خبر و دیدگاه

د لېوه بچی د لېوه بچی وي

 

د طالبانو تر څنګ د حقاني شبکه چې د طالبانو د پيچلو بریدونو مسوولیت لري، له سولې وروسته هم په جګړه ټینګار لري.

تازه د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني ویلي چې د سولې پروسه او سیاسي فعالیت په دې مانا نه دی چې ګنې له سولې وروسته به جګړه پای ته ورسوي.

هغه په یو ډاګیز پیغام کې ویلي چې جګړه به یې دوام پيدا کوي او سیاسي فعالیت او سوله د دوی پر جګړه هیڅ تاثیر نه لري.

له همدې د طالبانو او حقاني شبکې نیت د دې هېواد او خلکو لپاره مالوم کړئ، افغانان چیغې وهي چې طالبان کرايي قاتلین دي او په سوله هیڅ باور نه لري، خو بیا هم ځینې جاهله ځوانان د دوی لیکو ته ورځي او مقابل کې خپل ورونه وژني او وطن ویجاړۍ خواته بیایي.

د سولې اوسنۍ پروسه د طالبانو مجبوریت دی، ځکه افغان ځواکونو او نړیوالو سره مقابله نه شي کولی او غواړي چې نړیوال ځواکونه له افغانستان ووځي او خپلو بریدونو او جګړو ته دوام ورکړي.

زه خپله په دې باور لرم چې اوس د بهرنیو ځواکونو وتل له افغانستان په وضعیت ناسم اغیز نه شي کولی، ځکه افغان  ځواکونه د دې پوره وړتیا لري چې د طالبانو تر څنګ نورو ترهګرو ډلو ته هم ماتې ورکړی.

خو د طالب او حقاني شبکې جګړه په کلیو کې ده او له خلکو د سپر په توګه کار اخلي، کنه جګړې دومره دوام نه شو کولی.

دغه راز د دوه ډلې په پاکستان او خیبرپښتونخوا کې د کډوالو له مجبوریت ناسمه ګټنه کوي، هلته خلکو ته ناسم ذهنیت ورکوي او ځانمرګو بریدونو لپاره یې روزي.

د حقاني شبکې تر شا د ای ایس ای مسقیم لاس دی او دا ډله ډير امکانات لري چې افغانستان برباد کړي او افغانان ډير شمېر کې قرباني کړي.

که خبره د مخامخ جګړې راشي او طالب په جومات، مدرسه او د خلکو په کورونو کې پت نه شي، دوه ورځې ژوند هم نه شي کولی.

خو دا چې طالب ګډوډي جوړوي او ځان ساتي، همدې جګړه اوږده کړې او د افغان ځواکونو کار یې سخت کړی دی، طالب یو غریب ځوان له مجبوریت ګټه پورته کوي، بم ورپورې وتړي او پر یو ځای یې ورسم کړي، د غریب اولاده له ځان ناخبره چاودنه وکړي، ځای یې جهنم شي، خو طالب مشر او قومندان په دې ځانمرګي لکونه کلدارې واخلي او خپل ژوند پرې جوړ کړي.

نه طالب زورور دی، نه د حقاني شبکه، د دې دواړو ډلو رزالت زورور دی چې هر ځای او پر هر چا باندې برید کوي، که هر څوک، هر څومره ووژل شو، دوی ته توپير نه کوي، یواځې چې رسنۍ یې د سرخط وګرځوي.

طالب پروژه د جګړې پروژه ده، هر هغه طالب چې د سولې غږ پورته کړی، وژل شوی دی، او د سراج الدین حقاني وروستۍ څرګندونې یې ښکاره ثبوت دی چې له سولې وروسته به هم جګړه دوام پیدا کړي.

افغانان سوله په هر قیمت غواړي، خو داسې سوله نه غواړي چې جګړه دوام پيدا کړي، یو څو طالبان کابل ته راشي او نور جګړې ته دوام ورکړي، د باعزته او پایداره سولې مانا د جګړې پای ده.

سید عبدالله پاچا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا