د سولې ملي مشورتي جرګه؛ ناندريز پيل او ناڅرګند پاي
سوله د بشر يو له بنسټيزو حقوقو څخه ده، سوله د هېوادونو پرمختګ تضمينوي، هغه هېوادونه چې الله تعالي پرې سوله لورولې له هوسا او ارام ژوند څخه برخمن دې او له دې سره سره په نړۍ واکمنې هم ددوي ده، څه چې دوي ښه گڼې نورو ته هم ښه بريښې او څه چې دوي بد ګڼې نوروته ناوړه ښکارې، ددغه ډول ملتونو شمير خورا ډير دي او ددوي سوکالې هم نوروته رڼه (واضح) ده.
له دري لسيزو زياته موده وشوه چې افغانان د سولې له نعمت څخه بې برخې دې. کله چې د ١٣٥٧ل کال د غوايې په اوومه نيټه کمونستانو په شهيد داوود خان کرغيړنه کودتا وکړه، له هغې راهيسې افغانانو سره سولې مخه ښه کړې. د بيلا بيلو لاملونو له کبله افغانانو د هغه مهال له رژيمونو په ضد ټوپک ته لاس کړ، تر دې چې پخوانې شوروي اتحاد يرغل وکړ. کابو ټول ولس د هغه ناتار په وړاندې په ميړانه ودريدتر څو چې د بې شميره کړاوونو له زغملو وروسته يې شوروي هم د نورو په څير له ماتې سره مخ کړ، نه يواځې خپل وطن، بلکه سيمه يې د شوروي د پراختيا له ويرې او نړۍ يې د سړې جګړې له خپسکې څخه وژغورله.
د طن له آزادۍ څخه وروسته ټولو داسې انګېرله چې نور به تلپاتي سوله راشې، ځکه نور نو جګړې ته اړتيا نه وه، وطن آزاد ؤ، خپلواک ؤ. خو له بده مرغه چې دا ځل ځينې پخوانۍ جهادي ډلې په خپلو کې سره ونښتې، کابل يې د بې ګناه انسانانو په وينو ولاړه او په پايله کې اباد کابل په کنډواله بل شو. دا ولې؟ بيا نو جګړې ته څه اړتيا وه؟ دا جګړه د واک پر سر وه، ځان غوښتنه وه، اسلام، جهاد، وطن، ولس هر څه هېر شول. د ښکيلو لوريو يواځينۍ هيله واک ته رسيدل ؤ او بس.
د جګړه مارو ډلو د جګړو اور لا نه ؤ مړ چې طالبان را پورته شول، په کال ١٣٧٥ل د تلې په پنځمه نيټه پر کابل واکمن شول، جګړه لا هم روانه وه، يوه لورې هم د سولې لپاره د زړه له کومې هڅې و نکړې، جګړه د هېواد په شمالې برخو کې تر پنځو کلونو پورې وغزيده، تر دې چې متحده جبهه له امريکايانو سره ملګرې شوه، طالبان يې مات کړل او پر هېواد بيا واکمن شول.
د حامد کرزي حکومت او د سولې هڅې
کله چې په ( ٧/اکتوبر/٢٠٠١ز، ١٥/تله/١٣٨٠ل) نيټه امريکايي ځواکونه د متحدې جبهي په ملتيا د طالبانو حکومت نسکور کړ، پخوانې ولسمشر استاد رباني يوځل بيا د واک پر ګدۍ کښيناست. د رباني دوه مياشتي لا نه وې تيرې چې د جرمنې د بن په ښار کې د افغانستان په اړه يو نړيوال کنفرانس جوړ شو. د بن غونډې ته ګڼ شمير افغان سياسي ګوندونو خپل استازې واستول. د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي غونډې سره خپل مخالفت څرګند کړ. طالبان چې هغه مهال تازه له واکه پرزول شوې ول، کوم څرک يې نه لګيده چا بلنه هم ورنکړه. د بن غونډې ګڼې پريکړې وکړې چې يو له هغو څخه د حامد کرزي په مشرۍ يوې منځمهاله ادارې ته د واک ليږدول ؤ.
په داسې حال کې چې د بن د غونډې ډيرې پريکړې پلي شوي وې، ډيرو افغان شنونکو د بن غونډه ناکامه وبلله. حتي افغانستان ته د ملګرو ملتونو د وخت استازي الاخضر ابراهيمي چې د بن غونډه دده نوښټ ګڼل کيده هم کلونه وروسته د بن کنفرانس د امريکايانو لومړنۍ تيروتنه وبلله. ابراهيمي له گڼو رسنيو سره د بن په غونډه کې د طالبانو او حزب اسلامي په نه بللو پښيمانتيا څرګنده کړه.
د بن د غونډې څخه وروسته چا د سولې او روغې جوړې خبره نه کوله. خو کله چې د حامد کرزي د حکومت د مخالفينو عمليات ورځ تر بلې پراخيدل، بيا حکومت طالبان او نور مخالفين سولې او خبرو اترو ته رابلل. په ځاي ددې چې حکومتي چارواکي د سولې د راتګ لپاره مخالفينو ته شين څراغ ښکاره کړي، د سولې له هر وړانديز سره جوخت خپل شرايط هم يادوې. دوي لومړني شرط دا يادوې چې طالبان بايد خپلې وسلي پر ځمکه کښيږدي، اساسي قانون ومنې او خپل سوله ايز ژوند ته راوګرځې، حکومت به بيا ورسره سوله وکړي.
که چيرې مخالفين پورتنې شرايط ومنې نو بيا خبرو اترو ته څه اړتيا ده؟ دغه ډول مخالفين خو دمګړۍ هم شته، له هغوي سره د مذاکراتو هيڅ اړتيا نشته. که چيرې حکومت د سولې په راتګ کې ريښتيني وې نو ښايې داسې شرايط برابر کړي چې مخالفين په ډاډه زړه راشې او خبرو ته کښيني.
کله چې تير کال حامد کرزي د ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال د ټولټاکنو د ګټلو په موخه هڅې کولې، تر ټولو مهمه ژمنه يې له مخالفينو سره د خبرو اترو د بهير ګړندي کول ؤ، چې په دې ترڅ کې يې د لويې جرګې ژمنه کوله. د ټولټاکنو د لانجمنو پايلو څخه وروسته حامد کرزي بريالي وګڼل شو.
څه موده وړاندې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي له لورې يو پنځه کسيز هيئت کابل ته د ژغورني د ملي ميثاق تر سرليک لاندې له ١٤ توکيزې طرحي سره ورسيد. د هيئت مشر قطب الدين هلال له ولسمشر حامد کرزي، د ولسې جرګې له مشر يونس قانوني، پخوانيو جهادي مشرانو او نورو کورنيو او بهرنيو چاروکو سره وکتل. حکومت د طرحي په ځواب کې وويل چې دوي (چارواکې) به د طرحي په اړه غور وکړې او وروسته به خپل دريځ څرګند کړې. دادي کابو دوه مياشتې تيريږي حکومت لا د يادي شوي طرحي په اړه کوم غبرګون نه دي ښودلي.
د سولې ملي مشورتي جرګه
لکه څرنګه چې مخکې يادونه وشوه د سولې ملي مشورتي جرګه د حامد کرزي د ټاکنيز کمپاين ژمنه وه. په دې بنسټ حکومت تر ياد شوې سرليک لاندي د پوهني وزير ډاکټر فاروق وردګ په مشرۍ يو کميسيون جوړ کړ تر څو د جرګې لپاره لازم تيارۍ ونيسې. وردګ د جرګې د ترسره کيدو لومړنۍ نيټه د ثور د مساشتې ١٢مه وښوده. امريکا ته د ولسمشر کرزي د سفر له کبله جرګه وځنډيده، د درېيم ځل لپاره بياهم د نه تيارې په پلمه جرګه د جون د مياشتي تر دويمې نيټې پورې وځنډيده.
له بل لورې په جرګه کې هم طالبان او هم حزب اسلامي خپل هر ډول ګډون په کلکه ردوې. له يو خوا جرګې جوړيږې او له بلې خوا د کندهار د عملياتو خبر ورکول کيږې. د حکومت مخالفين څه ډول جرګې کې ګډون ته زړه ښه کړې؟ په ټولييز ډول د حکومت له لورې مخالفينو ته هيڅ ډول شين څراغ نه دي ښودل شوي تر څو په جرګه کې ګډون ته وهڅول شې. وسله وال مخالفين لا پر خپل ځاي، په کابل کې دننه د ملي جبهي تر نامه لاندي اپوزيسيون هم په جرګه کې خپل ګډون رد کړي، د جبهي وياند فاضل سانچارکې په کابل کې خبريالانو ته وويل چې “له بده مرغه چې ډیري فعالو سیاسی گوندونو او اغېزمنو سیاسی ډلو ته د گډون بلنه نده ورکړل شوي او اکثره کسان به د دولتی چارواکو په پیژندگولۍ جرگه کې گډون وکړي”. د يوولسو پاتي وزيرانو په نه معرفي کولو د ولسې جرګې ځېنې غړې هم له اجرايه ارګان سره همغږي نه دې او تمه نه کيږې چې د ولسې جرګې ډيرې غړې به ګډون وکړې.
پورتنيو لانجو او ناندريو ته په کتو سره تمه نه کيږي چې د سولې مشورتي جرګه دې کومه د پام وړ لاسته راوړنه ولري، نه يواځې دا چې مخالفين په کې ګډون نه کوي بلکه پخپله په حکومتي جوړښت کې ډيرې ستونزې شته چې د جرګې ارزښت ته يې د پام وړ زيان رسولي دي. په دې اساس وييلي شو چې دا جرګه به هم د گڼو نورو غونډو په څير د افغانانو درد دوا نکړي.