خبر و دیدگاه

طالبان او روسیه افغانستان کې د وژنو لپاره ګډه یاري کوي

 

لویدیځو رسنیو راپورونه خپاره کړي چې روسیې طالبانو ته پيسې ورکړي چې د افغانستان لویدیځ کې امریکایي ځواکونه ووژني.

راپور لیکي چې طالبانو د روسیې لپاره د پيسو په بدل کې دا کار کړی هم دی او ځینې بریدونه یې د روسیې لپاره پر امریکايي ځواکونو کړي دي.

که څه هم تراوسه روسیې د دې راپورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو دوه کاله وړاندې طالبانو اعتراف کړی و چې له روسیې سره یې اړیکې جوړې شوي او په دې اړیکو باندې ځینې طالب قومندان له طالبانو جلا شول، ځینو بیخي وسلې کیښودې او ځینو نورو تر یو بل نوم لاندې فعالیت پيل کړ.

دا ښکاره ده چې طالبان کرايي قاتلین دي او هر چا چې پيسې ورکړې، د هم هغوی لپاره کار کوي.

له دې راپور د خپریدو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې طالبان کرایي قاتلین دي، اوس پر امریکایانو برید نه شي کولی او امریکا توانیدلی چې له دې کرايي قاتلینو په افغانستان کې خپل سرتیري وژغوري.

ټرمپ په ډاګه کړې چې اوس طالبان امریکایي سرتیرو باندې برید نه شي کولی او روسیه دې خپلې هغه پيسې له طالبانو بیرته واخلي چې د امریکایي ځواکونو د وژل کیدو لپاره یې ورکړي دي.

ټرمپ دا جالبه نه ده چې طالبان د روسیې لپاره امریکایي سرتېري وژني، ځکه ټرمپ ته د طالبانو په تړاو رسیدلو مالوماتو کې شته چې طالبان افغانستان کې کرایي قاتلین دي او هر چا چې پيسې ورکړي، د هغوی لپاره کار کوي.

ټرمپ ویلي چې حتا طالبان د پيسو او امکاناتو په بدل کې له ځان هم تېر دي، یانې ځانمرګي بریدونه کوي، که څوک پيسې ورکړي.

ټرمپ ویلي چې طالبان یې تر یوې نامالومې مودې لپاره په اجاره اخیستې او دا ژمنه یې ورسره کړې چې امریکايي او نور بهرني ځواکونه به نه وژني، یواځې د افغانانو وژلو ته به دوام ورکوي.

ټرمپ په یو ټویټ کې دغه راز ویلي چې طالبانو تیرو نولس کلونو کې په خپل وحشت او دهشت باندې سلګونه زره افغانان د پردیو لپاره وژلي او لا هم جګړه روانه ده چې نور افغانان ووژني.

خو ټرمپ ډاډه دی چې تر دې وروسته به یو امریکایي هم د طالبانو د وحشت او جګړې نه ښکار کیږي، ځکه امریکا طالبان اجاره کړي او که هر څوک د امریکا پرضد پیسې ورکړي، امریکایي ځواکونو باندې برید نه شي کولی.

دا خبره ښکاره ده او لا نوره هم ښکاره شوه چې طالبان کرايي قاتلین دي او هر څوک چې پيسې ورکوي، د هغوی لپاره کار کوي، خپله کورنۍ او ځان هم د بل د ګټو لپاره وژني او بیا د اسلام او جهاد نوم ورکوي.

یو څه چې د ټرمپ له څرګندونو سره زیات ډاګیز شول، هغه دا چې طالبان واک ته د رسیدو لپاره هر هغه عمل کوي چې نه په اسلامیت کې وي او نه په انسانیت کې، طالبانو د اسلامیت او انسانیت ټولې پولې نړولي دي او افغانستان کې د نورو هېوادونو په نماینده ګي جګړه کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا