خبر و دیدگاه

طالبان سوله کوي

 

طالبانو نولس کاله جګړه وکړه، اوس ټول په دې پوه دي چې د افغانستان جګړه په جګړه نه ګټل کیږي او یواځینۍ لار سوله ده چې کولی شي افغانان له بدبختیو او بهرنیو له حضور خلاص کړي.

جګړه کې یواځې وطن ورانیږي او بې ګنا خلک او افغانان خپل منځ کې وژل کیږي، پایله یې څه ده؟

پایله او ګټه یې د بهرنیو استخباراتي ډلو ده چې نه غواړي افغانستان کې خلک د ارام ساه واخلي.

زموږ ټولنه چې سنتي ده او په خپل دین ډير باور لري، قران کریم او احادیثو کې له جګړې زیات پر سوله ټینګار شوی دی.

لکه د قران کریم یو ایات دی چې (والصلح خیر) سوله کې خیر دی، د قران د ایات دا برخه علماء بیلابیل ډول باندې تفسیر کوي، خو متفق پر دې دي چې لومړی باید سوله وشي او د هر ډول جګړې او قتل عام څخه دې خلک راوګرځي.

زموږ د خوږ نبي ص په وخت او له هغې وروسته د خلفاوو او صحابه وو په وخت کې هم لومړی د سولې وړاندیز شوی او کله چې سوله نه ده شوې، بیا دویمه لار د جګړې ده.

اوس چې طالبانو له کفارو سره سوله کړې، زموږ دین او کلتور همدې باندې ټینګار لري چې ولې له مسلمان او خپل ورور افغان سره سوله و نه شي.

افغان حکومت تل د سولې غږ کړی، د خبرو وړاندیز یې کړی او هغه شرطونه چې د سولې پروړاندې خنډ دي، د مذاکراتو په میز یې د حل غوښتنه کړې.

خو طالبانو هر کله د افغان حکومت دا وړاندیز واک ته د رسیدو لپاره رد کړی دی، په داسې حال کې چې ټول افغانان د جګړې بس او سوله غواړي.

افغان حکومت سولې ته د رسیدو لپاره ډير انعطاف ښودلی، بندیان یې خوشې کړل، مذاکراتي ټیم یې وټاکه، مصالحې شورا یې رامنځ ته کړه او دغه راز کورنۍ او بهرنۍ اجماع باندې هم بریالي شوي دی.

اوس تر بل هر وخت د سولې فرصت زیات شوی او تمه شته چې نږدې ورځو کې ښکیل اړخونه د سولې میز ته کیني او خپلمنځي خبرو کې د تاوتریخوالي کمیدو یا اوربند باندې سلا شي او د راتلونکي په تړاو پریکړې وکړی.

دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده چې نولس کلنه جګړه دې پای ته ورسیږي او نور دې په یوه او بله پلمه باندې افغانان نه وژل کیږي او افغانستان دې نه ورانیږی.

که سوله وشي، د ټولو ژوند پکې تضمین دی، خو جګړه کې د هیچا ژوند تضمین نه دی او د جګړې ګټې د نورو هېوادونو او مشخصو ډلو دي.

په دې هیله چې د طالبانو مشران او د جګړې قومندانان هم نور وضعیت درک کړي، نور باید د بل په ټوپک او د بل د ګټو لپاره افغانان قرباني نه شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا