خبر و دیدگاه

طالبان د نظامی ناکامۍ په درشل کې

 

طالبانو په هلمند او لغمان ولایت کې خپل وروستی زور و ازمایی او له نورو ولایتونو یې ډلې ډلې جاهله وسله وال یو ولایت کې راټول کړل چې سقوط یې کړی، خو و نه توانیدل او له درنې مرګ ژوبلې سره بیرته وتیښتیدل.

تاسو به د هلمند او لغمان ولایتونو جګړو کې د طالبانو د جسدونو تصویرونه لیدلی وی چې څومره ډیر کسان یې د ولایتونو د سقوط لپاره راوړی و او څومره جسدونه یې تر شا پریښودل او وتښتیدل.

هغه عکسونه چې د هلمند او لغمان د جګړو له ډګره خپاره شوی، هر ځای د طالبانو د جسدونو امبارونه پراته دی، خو دا چې دا عکسونه په خواله رسنیو کې د خلکو د ډار سبب ګرځی، ملی دفاع وزارت نه دی خپاره کړی.

ځینې وخت د فیسبوک اداره اجازه نه ورکوی چې په وینو لړلی او ډیر دردوونکی عکسونه خپاره شی.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې اوږدې جګړې یواځې خلکو کې ویره خپره کړه، د طالبانو له جګړې زیات شمېر خلک بې ځایه شول، طالبانو د خلکو کورونه د سنګر په توګه وکارول، ملکی خلک یې شهیدان او ټپیان کړل، د خلکو کورونه یې لوټ کړل، خلک یې سرګردانه کړل، وروستۍ نتیجه دا شوه چې دوی هم پسې وتښتیدل.

د هلمند له جګړې وروسته د طالبانو تمرکز پر لغمان ولایت شو، چې الینګار، الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې یې جګړې پیل کړې، د لغمان مرکز معترلام ته یې مخه کړه او خلک وډار شول چې ګنې مرکز سقوط کوی.

خو طالبان خبر نه و چې داسې دام ورته ایښودل شوی چې یو کس به یې هم ژوندی ترې نه وځی، هو، ځینې پوستې د سیمه ییزو پولیسو پریښودل شوې وې چې طالبان یې مخکې تګ باندې زړه ور کړل، خو کله چې دام ته ورسیدل، بیا د طالبانو لار ورکه وه چې چرته پټ شی او چرته وتښتی.

تاسو به د لغمان د والی په فیسبوک لیدلی وی چې لغمان کې د طالبانو څومره جسدونه پراته و او ملګری یې ترې تښتیدلی و.

طالبان په کاذبه فتحه نازیږی، خو که چې افغان کمانډو او ځانګړو ځواکونو سره مخ شی، بیا ورته د مقابل لوری د قوت درک لګیږی.

طالبان یوه لس کسیزه پوسته په دوه سوه کسانو باندې ونیسی، فکر کوی چې بس ټول افغانستان به همداسې ونیسی او بیا به دوی واکمن شی، خو خبر نه دی چې افغانان اوس د ځانګړو او کمانډو ځواکونو لیواګانې او قول اردوګانې لری چې یو کمانډو د لس طالبانو ځواب وایی.

طالبانو ته د هلمند او لغمان جګړو کې خپل زور او د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو زور مالوم شو، دا ښه وشول، ځکه طالبان په دې باور دی چې که بهرنی ځواکونه ووځی، دوی به ټول ولایتونه ونیسی، خو اوس چې طالبان ډاډه دی چې له افغان ځواکونو سره بهرنیان نشته، خو بیا یې هم هلمند او لغمان ولایت کې ماتې وخوړه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا