خبر و دیدگاه

د داعش تر نوم لاندې بریدونه څوک کوي؟‎

 

تازه د ننګرهار ملي امنیت لس هغه طالبان نیولي چې غوښتل یې د اختر ورځو کې د داعش تر نامه لاندې بریدونه وکړي.

هرکله چې اوربند شوی او یا طالبانو جګړه کمه کړې، د طالبانو ډلو تر نورو نومونو لاندې خپل فعالیتونه جاري ساتلي دي.

دا چې د طالبانو د نشراتو ادرس د سیاسي دفتر پورې تړاو لري، د هغو بریدونو مسوولیت نه اخلي چې د دوی نافرمانه قومندانان یې کوي.

دا ښکاره ده چې د طالبانو یو شمېر قومندانان له بهرنیو استخباراتو سره مستقیم اړیکې لري او له هغوی د امکاناتو په ترلاسه کولو د هغوی تر قومندې لاندې هرکله چې وغواړي بریدونه کوي.

طالبان هم دې موضوع ته تشویش کې دي، ځکه دا ډله په افغانستان کې داعش مات بولي او خپلو سیمو کې یې د دوی د فعالیت د پای خبر ورکړی، خو بیا هم ددوی تر فعالیت لاندې سیمو کې چاودنې او ځانمرګي بریدونه کوي.

که د طالبانو نشراتي برخه د جګړې د قومندانانو په کنټرول کې وی، د هر برید مسوولیت به یې منلی، خو دا چې دا برخه په پوره مانا له قطر مدیریت کیږي، د هغو بریدونو مسوولیت نه مني چې له امریکا سره د دوی اړیکې خرابوي.

د افغان حکومت اندیښنه هم دا ده چې کله اوربند وشي، بیا هر بریدونه کیږي او جګړه وي، دا بریدونه او جګړه څوک کوي.

که طالبان یې کوي، ولې یې کوي، که یې بل څوک د طالبانو سیمو کې کوي، دا خلک څوک دی، که دا جګړه له طالب جلا وي، نو له طالب سره سوله په څه مانا.

دا هغه انديښنې دي چې عام افغانان یې هم لري او له حکومت غواړی چې هغه سوله ورته د منلو نه ده، کومه سولې سره چې جګړه پای ته نه رسیږي.

د طالبانو جنګي قومندانان چې ډير کله له سیاسي طالبانو سره هم نظره نه وي، بریدونه کوي ، یا یې هیڅوک مسوولیت نه مني او یا یې مسوولیت پر داعش ډله اچوي.

داعش ډله دې ته خوشحاله وي چې برید یې نه وي کړی او مسوولیت یې مني، په دې سره داعش ډله خپل فعالیت او حضور ښيي، په داسې حال کې چې دا ډله اوس له منځه تللې.

هو؛ اندیښنه شته، که طالبان سوله وکړي، د طالبانو جنګي قومندانان چې د جګړې له درکه زیات عواید لري، له داعش ډلې سره یو ځای شي او جګړې ته به دوام ورکړي.

یا په بله مانا

طالبان له ځینو هېوادونو مجبوریتونه لري چې جګړه وکړي، ځکه د جګړې په بدل کې ورته امتیازات او امکانات ورکول کیږي، نو د دې لپاره چې امریکا ترې خفه نه شي، د بریدونو مسوولیت نه مني او د دې لپاره چې ایران، روسیه او پاکستان ترې خفه نه شي، بریدونه کوي.

خو په ټوله کې ویلی شو چې له امریکا سره تر هوکړې وروسته د طالبانو جنګي قومندانانو یا له جګړې لاس اخیستی او یا یې جګړه خپل کنټرول کې نیولې، هر کله یې چې خوښه شي، جګړه کوي او هرکله یې چې خوښه شي، جګړه نه کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا