خبر و دیدگاه

طالبان د پاکستان په ټولو لویو ښارونو کې ازاد ګرځی

 

دطالبانو له نوم سره د پاکستان نوم ځکه یادیږی چې پاکستانی پوځ او استخبارات په دې اعتراف کوی چې د خپلو ګټو لپاره طالبانو سره همکاری کوی، بشری قوه ورته برابروی او مالی امکانات ورکوی.

له دې طالبان هم انکار نه شی کولی او نه یې تراوسه انکار کړی دی چې ګنې دوی د پاکستان ملیشې نه دی.

طالبان ځکه د پاکستان له ملاتړ څخه نه شی منکر کیدلی چې پاکستان غواړی په افغانستان کې ځان ښکاره وښیی چې لاسوهنې کوی.

تاسو به تراوسه نه وی لیدلی چې طالبانو د کوم پاکستانی چارواکی د څرګندونو غبرګون کې ویلی وی چې موږ د پاکستان د ګټو لپاره افغانستان کې جګړه نه کوو.

تازه یو ځل بیا پاکستان کې د طالبانو فعالیتونه زیات شوی او دا فعالیتونه لار او سړکونو ته راوتلی دی.

کویټه کې د طالبانو فعالیت هیڅکله نه دی پټ شوی او ډیر کله یې ښکاره غونډې کړی، په موټرو او موټر سایکلونو له بیرغونو سره ګرځی او وسلې ورسره وی.

د پاکستان حکومت هم پر دې ډله کار نه لری، ځکه پاکستان د طالبانو دوه ډوله تعریف کړی دی، ښه او بد طالبان، ښه طالبان هغه دی چې د پاکستان د ګټو لپاره نورو هېوادونو کې جګړه کوی او بد طالبان هغه دی چې د پاکستان پرضد فعالیتونه کوی او هر کله د پاکستان ګټو ته ګواښ وی.

پیښور کې د طالبانو ښکاره فعالیتونه لیدل کیږی او دا ډله له خپلو وسلو او بیرغونو سره بیلابیلو سیمو کې ښکاره ګرځی ، چندې ټولوی، تبلیغات کوی او لکه خپل کور یې چې وی داسې ګرځیدل کوی.

پاکستان د طالبانو فعالیت ته وروسته له هغې ښکاره اجازه ورکړه چې د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته طالبان د جګړې د بشری قوې له سخت کمښت سره مخ شول.

طالبان ځکه د وسله والو له کمښت سره مخ شول چې اوس طالبان هیڅ د جګړې لپاره شرعی دلیل نه لری، هیڅ دا جګړه نه شی توجیه کولی او له همدې کبله ورته ستونزمنه شوې چې ځوانان د جګړې لپاره جذب کړی.

پاکستان استخباراتو طالبانو ته ډاډ ورکړی چې یو شمېر مدرسې به واک کې ورکړی چې هلته پراخ تبلیغ وکړی او ځوانان د جګړو لپاره جذب کړی.

تر دې وړاندې هم د طالبانو وسله وال د پاکستان له مدرسو جذب کیدل، خو طالبان ورپسې نه سرګردانه کیدل، اوس طالبان په وسله والو پسې سخت سرګردانه ګرځی او هڅه کوی چې هر څه ژر خپلو لیکو ته کسان جذب کړی.

په دې برخه کې د پاکستان استخباراتو ورسره ژمنه کړې چې استخباراتی د مدرسو استادان به همکار شی چې خپل زده کوونکی افغانستان ته د جګړې لپاره ولیږی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا