اخبار و گزارشات

د سرتیرو بي وخته وتل به افغانستان د طالبانو لاس ته واچوي

karzaienthousiast

 

د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راس موسن اسلام ته په رسیدو د دغه هیواد له چارواکو سره د خبرو پر مهال وویل چې له افغانستان څه به د بهرنیو سرتیرو وتل له وخت سره تړلي نه وي او دا به له حالاتو سره ارتباط ولري. هغه ویلی چې د ناټو تړون به له وخت څخه مخکې له افغانستان څخه و نه وزي. له افغانستان څخه به د بهرنیو سرتیرو په بیړه وتل طالبان بیرته واک ته ورسوي او داځل به افغانستان یو ځل بیا ټولې نړۍ ته په یوه ګواښ بدل شي. موسن ویلی چی ټول پوهیږو چې افغانستان باید مخکې له وخت پرینږدو، که چیرته افغانستان بي وخته او د خپلې دندې له پای ته رسولو دمخه پریږدو، طالبان به یو ځل بیا د واک ګدۍ ته ورسیږي او له دغه ځای څخه به منځنۍ آسیا، اروپا او امریکا ته ګواښ جوړ کړي، مونږ باید له افغانستان څخه تر وتلو دمخه په دې پوه شو چې آیا افغان ځواکونو خپلو مسوولیتونو ته سمه اوږه ورکولای شي که څنګه.

د ناټو عمومي منشي دغه څرګندوني په داسي حال کې کوې چې افغان ولسمشر په کابل کنفرانس کې د خپلو خبرو پر مهال وویل چې کورني ځواکونه به یې تر ۲۰۱۴ کال پوري د دې جوګه شی چې د هیواد امنیتي حالت ته په یوازي سر اوږه ورکړي او ډیر مسولیتونه واخلي. همدا راز د ناټو عمومي منشي د افغان ځواکونو په روزلو تاکید وکړ او دا یې هم وویل چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شتون د پاکستان په ګټه هم دی ځکه چې دغه هیواد هم د ترهګرو له څپې سره مخامخ دی.

په همدی ارتباط، افغان ولسمشر حامد کرزي د کابل کنفرانس په پرانیستونکې وینا کې له نړیوالو غوښتنه وکړه چې افغان دولت ته د مدیریت او مشرۍ سپارل په دغه هیواد کې د بریالي توب تظمین کولای شي. حامد کرزي له خپلو پولیسو او د ملي امنیت له ځواکونو سره د نړیوالو مرستو د دوام غوښتنه وکړه او په خپل نظام کې یې د اصلاحاتو راوستل د خپلو لومړي توبونو په توګه یاد کړل او زیاته یې کړی دی چی د اصلاحاتو په راوستلو سره د فساد زمینه تر ډیره بریده له مینځه ځي، او په دې سره به ځوانانو ته د کار ډیر فرصتونه رامنځ ته شي.

کرزي په خپله وینا کې د یو شمیر متحدینو له لوري د افغان دولت تر څنګ د یو شمیر واک لرونکو هغو ادارو له جوړښت څخه سر وټکاوه چې پر وینا یې دحکومت لاس یې لنډ کړی او نوموړي له خپلو متحدینو غوښتنه وکړه چې د دغه شان ادارو پر ځای باید افغان مرکزي دولت غښتلی کړای شي او د دغو ادارو جدي څارنه باید وشي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا