خبر و دیدگاه

افغان سېکان اوهندوان څوک په نښه کوي

 

له دې سترګې نه شي پټیدلی چې افغانستان کې د ترهګرۍ تر شا د پاکستان لاس دی او په دې تړاو ښکاره ثبوتونه، اسناد او شواهد خپاره شوي دي.

د پاکستان لپاره په افغانستان کې تر ټولو تخریب کوونکې ډله حقاني شبکه وه چې ستر بریدونه یې کول او اوس یې هم کوي.

دا ډله مستقیم له ای ایس ای دستور اخلي او په افغانستان کې یې داسې درانه بریدونه کړي چې د ویجاړیو تر څنګ یې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

پاکستان دا پلمه کوي چې په افغانستان کې د هند له نفوذ ویره لري او له همدې کبله د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او د خپلو ګټو لپاره یې کاروي.

د پاکستان استخباراتو اوس د حقاني شبکې او داعش ډلې ته ګډه دنده سپارلې چې څنګه کیدلی شي په افغانستان کې سکهان په ژوند کې تنګ کړي چې هندوستان ته ستانه شي.

د راپورونو له مخې د سکهانو اته ډلې هندوستان ته رسیدلي او نورو هم په یو لیک کې لیکلي چې دوی به د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره افغانستان ترک کړي.

که څه هم وروستۍ ډله د نامالومو دلایلو له مخې پاتې شوه، خو د افغان حکومت ټینګار دا دی چې نباید له ممکنه ګواښونو څخه سکهان خپل هېواد افغانستان پریږدي.

سکهان لږکي په افغانستان کې کرنیزې ځمکې، ودانۍ، دوکانونه او نور کاروبارونه لري چې له افغانانو سره یې ګډ کلتوري او ملي ارزښتونه لري.

سکهانو ته افغانستان کې افغانانو داسې مینه ورکړې چې هغوی ته هیڅ دا احساس نه دی ورکړی، چې ګنې د بل وطن دي.

همدا سکهان په پاکستان کې هم اوسیږي، خو هلته خوندي دي، په افغانستان کې یې بیا د پاکستان استخبارات ژوند کولو ته نه پریږدي.

د پاکستان استخبارات داسې انګیري چې که سکهان په افغانستان کې تنګ کړي، نو د هند نفوذ کمیدلی شي، یا به یې هند ته یو ګوزار ورکړی وي.

سکهان له غزني ولایت ډیر وتلي دي، د مالوماتو له مخې، غزني کې ۵۰۰ سکهان اوسیدل چې اوس یې شمېره ۱۰۰ ته که شوې ده.

جلال اباد کې د سکهانو په یوه ډله برید چې د ولسمشر ښه راغلاست او لیدنې لپاره د ننګرهار ولایت مقام ته تلل، له هغې وروسته یو کال وړاندې په کابل کې د هغوی په درمسال برید هغه ګواښونه و چې سکهان یې له افغانستان څخه ویستل کیدو ته اړ ویستلي دی.

د دې بریدونو مسوولیت په ښکاره داعش منلی، خو له حقاني شبکې سره یو ځای یې پلان کړی او تطبیق کړی چې پکې لسګونه افغان سکهان وژل شوي دي.

دا دوه ډلې چې اوس یو ځای شوي دي، پروړاندې یې افغان ځانګړي ځواکونه منظم شوي او یوه ځانګړې ډله د حقاني او داعش د ګډ نیټورک د له منځه وړلو باندې کار کوي چې ډير بریدونه یې ورته شنډ کړي او زیات داعش او حقاني شبکې کسان یې نیولي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا