خبر و دیدگاه

ولی داعشیان په خپل منځکې جګړه کوي؟

 

افغانستان کې د داعش ډلې جوړښت د پاکستان له سخت دریځو ډلو جوړ دی او دا ډله په ټوله کې د پاکستان په دستور جګړه کوي او یا د جګړې رهبري پر غاړه لري.

د پاکستان تحریک طالبان، لشکر طیبه، لشکر جهنګوي او جیش محمد ډلې سخت دريځې د داعش رهبري او تشکیل جوړوي چې زیاته برخه یې اورکزي پکې دي.

دا چې داعش ډله اکثریت خوارج دي، د پآکستاني سخت دریځو تر څنګ پکې د نورو هېوادونو اتباع هم شته چې د دې ډلې رهبرۍ باندې شکونه او نیوکې لري.

د دې ډلې اوسنی تشکیل او جوړښت د کونړ په هغو سیمو کې اوسیږي چې له ډيورنډ کرښې سره نږدې دي او دا سیمې داعش ډله د دې لپاره کاروي چې د پاکستان پوځ او استخباراتو ته یې لاس رسی زیات وي او په وخت امکانات ترلاسه کړي.

افغان ځواکونو په تیرو کلونو کې دې ډلې باندې ټولې لارې بندې کړي او له سخت بد وضعیت سره یې مخ کړل چې بالاخره زیات یې تسلیم شول.

تاسو به لیدلي وې چې تسلیم شوي، اکثریت د دې ډلې غړي د پنجاب او د پاکستان د نورو سیمو اوسیدونکي و.

په دوی کې ځینې مجبور شوي و چې افغانستان کې د داعش له ډلې سره یو ځای شي او ځینې نور په خپله خوښه راغلي و چې دلته یا ووژل شول او یا ونیول شول.

داعش ډله چې مرکزي رهبري نه لري، ترمنځ یې سخت اختلافونه شته، د پاکستان استخبارات هڅه کوي چې د دې ډلې مشري د دوی د کسانو په لاس کې وي، خو نور بهرني ترهګر بیا د دې ډلې په منځ کې د پاکستان له نفوذ سره مخالفه ده.

ډير کله داسې هم شوي چې پر یو بل یې وسلې پورته کړي او ان د یو بل وژلو حکمونه یې صادر کړي او له منځه یې وړي دي.

د شهاب مهاجر په نوم یو کس اوس مهال افغانستان کې د داعش ډلې مشري کوي، دا مشري په ختیځ کې محدوده ده، خو شمال کې بیا د طارق یلداش په نوم ازبکستانی د دې ډلې مشري پر غاړه لري او له شهاب مهاجر سره یې ترهګرۍ کې توپير شته.

د دې ډلې نور کسان چې ښارونو کې ترور کوي او چریکي بریدونه کوي، د سعد امارتي، حسیب لوري، متین معاویه پاتې شوي کسان دي چې خپل مشر او خپله تګلاره لري چې د طالبانو د ځینو قومندانانو ملاتړ هم ورسره دی.

دا چې د داعش له ځینو ډلو سره د طالبانو جنګي قومندانان مرسته او همکاري کوي او له ځینو سره یې نه کوي، په دې خاطر د دې ډلې منځ کې سخت اختلافات شته او سره پاشلي یې دي.

دا چې داعش سخت دریځه ډله ده، د طالبانو جنګي قومندانان یې د خپلو موخو لپاره کاروي او بیا یې مسوولیت طالبان نه مني.

طالبانو د داعش د ځینو هغو ډلو لپاره خپلو سیمو کې بستر برابر کړی چې د طالبانو پلانونه تطبیق کوي او جګړه کې ورسره همکاري کوي.

خو د داعش دې ډلې سره بیا د داعش نورې ډلې سخت مخالفت لري او دوی ته هم د طالبانو په سترګه ګوري.

طالبان توانیدلي چې د داعش مات شوي او پاتې شوي کسان خپلو لیکو ته جذب کړي او بیا یې د خپلو شومو موخو لپاره وکاروي.

سید عبدالله پاچا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا