خبر و دیدگاه

طالب بندیان له خوشی کیدلو وروسته

 

تاسو به لیدلي وي چې کله د جګړې په ډګر کې طالبان ونیول شي، دومره ښیرن او بدرنګ شکل باندې وي چې حتی انسانیت باندې یې شک وي.

ځینې بیخي د ځناورو په کواره وي، دوی په دې شکل ځان ځکه جوړوي چې غواړي چې خپل وحشت لومړی په قواره کې ښکاره کړي او بیا خپل وحشتونه تر همدې رنګ لاندې وکړي.

ما لیدلي چې کله طالبان نیول کیږي، ان ځان یې بوی کوي او ويښتان یې دومره سره نښتې وي چې سړی فکر کوي، د میږو له وړیو جوړ شوی لمڅی دی.

طالبان کولی شي په ښه شکل هم ژوند وکړي، خو دا کار د دې لپاره کوي چې له رنګ او شکل یې خلک وډار شي.

خو له زندان وروسته چې خوشې کیږي، تاسو به لیدلي وي چې د انسانانو په رنګ کې وي، پاک رنګونه یې وي او سړی فکر نه کوي چې ګنې دوی دې کوم وحشت او ظلم کړی وي.

د دې څو لاملونه دي

لومړی دا چې طالبان تر نیول کیدو وروسته زندانونو کې ډيرې اسانتیاوې لري چې کولی شي ښه ګټه ترې واخلي او انسانیت او اسلامیت زده کړي.

دویم دا چې طالبانو ته په زندان کې یو ازادي نشته، نور ټول امکانات لري چې زده کړې وکړي او ژوند زده کړي.

دریم دا چې طالبان په زندانونو کې ښه خوراک او ښه د اوسیدو برابر ځای لري چې له ازادۍ پرته یې نور ښه ساعت پکې تېر وي.

څلورم دا چې طالبانو ته د زندان دننه د عصري او دیني زده کړو تر څنګ حرفوي زده کړې شته چې کولی شي یو کسب زده کړي او له زندان وروسته د همدې کسب له لارې خپل ژوند جوړ کړي.

طالبان په زندان کې ان د کمپیوټر زده کولو اسانتیا هم لري او دغه راز ځینې وختونه د تفریح تر څنګ له ملګرو سره بنډارونه هم کولی شي.

له دې ټولو سره ـ سره دا نازدانه خلک ځینې وخت زندان کې اعتصاب کوي چې ولې ورته موبایل نه پريښودل کیږي، یا نورې داسې غوښتنې چې د یو زنداني لپاره هیڅ قانون کې نه وي.

خو برعکس طالب له افغان سرتيرو سره څه کوي؟

طالب چې کله د جګړې په ډګر کې، یا پر لویه لار سرتيری ونیسي، نو یا خو سمدستي پرې جد جاري کوي او ځای په ځای یې وژنی.

که سمدستي له وژل کیدو وژغورل شو، بیا یې له کورنۍ پيسې غواړي او د پيسو په بدل کې یې خوشې کوي.

که دا کار هم و نه شو، بیا ورته دومره وهل او شکنجه ورکوي چې کله کله یې په مرګ تمامه شي.

تازه کندز کې یو پوځي سرتیری چې د طالبانو لاس ته ورغلی و، له ډيرې لوږې ساه ورکړې.

نو قضاوت تاسو وکړئ، چې انسانیت او اسلامیت په طالب، که په حکومت کې دی، طالب به کله انسان کیږي؟

سید عبدالله چاچا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا