خبر و دیدگاه

د طالبانو ړانده ماینونه

د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته افغانستان کې تر نن پورې ماینونه د خلکو ژوند اخلي، زرګونه کورنۍ یې قرباني دي او میلیونونه نور یې معلول کړي دي.

تقریبا دیرش کاله وشول خو لا هم د شورويانو له لوري ځای په ځای شوي ماینونه ټول له منځه نه دی تللي او تر نن پورې ځینو سیمو کې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

اوس شل کاله وشول چې د طالبانو جګړه دوام لري، دا چې طالبان د مخامخ جګړې توان نه لري، تر ډيره یې د جګړې تمرکز ځانمرګو بریدونو او ماین چاودنو باندې دی، که د طالبانو د ماین خښولو تکتیک نه وی، هر ځای کې به د طالب پر سر افغان ځواکونه ولاړ وی، یا به وژل کیدلی او یا به نیولی کیدلی.

طالبانو اکثره ناامنه سیمې له ماینونو ډکې کړي، له اصلي لارو نیولې، بیا تر فرعي لارو او کوڅو یې ماینونه ايښي او دا ماینونه ډیر کله د ملکي وګړو ژوند اخلي.

طالبان په دې پوهیږي چې په لویو لارو او کوڅو کې ماین ايښودنه ډير کله پر ملکي وګړو چاودنه کوي او قربانیان یې هم ملکي وګړي دي، خو بیا هم ماینونه ږدي، هغه ماین چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې چاودنه وکړي، طالبان یې مسوولیت منی، خو هغه ماینونه چې پر ملکي وګړو چاودنه وکړي، طالبان یې مسوولیت نه منی.

خو طالبان له دې نه شي منکر کیدلی چې د دوی په سیمه کې ټولې ماین چاودنې په دوی پورې اړه لري او د ملکي وګړو قرباني د دوی جنایت دی.

تازه مې تیره شپه یو خبر ولید چې پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کې د طالبانو یو ماین چې لار باندې ځای په ځای شوی و، پر ملکي وګړو چاودنه کړې.

دا ملکي وګړي ښځې او ماشومان و چې د واده له مراسمو د کور پر لور روان و، چې د طالبانو ځای په ځای شوي ماین پرې چاودنه کړې.

په دې چاودنه کې یوه میرمن او دوه نجونې شهیدانې شوي او یو درې میاشتنی ماشوم ټپي دی.

د هغه ماشوم ویډیو هم خپره شوې چې ټپی شوی دی، تراوسه په دې لا نه پوهیږي چې د څه لپاره نړۍ ته راغلی دی، تراوسه مور او پلار نه پيژني، خو طالب د خپلې جګړې قرباني کړ.

د ماشوم ویډیو چې ډاکټران یې ټپونه ورتړي، ډير سخت ژاړي، چې د اوسپنې زړونه نرموي، خو د طالب زړه هیڅکله نه نرمیږي.

دا یواځې یوه پېښه ده چې دلته مې یادوونه وکړه، د سه شنبې به ورځ طالبانو د غزني په ده یک ولسوالۍ کې یوه ډله کوچني ماشومان د ماین قرباني کړي و.

داسې پېښې هره ورځ کیږي چې د طالب په ماین باندې ملکي وګړي شهیدان کیږي، ټپيان کیږي او معلول کیږي، خو طالب له دې جنایت نه راګرځي او درګرده د ځمکې خیټه کې ماینونه ږدي.

طالب په دې ماینونو سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مخه نیسي چې له یوې سیمې بلې سیمې ته لاړ نه شي، یا هغو سیمو ته د عملیاتو لپاره لاړ نه شي چې طالبان پکې فعالیت لري.

خو د طالب دا جنایتونه به هيڅکله و نه بښل شي.

یوه ورځ به د دې حساب ورکوي، که هغه په دې دنیا وي، یا په هغې دنیا.

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا