اخبار و گزارشات

د هوټل له مزدوری، دکندهارتر پاچاهۍ

wali_karzai

 

احمدولی کرزی اتلس کاله وړاندې په امریکا کې د خپلې کورنۍ پورې اړوند په یوه افغان رستورانت کې پېرونکو ته د اشک او دوپیازې خدمات وړاندې کول. رستورانت د شیکاگو د ریگلی ویل ولسوالی پر شمالی سړک هالسټیډ موقعیت درلود. د افغان ولسمشر حامد کرزی په صورت تیار، خو ونه ټیټ، دغه ناسکه ورور اوس ۴٩ کلن او د افغانستان په جنوب کې تر ټولو ځواکمن چارواکى دى. په حقیقت کې د کندهار پاچا نن ورځ هلته یوه پټه سیاسی او سوداگریزه امپراتوری جوړه کړې ده، چې هره اداره او مشر د ده تر واک لاندې دی.

د خپل ورور د حکومت، جنگسالارانو او نشیی توکو له کاروباریانو سره د تړاو له امله نوموړى اوس په سیمه کې تر ټولو لوى او زورور دلال دى.

ویل کیږی چې هغه په کندهار کې له مخابراتی، امنیتی او ترانسپورتی معاملاتو نه ډیرې روا او ناروا گټې ترلاسه کوی. احمدولی کرزى له خپل واک نه په گټې اخیستو د نشیی توکو له قاچاق وړونکو سره پر مرسته تورن دى او دا تور هم پرې لگېدلى، چې د تیرکال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې د خپل ورور سیاسی مخالفان وویرول او د هغه په گټه یې له جعلی رایو نه صندقونه ډک کړل.

د دې میاشتې په سر کې د کندهار یوه پوځی چارواکی په خپل راپور کې پر احمدولی کرزی تور پوری کړ، چې د هغو غاصبانو ملاتړ کوی، کومو چې د کندهار ښار په شاوخوا کې ٣٩٠٠ هکتاره دولتی ځمکه لاندې کړې ده. د دفاع وزارت راپور وایی د احمدولی کرزی یوه نژدې خپلوان په وروستیو کې له غلا شویو دولتی املاکو نه ١۶ ملکیتونه او یوه غټه ټوټه ځمکه چې ٢٩٠ دکانونه او څلور هوټلونه پرې جوړ شوی دی وپلورله. خو خپله احمدولی کرزى دا تورونه ردوی. د نیویارک ټایمز ورځپاڼه ټینگار کوی چې احمدولی کرزى له اتو کالو نه را په دېخوا له امریکایی ځانگړو ځواکونو سره ټینگ اړیکی لری او په کندهار کې د هغوى د مرکزی اډې (د ملامحمدعمر د کور) کرایه هم دى خپل جېب ته اچوی.

د ایشیا سکیورټی په نوم د دوى پر کورنۍ پورې د اړوند شخصی امنیتی شرکت شاوخوا ١٠٠٠٠ ملېشې له سی، آى، اې او امریکایی ځانگړو ځواکونو سره په دې بوخت دی، چې په کندهار کې د طالبانو شکمن پټنځایونه په نښه کړی.

د کرزی یوه بله کورنۍ سوداگری د وطن ریسک منیجمنټ په نوم هغه امنیتی کمپنۍ ده، چې له پاکستان نه افغانستان او له کابل نه کندهار ته د ناټو د تلونکو اکمالاتی کاروانونو امنیت تامینوی.

دې کمپنۍ د کاناډا له دولت سره په ۵٠ میلیونه ډالره یو بل قرارداد هم لاسلیک کړى، چې د کندهار د دهلې د بند پروژې ته امنیت ټینگ کړی.

د کرزی د کورنۍ سوداگرۍ نور مثالونه د افغانستان تر ټولو لوى بانک (کابل بانک)، د بغلان د سمېټو فابریکه او همداشان د کولا (ډبرو سکرو) د کان کیندل او د ټیوټا کمپنۍ سره د یوه انحصاری قرار داد لاسلیکول دی.

د جگړې د مطالعاتو د انستیتوت څېړونکى کارل فورسبرگ وایې کابل هم لکه کندهار، د کورنیو سوداگریو په لیدو به سړى پکې حیران شی، دا ټول کارونه چا ته د پخوانی شاهی رژیم وختونه ور په زړه کوی.

احمدولی کرزى دا تورونه بېځایه گڼی او وایی: (زه یو قومی مشر یم). هغه له ټایم مجلې سره په مرکه کې وویل:(دا زما دنده ده چې څوک مې د کور ور راوټکوی، زه مرسته ورسره وکړم او بس)، خو د اسوشیټیډ پریس له خبریال کیتی گانن سره په مرکه کې نوموړی داسې اعتراف وکړ: (دا افغانستان دى او پر دې هیواد پخوا پاچاهی کېده، د پاچا وروڼه، ورېرونه او زامن ټول ځواکمن کسان وو، دغه حالات به تغیر ومومی، خو نه په یوه شپه).

له څو کلونو راهیسې د ناټو چارواکی په جنوب لویدیځه حوزه کې احمدولی کرزى په حکومتی فساد، د قاچاق وړونکو په ساتنه او د اپینو د انتقال له لارې د خورا ډیرې گټې په ترلاسه کولو تورنوی. د احمدولی کرزی یوازنۍ رسمی دنده په کندهار کې د ولایتی شورا ریاست دى، خو بیا هم دې بې اهمیته مقام هغه ته په سیمه کې د قوت د یوې هستې حیثیت ورکړى دى.

د تیرکال په اگست کې د امریکا د مشرانو جرگې د بهرنیو اړیکو کمیټې په یوه راپور کې احمدولی کرزى د فساد د نمونې په توگه یاد کړ، کوم چې ټول افغان حکومت په لړلى دى. راپور زیاتوی د افغانستان نشیی توکو په ٢٠٠١ کال کې هغه وخت چاودنه وکړه، چې امریکایی ځواکونو پخوانی جنگسالاران او د نشیی توکو قاچاقبران د طالبانو د راپرځولو په خاطر له ځان سره ملگری کړل. د نشیی توکو او فساد له منځه وړل او لوړ پوړی حکومتی چارواکی له یو بل سره د یوه قوی ساختمان په څېر تړلی دی.

د نیویارکر مجلې کالم لیکونکى او پخوانى ژورنالیست سټیف کول وایی: (بهرنی ځواکونه چې هرکله په افغانستان کې د فساد او شخصی گټی وټی د ترلاسه کولو او د یوه موثر حکومت د جوړولو په هکله خبرې کوی، د احمدولی کرزی نوم د نمونې په توگه یادوی، دا ځکه چې نوموړى په جنوبی افغانستان کې د فساد تر ټولو غټ او څرگند سمبول دى).

په کابل کې لږ تر لږه دوو امریکایی سفیرانو له ولسمشر کرزی نه هیله کړې وه، چې خپل ورور له کندهاره لیری کړی او که امکان ولری په بهر کې کومه سفارتی دنده ورکړی. خو حامد کرزى وایی پر احمدولی د فساد او قاچاق لگېدلې تورونه د هغه د سیاسی دښمنانو تبلیغات دی، چې هیڅ حقیقت نه لری.

خو د ځان په گټه د افغانستان د دې استعمالوونکی په کړنو اوس امریکایان هم پوهېدلی دی او هغوى ته یې دا ډار پیدا کړى، چې ښایی دغه کس په کندهار کې د دوى عملیاتو ته هم خنډ شی. بلې خوا ته د ناټو د استخباراتی چارو مشر تورن جنرال مایکل فلېن خبریالانو ته وویل: (د دې ستونزې یوازنۍ لاره دا ده، چې هغه (احمدولی کرزى) له زوره واچوو.

 

______

یادونه:

دا مطلب له لاندی رسنی را اخیستل شوی دی


نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا