له هر څه څخه زیات او په هره برخه کې زمونږ مظلوم او بی ګناه ماشومان او ځوانان زیانمن شوي او د نورو د ناوړو اهدافو او شخصي ګټو قرباني شوي دي.

داسلام مقدس دین دا ټولو انسانانو او په خاصه توګه مسلمانانو ته په ډاګه کړی ده چې اسلام اعتدال غوره کړی نه په کې افراط ته اجازه شته او نه هم تفریط ته؛ کله چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت رسول اکرم (ص) نړۍ ته ظهور وکړ نو په عقیدتي او په علمي لحاظ یې د اعتدال او میانه روی بنسټ کیښود، موږ مسلمانانو ته هم لازمه ده چې هماغه بسنټونه تعقیب او په ژوند کې عملي کړو.

همدا رنګه اسلام له افراطیت سره هیڅ ډول اړیکه نه لري او نه باید د هغه ظلم  او وحشت له امله چې افراطي ډلې یې ترسره کوي اسلام ملامت کړو، اساسي ستونزه دا ده چې دغه افراطي ډلې له اسلامي هویت څخه په ګټې اخیستنې فعالیت کوي او مسلمانان هم نه شي کولای له دغې لویې ستونزې څخه انکار وکړي، په دې اساس مسلمانان مکلف دي چې د دغو ډلو د پرمختګ مخه ونسي، که موږ دا کار ونکړو، موږ به هم د اسلام د نوم د بدیدو له امله مسؤل واوسو.

ژوند، آزادي او عزت د اسلام له بنسټیزو ارزښتونو څخه شمېرل کیږي، مسلمانان باید له دغو درېو ارزښتونو (ژوند، آزادۍ او عزت) څخه دفاع او ساتنه وکړي. دا اسلامي ارزښتونه دي او هیڅ رهبر که دیني وي او یا که سیاسي، حق نه لري چې دا ارزښتونه د انسانانو له لاسونو وشوکوي او انسان ترې محرومه کړي.

خو له بده مرغه چې زمونږ په هیواد کې د ترهګرو ډلو تر څنګ ځیني افراطي ډلي هم شتون لري چې د اسلام او جهاد تر نامه لاندې په دیني مدارسو کې زمونږ د ځوانانو له احساساتو څخه په ناوړي ګتي اخیستنی سره افراطیت او تاوتریخوالي ته لمن وهي او د ډول ډول پلمو او بهانو تر نامه لاندې ځوانانو د ترهګرو ډلو لیکو ته جذبوي چې دا په خپله د اسلام او انسانیت خلاف عمل دی چې زمونږ د ولسوونو تر منځ  د دیني مراکز او په ځانګړی توګه د دیني مدارسو د بی اعتباره کیدو سبب شوی دی، نو په کار ده چې مونږ په خپله ټولنه او ځانګړی توګه په دینی مراکزو کې د هر ډول افراطی افکارو د خپریدو مخنیوی وکړو او پرې نږدو چې د دغو مراکز کنترول مو د نااهلو افراطی ډلو په لاس کې پریوځي.

سیدعبدالله پاچا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا