خبر و دیدگاه

طالبان سولې خواته ځی؟ که جګړې خواته؟

 

رسنیو راپورونه خپاره کړل چې طالبانو د دایکندي ولایت د کجران او کیتي ولسوالیو ۵۳ ولسي وګړي چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، برمته کړي دي.

د برمته کولو لامل دا ښودل شوی چې د ارزګان له چارچینو ولسوالۍ څخه یو هلک او نجلۍ له کوره تښتیدلي، له کجران او کیتي ولسوالیو تیر شوي او ګیزاب ولسوالۍ کې یې پناه اخیستې ده.

دا چې دا هلک او نجلۍ کورنۍ له طالبانو سره څه اړیکې لري او یا په دې موضوع کې د طالبانو د دلچسپۍ لامل څه دی، مالومه نه ده، خو یو څه چې روښانه دي، هغه دا چې طالبان د ایران او پاکستان په لارښوونه هرکله هڅه کوي، داسې موضوعات راپورته کړي چې قومي بڼه ولري.

د هلک او نجلۍ له کوره تيښته ډيرو ولایتونو کې شته او هر ولایت کې د دې لپاره خپل اصول شته چې د قومي تړونونو له مخې حل کیږي، نه حکومت ته ضرورت پيدا کیږي او نه طالبانو ته چې دې موضوع کې دخیل شي.

که د اسلام له نظره دې موضوع ته ولیدل شي، هم که دواړه (هلک او نجلۍ) راضي وي، نو کولی شي، له کوره په تښته نکاح وکړي او موضوع حل کړي، یانې د اسلام له نظره کوم جرم نه دی.

د افغانانو د کلتور او عنعناتو له مخې، ځینو سیمو کې دا جرم ګڼل کیږي، خو موضوع قومي مشران حل کوي او هیڅ ضرورت نه وي چې لویه شي.

خو دا چې طالبانو د دې موضوع په غبرګون کې له پنځوس زیات خلک یرغمل کړي، ښکاره خبره ده چې طالبان غواړي، یوه ګډوډي رامنځ ته کړي.

دا د طالبانو پخوانی عادت دی چې د یرغمل پرمهال ان ښځې او ماشومان یرغمل کوي، چې د ټولو اصولو خلاف کار دی.

طالبان په هیڅ دین او مذهب نه دي، یواځې هغه کار کوي چې خپل مالک یې دستور ورته ورکړي، که هغه کار هر څومره ګډوډي رامنځ ته کوي، طالبانو ته توپير نه کوي.

طالبانو تیرو کلونو کې لسګونه داسې اعمال او کړنې ترسره کړي چې په ښکاره قومي او مذهبي تفرقو ته لمن وهل و، خو له نیکه مرغه افغانان اوس په دې پوه شوي چې تر هر څه لومړی یووالي ته ضرورت لري او نه غواړي چې د دښمن په دې جال کې ګیر شي چې افغانستان قومي او مذهبي جګړو ته لاړ شي.

دا موضوع ممکن د قومي مشران له لوري حل شي، ځکه مشران په دې موضوع کې جرګه شوي چې په سوله ییز ډول یې حل کړي.

طالبان به لکه د نورو موضوعاتو په دې موضوع کې هم مخ توري وي او کومه دسیسه یې چې مخکې کړې پکې به ناکام شي.

طالبانو رسمي ادرس تراوسه په دې موضوع غلي دي چې ولې یې د یوې نجلۍ او هلک د تيښتې په موضوع کې لسګونه کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، یرغمل کړی دي.

خو یوڅه چې ښکاره دي، هغه دا چې طالب کرایي قاتل او معامله ګر دی او هر هغه کار کوي چې پيسې ورته لاس ته ورځي او یا بل سیاسي او استخباراتي موخه لري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا