خبر و دیدگاه

د نوی کال هیلې

راځئ چې نوی کال په ورورولۍ او د یوې تلپاتې سولې په راوستلو سره پیل کړو!

   له هر څه د مخه خپلو متدینو او میړنیو خلکو ته د زړه له کومې  د(۱۴۰۰)  لمریز کال مبارکې وایو او د خدای “ج” څخه هیله لرو چې د دغه کال  لما نځنه زموږ د ځوریدلی ولس د دردونو او ناخوالو د ژغورنی او خلاصون سبب وګرځی او ولس ته دا توفیق ور په برخه شی ترڅو د سولی ، ملی یووالی او د هېواد سمسورتیا په لوری رغنده ګامونه واخلو او د خدای “ج”  رضایت اوخوښی ترلاسه کړو .

 څرګنده ده چې په موسمونو کې تر ټولو ښکلی او په زړه پورې موسم پسرلی دی چې ځان سره نوې هیلې، امیدونه او بدلونونه راوړی، پسرلی د کار و کسب، ښکلا، ځلا، ګل او بلبل سره تړلی موسم دی. پسرلی دی چې خلک د آبادۍ، سوکالۍ، کار او ژوند په لور وربولی،د نوی کال او نوی ژوند د پیل کېدو زیری راوړی، د پسرلی راتلو ته هر څوک هوسېږی او خوشالېږی، د ژمی سړې او اوږدې شپې تېرې شی، خلک له بندو خونو د باندې تازه هوا کې د خوښۍ ساه واخلی، د مرغانو د اوازونو او د ګلونو د نندارو خوند اخلی. ونې بوټی او چمنونه زرغون شی، هر چېرې د طبیعت ښکلا او ځلا تر سترګو کېږی،  لوی او مهربان الله تعالی پر خپلو بندګانو څومره نعمتونه او ښکلاګانې لورولی دی خو له بده مرغه چې ځینې سر زوری او ناپوهه خلک بیا د خدای(ج) د نعمتونو ناشکری کوی او په لوی لاس دغه ښایستونه بدرنګوی، پر ځمکه فساد خوروی او د الله تعالی بنده ګان د پردیو په دستور او د هغوی د ناوړو موخو لپاره پرته له کوم جرم او ګنا څخه وژنی  او زمونږ مظلومې او متدینی کورنی په ویر او غم کې کښینوی، نو په دې هیله څنګه چې په دښتو او غرونو کې ښکلی ګلان زرغونېږی، الله تعالی دې زمونږ په هیواد  کې هم د سولې او امن ګلان وغوړوی چې د کلونو راهیسې یې په تمه یوو.

همدا راز د دولت دوسله والو مخالفینو څخه هم غواړو ترڅو  دافغانستان د اسلامی دولت د سولی ارزښتناکه اوټول منلی  کلمی ته لبیک ووایې او د دغه طلایې فرصت (آشتی ملی) څخه ګټه واخلی او د افغانستان د زوریدلی ولس په زخمونو پټۍ ولګوی ځکه چې افغان ولس نور د جنګ، بربادی او ورور وژنی له ناوړه پدیدی څخه کرکه اونفرت لری اوغواړی ترڅو په یوه سولییزه او ډاډمنه فضا کې ژوند وکړی.

نو په کار ده چې د نوی کال په پیل سره د یو سوکاله، آباد او پرمختللی افغانستان او تل پاتی سولې او ثبات د ټینګښت په موخه له خپلو امنیتی ځواکونو پراخ ملاتړ وکړو ترڅو د یو پر مختللی او پیا وړی افغانستان پایښت مو تضمین کړی وی او بل داچې افغانستان دټولو افغانان ګډ کور دی اوساتنه یې هم دهر افغان اسلامی او دینی وجیبه ده .

  دیو پیاوړی، سرلوړې او با ثباته افغانستان په هېل

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا