خبر و دیدگاه

طالبان د غلامۍ په وروستي حد کې‎

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی اسلام اباد ته تللی و او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي.

دا لیدنې په لومړۍ ورځ علني او د رسنیو په وړاندې وې، خو وروسته یوه اوونۍ د طالبانو پلاوی پاکستان کې و، خو چاته نه و مالوم چې چرته دی، په څه بوخت دی، له چا سره لیدنې لري او موضوع د لیدنو څه ده؟

خو یو څه چې اوس په ډاګه شوي، استخباراتي مالومات ښيي چې ملا برادر د پاکستان د استخباراتو مشر سره د لیدنې لپاره څو ورځې منتظر پاتې شوی او بلاخره تیره ورځ توانیدلی چې د استخباراتو مشر وګوري او ځانګړې لیدنه ورسره وکړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په دې لیدنه کې دومره سپک شوی چې حد یې نشته دی، کله چې ملا برادر غواړي د پاکستان د استخباراتو له مشر جنرال فیض سره وګوري، واسکټ خولۍ او بوټان ترې اخیستل شوي او لکه د یو بندي په څېر د جنرال فیض لیدو ته ور وستل شوی دی.

دا غلامۍ وروستۍ حد دی، دا د افغاني غرور خلاف هغه عمل دی چې طالبانو سره هرکله پاکستان کې شوی دی.

طالبان افغان حکومت ته مزدور او غلام وایي، خو خپله د غلامۍ په وروستي حد کې دی، طالبانو د پاکستان لپاره ځانونه ووژل، مقابل لوري کې یې افغان ولس او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه قرباني کړل، افغانستان یې ورته وران کړ، د پاکستان په امر یې جګړې وکړې، بربادۍ یې وکړې، د پاکستان ګټې یې تعقیب کړې، خو پایله یې څه شوه، پایله دا شوه چې پاکستان اوس هم په دې ډله باور نه شي کولی او لکه د غلام په څېر چلند ورسره کوي.

دا لومړی ځل نه دی، یا دا سپکاوی په پټه ترسره شوی دی، خو رسنیو ته یې موضوع رسیدلې ده، تر دې وړاندې طالبان په علنې ډول سپک شوي دي، حتی تاسو د ملا عبدالسلام ضعیف کتاب ولولئ، هغه ټول کیسه کړې چې د پآکستان استخباراتو ورسره څه ډول چلند کړی دی، هغه مهال چې ملا ضعیف د پآکستان له لوري امریکا ته سپارل کیده، پرتوګ یې پښو کې نه و، او هغه خپله دا کیسه په یو چاپ کړي کتاب کې کړې ده.

اوس هم وخت شته او فرصت له لاسه نه دی وتلی.

طالبانو ته یو ښه فرصت ده چې د پاکستان له غلامۍ ځان خلاص کړي او د سولې پيل شوې او یا پیل کیدونکې پروسه بریالۍ کړي.

د پاکستان استخبارات په خپله مور، خور او کورنۍ باندې نه دی ایسار، نو بیا طالبانو ته ولې پرتوکول ورکړي، که یې پکار و، پروتوکول او پيسې ورکوي او که یې کومه ورځ پکار نه و، بیا به د ملا برادر په څېر زندان کې پراته وي.

دا چې اوس پاکستان کې ملا برادر ته پرتوکول ورکول کیږي، همدا سړی لس کاله د پاکستان په زندانونو کې بندي و، دا نن چې طالبان پاکستان ته خپل سفر د مهاجرینو د وضعیت سره توجیه کوي، دوی کله د خپلو زندانیانو پوښتنه کړې چې د پاکستان په زندانونو کې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا