خبر و دیدگاه

کوم کسان محصلین وژنی؟

 

طالبانو کلونه زرګونه محصلین د جاسوس او مرتد په نوم شهیدان کړل او مسوولیت یې واخیست، نن یې چې د کابل پوهنتون باندې برید وکړ او لسګونه محصلینو ته یې مرګ ژوبله واړوله، مسوولیت یې نه اخلی.

طالب په دې ډول بریدونو باندې افتخار کړی او کوی یې، خو مسوولیت دې ورځو کې ځکه نه اخلی چې نړیوالو سره یې ځینې ژمنی کړی دی.

تاسو لیدلی چې ځانمرګی څوک روزی او څوک یې لری، تاسو د طالبانو ارشیف ته سر ښکاره کړئ چې هره میاشت د ځانمرګو د روزل شویو کسانو ویډیوګانې خپروې او په ویاړ یې نشر کوی.

تاوتریخوالی لامل څوک دی؟.

په افغانستان کې د جګړې د دوام لامل څوک دی؟

په افغانستان کې د جګړې لپاره پلمې او فتوا څوک لټوی.

په افغانانو باندې د مرګ فتوا چا ورکړې او څوک ورته جاسوسان وایی.

په افغانستان کې وینې تویدنې باندې څوک تجارت کوی؟

ښکاره ده چې طالبان دا هر څه کوی او بیا ځینو بریدونو باندې د مجبوریت له مخې چوپ پاتې کیږی.

طالبان د پاکستان د استخباراتو د لاس الې دی او هر کله چې وغواړی د خپلو ګټو لپاره یې کارولی شی.

تاسو به وګورئ چې د دې برید تر پلټنو وروسته به مالومه شی چې دا برید هم د پاکستان استخباراتو ډیزاین کړی او پر طالبانو یې تطبیق کړی دی.

ایا دا انسانیت دی چې دکابل پوهنتون باندې برید وشی او محصلین پکې شهیدان شی؟

ایا دا انسانیت و چې نن هرې خواته محصلین په وینو لمبیدلی پراته و.

دا ښکاره ده چې طالبانو مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې، له افغان ځواکونو سره جګړه نه شی کولی، نو ځکه دا ډول بریدونه کوی.

دا هم ښکاره ده چې طالبان غواړی په دې ډول تاوتریخوالی سره پر افغان حکومت فشار راوړی چې د سولې خبرو کې یې ټولې غوښتنې ومنی.

طالبان به هیڅکله په وینه تویدنه باندې پر افغانانو هغه څه و نه منی چې پردۍ اجنډا وی.

طالب د جګړې لپاره راپورته شوې پروژه ده او هیڅکله پر سوله، انسانیت او اسلامیت باندې باور نه لری.

طالب هر هغه کار کوی چې د پردیو ګټې پکې وی، ولو که هر ډول انسانی او اسلامی ارزښتونو او کړنو خلاف وی.

طالب لکه څنګه چې ذلیل شوی او رټل شوی دی، په دې ډول بریدونو سره به لا ډیر ذلیل شی او هیڅکله به په دې ډول بریدونو باندې موخې ته و نه رسیږی

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا