خبر و دیدگاه

آیا ريښتیا هم دطالبانو لیکو کې د لواطت پوښتنه نشته؟‎

 

له دې سترګې نه شي پټیدلی چې یو شمېر مدرسو کې پر تنکیو ځوانانو باندې چې ځینې یې بلوغ ته رسیدلي وي او ځینې رسیدلي نه وي، د ملا امام او مدرس له لوري جنسي تیري کیږي.

ډير کله خو دا موضات د یوې کورنۍ د ناموس او عزت لپاره پټ ساتل کیږي، خو ډير کله بیا رابرسیره کیږي چې پراخ غبرګونونه له ځان سره لري.

دا چې زموږ ټولنه یوه سنتي ټولنه ده، ډير کله یوه موضوع روښانه وي، خو دا چې د ملا او مدرسې په بې عزتۍ تمامیږي، خلک پرې چوپ پاتې کیږي او هیڅ ډول غبرګون نه ښيي.

دا موضوع یوه جدي موضوع ده چې ډیرکله خلکو غوښتي چې باید راپورته شي او د اصلاح لپاره یې کار وشي، ځکه کورنۍ ماشومان مدرسو ته د دې لپاره لیږي چې دیني زده کړې وکړي، خو ځینو مدرسو کې بې وجدانه استادان، یا ملا امامان له دوی جنسي استفاده کوي.

دا جنستي ګټه اخیستنه یا په زور وي او یا شاګرد مجبوره کوي چې غاړه کیږدي او د استاد جنسي غریضه پوره کړي.

تاسو به د دې لیکنې په لوستلو فکر وکړئ چې ګنې دا هم مدرسو، استادانو یا اسلام ته سپکاوی دی، خو که لږ په غور یې راسره ولولئ، دا لیک د مدرسو، استادانو او ملایانو د اصلاح لپاره دی، ولې هر کله موږ په غیرې اسلامي موضوعاتو کې د ملا په اعمالو باندې چوپ پاتې شو.

ملا ددې ټولنې رهبری او سرلاری یادیږي، نو نباید دا اجازه ورکړل شي چې غیرې اسلامي او غیرې اخلاقي کارونه وکړي.

دا لیک د یو خبر په لیدلو ولیکل شو چې کندهار کې د فواد او ظریف په نوم دوه تنکي ځوانانو څخه جنسي ګټه اخیستل شوې ده، دا ګټه طالبانو په میوند او میانشین ولسوالیو کې اخیستې ده.

دا دوه تنکي ځوانان له یو طالب قومندان سره تر لیدنې وروسته مدرسې ته دعوت شوي او ورته ویل شوي چې کور کې دې جنجال وکړي او دوی به یې مدرسو کې خوندي او ښه وساتي.

همداسې شوي چې دواړو کور کې تر جنجال وروسته له کور ځینې پيسې او وسایل اخیستې،له طالب قومندان سره د بند تیمور مدرسې ته تللي دي.

دا ځوانان لومړی په نشه‌يي توکو روږدي شوي او بیا ورته دعوت ورکړل شوی چې له طالبانو سره جګړې ته لاړ شي او هلته به ورته ډيرې پيسې ورکول کیږي.

دوی له میوند ولسوالۍ څخه میانشین ته وړل کیږي او بیا د جګړې لپاره شاه ولي کوټ ولسوالۍ ته وړل کیږي، هلته د شپې له خوا پرې د طالبانو له لوري جنسي تیري کیږي.

دې دواړو باندې چې کله جنسي تیری شوی دی، له خپل کوره په وتلو سخت پښیمانه شوي، بیرته کورونو ته ګرځیدلي او له کورنیو سره یې دا موضوع شریکه کړې ده.

د دې کورنۍ مشران اوس طالبانو ته عارض شوي چې ولې یې اولادونو باندې ورته جنسي تیری کړی، خو د طالبانو له سخت خبرداري سره مخ شوي او ورته ویل شوي چې تاسو د دښمن په ګټه تبلیغات کوئ او طالبان هيڅکله دا کار نه کوي.

د طالبانو لیکو کې ځکه د لواطت پوښتنه نشته او  فاعل ته سزا نشته چې ټول په دې مرض اخته دي او هر یو ته یې چې موقع پيدا شي، لواطت کوي.

 

سید عبدالله پاچا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا