خبر و دیدگاه

د افغانستان د متحدو علماو اعلامیه

د افغانستان د جګړې په اړه د الازهر لوی مفتي او دیني عالم د فتوا په ملاتړ

الحمدلله وصلواة وسلام علی رسول الله وعلی اله وصحبه وسلم

 د افغانستان مسلمان اومتدین ولسه :    

د افغانستان دعلماؤ متحده شورا چې د هیواد د بیلابیلو قومونو جید اومخورعلما پکښي ګډون لري د خپل اسلامي اوانساني مسوولیت له مخي د الازهر لوی مفتي او دینی عالم محمد احمدالطیب چې په اسلامی نړۍ کې یو له تر ټولو مستند مفتی دی، د طالبانو لخوایې په افغانستان کې د دیني علماو وژنه او په ځانګړي توګه د وزیر محمد اکبر خان او شیرشاه سورې پر جامع جوماتونو باندې د وروستیو ترهګریزو بریدونو د غندنې ترڅنګ د افغانستان د جګړې په اړه یو ځل بیا هم فتوا صادره کړی ده، چې په یاده فتوا کې ویلي دي:(په افغانستان کې جګړه په بشپړ ډول ورور وژنه او حرامه ده، په ځانګړي ډول اوس چې د طالبانو او د امریکا د حکومت ترمینځ د سولې هوکړه لیک شتون لاسليک شوی، دا ورور وژنه ده، د افغان حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونه په دې جګړه کې بر حقه دي او د دوي قربانیان شهیدان دي، خو طالبان د ناپوهۍ لښکر دي او جايز نه دی او حتی د هغوی د جنازې لمونځ جواز نلري، او په افغانستان کې جګړه مسلمان وژنه او حرامه ده، ټاکل شوې وه چې محمد ایاز نیازي اود اسلامي نړۍ د لوی عالمانو ډله به ډیر ژر د افغانستان د جګړې په اړه لوی اسلامي کنفرانس ولري ، خو طالبانو، د جهالت او وحشت دغه لښکر، ډاکټر نیازی يې په شهادت ورساوه، زه ډاکټر نیازي او مولوی مفلح او د افغانستان د جګړې ټولو قربانیانو ته د خدای تعالی له دربار څخه جنت ته د تللو او طالبانو ته د سمې لارې د پرمخ بیولو دعا کوم).

مفتی محمد احمدالطیب د مصر هېواد هغه سترمفتی ده چې دنوموړي نظریات د نړۍ ټولو مسلمانوته د قدراومنلو وړ دي، چې مخکې يي هم د سعودي شیخ عبدالعزیز او د نړۍ د نورو سترو علماو او مفتیانو تر څنګ یې د بیلابیلو فتواګانو په  صادرولوسره د افغانستان جګړه ورور وژنه او حرامه ګڼلی ؤ خو یوځل بیایې دمسلمانانو د ذهنونو د روښانولو په خاطر د طالبانواعمال یې نارواه ، داسلام اوانسانیت ضد عمل وباله .

 نو د افغانستان د متحدوعلماؤ شورا د ستر مفتی او دینی عالم محمد احمد الطیب د وروستي فتوا او څرګندونو څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوي او د هېواد له ټولو علماؤ څخه هیله اوغوښتنه کوي ترڅو د ولس د پوهاوي او د خپل ایمانی او انسانی مسوولیت د رفع کولو  په خاطر د جوماتونو د منبرونو او ټولنو له لاري د دغی شومي پدیدي “جګړي او ورور وژني” د غندني په موخه پراخ تبلیغات ترسره کړي ځکه چې الله “ج” فرمایلِی( من قتل نفساْ بغیرنفس اوفساد فی الارض فکانما قتل الناس جمیعاْ).

ژباړه: څوک چې یو نفس پرته له کوم جرم نه ووژني،پدې مانا چې د نړۍ ټول وګړي یې وژلي وي.

ومن الله الـــــتوفــــــیـــــق

د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ میاشتي(۱۶) د ۱۴۴۱ قمری کال د ذوالقعده الحرام(۱۴) نیټه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا