اخبار و گزارشات

ولسی جرګه: د حکومت د اعمالو د څارنې لپاره باید یو کمیسیون جوړ شی

qanoni3

ولسی جرګى په تېرو څو کلونو کې، ډېره هڅه وکړه، چې د حکومت د اعمالو د څارلو لپاره، د جرګې په چوکاټ کې یوځانګړى کمیسیون ولری،
خو تراوسه په دې کار نه ده توانیدلې.

د جرګې غړو د چهارشنبى په ورځ یو ځل بیا هم پر دې موضوع بحث وکړ او پرېکړه یې وکړه، چې په نږدې راتلونکی کې باید یوه طرح ترتیب او د حکومت د اعمالو د څارنی په نوم یو ځانګړى کمیسیون جوړکړی.

په دې هکله د جرګې رییس محمد یونس قانونی وویل:

“څارنه یوه دوامداره عملیه ده، چې د شورا له پیل څخه ترپاى پورې باید د مربوطو کمیسیونونو له خوا ترسره شی، موږ تراوسه د وزارتونو د چارو څارلو ته پروګرامونه لرل، خو بیاهم یوشمېر څارل کېږی او ځینې یې پاتې شوی دی.

وروسته له دې باید داسې پروګرام جوړشی، چې د ارګانونو چارې، د یوه منظم پلان سره سم، وڅېړل شی او په همدې توګه پرمخ ولاړ شو.”

ښاغلی قانونی په تېرو کلونو کې، د جرګى د اداری هیات فعالیتونه وستایل او ویې ویل، چې د جرګې اوسنیو کمیسیونونو د اداری هیات د پلان سره سم د ګڼ شمېر وزارتونو فعالیتونه، پروژې او پروګرامونه څارلی او یو شمېر وزیران یې استجواب کړی هم دی، چې ښې نیتجې یې ورکړی دی.

ده دا هم وویل، د دغو څارنو په بهیر کې یولړ ستونزې او نیمګرتیاوې هم وی او په کارده، چې په راتلونکی کې تکرارنه شی.

د جرګې غړې شکریې بارکزى وویل، د نوی حکومت له جوړېدو سره باید په ولسی جرګه کې دغه ستونزه نوره پاتې نه شی:

“تراوسه پورې موږ داسې یوکمیسیون نه لرو، چې د حکومت اعمال وڅاری، چې دا یوه لویه نیمګړتیاده او که چېرې د حکومت کوم عمل څارل شوى هم دی، بېرته یې پوښتنه نه ده شوې.

د نوی حکومت له جوړېدو سره باید د شورا او حکومت ترمینځ اړیکې زیاتې شی، ترڅو ستونزو ته په وخت تدابیر ونیول شی.”

ولسی جرګه په داسې حال کې د حکومت د اعمالو د څارنې لپاره د یوه ځانګړی کمیسیون په جوړېدو تاکیدکوی، چې په تازه شپو ورځو کې حکومت هم پرېکړه کړې ده، د دولت په چوکاټ کې داسې یو ارګان فعال کړې، چې د فساد، رشوت او لویو جرمونو په وړاندې مبازره وکړی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا