دافغانانو برى دخپلو پوځونو په پياوړتيا كې نغښتې دى
په داسې حال كې چې دآمريكا ولسمشر اوباما، په افغانستان كې دخپلې سترا تيژۍ په اړوند دناټو او آمريكايي پوځونو عمومي قوماندان جنرال مك كريستال درپوټ دارزونې په اړوند وروستۍ پرېكړې ته رسيدلى ښكاري، داوباما د ملي امنيت سلا كار جنرال جيمز جونز ، دروان كال دلړم دمياشتې په 15 مه دآلمان دشپيګل دمجلې سره په مركه كې وويل : دافغانستان لانجه يوازې دپوځونو په زيا توالي سره نه حل كېږي . موږ كولاى شو چې 200 زره پوځونه افغانستان ته وليږو ، خو دسرتېر و دغه شمېره دافغانستان وشرايطو د ښه كولو له پا ره بې ګټې ده.
دناټو عمومي منشي راسموسن ، دروان كال دلړم دمياشتې په 15 مه دبې بې سي سره په مركه كې وويل، چې دافغانستان ملي اردو او ملي پو ليس بايد وروزل شي ، او دافغانستان امنيت بايد په خپله افغانانوته وسپارل شي . له بلې خوا، دروان كال دلړم دمياشتې په 15 مه دانګلستان صدراعظم ګوردن براون وويل ، چې دحامد كرزي دحكومت دنا كامۍ په صورت كې به د بريتانيا پوځونه له افغانستان څخه ووځي. دنوموړو لوړ رتبه چارواكو دڅرګندونوسره جوخت په افغانستان كې دملګرو ملتونو استازي كاى آيډه،وويل چې له افغامستان څخه به دبې امنۍ له امله خپل 200 تنه كاركوونكي وباسي.دنوموړو نظرونو او څر ګندونوپه رامنځته كېدو سره ديو شمېر پوځي او سياسي ماهرانو سره راز راز پوښتنې را پيد ا كېږي . يوشمېر خلك په دې باور كېږي، چې دافغانستان په جګړه كې ښكېل هېوادونه له افغانستان څخه دوتلو له پاره بانې غواړي ، چې دغه بانې دحامد كرزي په نوى حكومت كې د فساد وركول ، زور واكانوته ځاى نه وركول ،دنشه يي توكو دقا چاقبرانو نيول او محاكمه كول، او داسى نورى بانى دي. اوس مهال حامد كرزى د كورنيو او بهرنيو د سختو فشار و نو لاندى د ى او حامد كرزى د خپلى كابينى په جوړولو كى د سترو ستونزو سره سره مخامخ ښكاري. د روان كال د لړم د مياشتې په 17 مه د يكشنبى په ورځ حامد كرزى وويل چې د ادارى فساد نوې بڼه له بهرنيو مرستو زيږېدلې ده. په قراردادونو كې شفافيت نشته، د پروژو تطبيق له جدي فساد سره مخ دى، د دا ډول اداري فساد مسووليت تر دېره د نړيوالې ټولنې پرغاړه دى. په نوي حكومت كې به د هغو كسانو لپاره ځاى نه وي، چې په اداري فساد كې ككړوي. وړ كسان به له توپيرونو پرته په دندو كومارل كيږى.
د حامد كرزى له نوموړو ځرگندونو څخه داپه ډاگه كيږي، چې حامد كرزى د بهرنيانو د فشار په وړاندى له سخت مقاومت څخه كار اخلي او نړيواله ټولنه په ادارى فساد كې شريكه گڼى. حامد كرزى مخكى هم دا خبره كړيوه چې د بهرنيو مرستو پيسې يوازى د افغانستان حكومت نه دې پټى كړى بلكى نړيوالى ټولنى هم دا كار كړيدى. د حامد كرزى د نوموړو ځرگندونو په وړاندى ممكن د نړيوال ټولنى غبرگون رنگارنگ اړخونه ولري. د دى په څنگ كې داسى فكر كېږى، چې د كابينې په جوړولو كې حامد كرزى بيا هم دتېر وخت په شان د مصلحتونو له مخى خپل حكومت جوړ كړي او د ملى مشاركت نوم وركړي. له بلى خوا نه داسى هم فكر كيږى چې د خپل مقاومت له امله د افغانستان په لانجه كې د روسيى، هند او يو شمير اسلامى هېوادونو پښې هم راكش كړي او په دغه ډول د لويديځو هېوادونو د فشار يوه برخه كمزورې كړي. نن سبا حامد كرزى د نوى كابينې په جوړولو كې په سختو منډو تړو لگيادى. ټاكل شويده چې د ا ساسى قانون سره سم حامد كرزى او د ده دوه تنه مرستيالان د روان كال د لړم د مياشتې په 28 مه د يو شمېر بهرنيو ميلمنو په گډون د لوړى مراسم تر سره كړي. كېدلاى شى چې د لوړى د مراسمو د ترسره كولو وروسته په حامد كرزى د نړيوالى ټولنى فشار لا زيات شي. حامد كرزى ته په كار ده چې د ټولو كورنيو او بهرنيو فشارونو په وړاندى په پوره هوښيارۍ سره ځواب ووايي. له حامد كرزى څخه د نړيوالى ټولنى، آمريكا او ناټو غوښتنې په ځاى او د افغانستان د خلكو غوښتنې دي. له بلى خوا، د نړيوالى ټولنى شتون دا ايجا بوى چې حامد كرزى د نوى حكومت په جوړولو او د ادارى فساد په مخنيوى كى د نړيوال ټولنى سره سم كار وكړى او ځانته داسى يو كارى ټيم جوړ كړي چې د افغانستان د خلكو د هيلو سره سم دنړيوال ټولنى په مرسته د خپلو ټولو مخالفينو سره د روغې جوړې خبرى وكړي. حامد كرزى ته په كار ده، چې په افغانستان كې د ښكېلو هېوادونو بيل بيل نظرونه د افغانستان د ملى گټو د تامين په خاطر سره يو كړي او دهغوى د نظر له يووالى څخه پوره گټه واخلى. په هغه څه كې چې د افغانستان د خلكو خبر وي كرزى بايد د هغى په سرته رسولو كې ځنډونه كړي. كرزى بايد د خپل نوى حكومت په دوره كې د افغانستان د خلكو له پاره لا ز يات دوستان پيدا كړي، نه دا چې دښمنان. حامد كرزى پايد په دې يوه شى چې دده او د ټولو افغانانو برې د افغانستان د پوځونو په پياوړتيا كى نغښتى دى. د ملى اردو او ملى پوليسو په پياوړتيا سره كېديلاى شى چې په افغانستان كې بهرنى ځواكونه په ډاډه زړه د سولې او ورورۍ په فضا كې له افغانستان څخه ووځى او افغانان د خپل هېواد مسووليت په خپله واخلي.
برگرفته از هشت صبح