خبر و دیدگاه

مولوی عبدالحکیم څنګه تر رهبرۍ ورسید

 

مولوی عبدالحکیم چې تازه د طالبانو د قطر دفتر د مذاکراتی ټیم مشر شوی دی، د طالب مشرانو خوښه ورسره نه وه چې هغه دې مشری وکړی.

خو د طالب مشرانو ځینې مجبوریتونه و چې مولوی عبدالحکیم یې د مذاکراتی ټیم تر مشرۍ رسولی دی.

مولوی عبدالحکیم له ډیرې مودې راهیسې په دې لټه کې و چې څنګه ځان د قطر دفتر رهبری غړی کړی او بیا د مذاکراتی ټیم مشری واخلی، خو ملا برادر نه غوښتل چې هغه دې دومره واک او صلاحیت ترلاسه کړی.

ولې ملا برادر د مولوی حکیم مخالف دی؟

شیخ عبدالحکیم د طالبانو د هلمند د شورا مشر و، سویلی حوزه کې به چې د جګړې، نشه یی توکو، عشر، زکات او استخباراتی پیسې څومره لاس ته ورتللې، د کویټې شورا ته به یې لیږلې، خو بیا یې دا پیسې په دې شورا بندې کړې او ځینې غوښتنې یې درلودلې.

یوه غوښتنه همدا وه چې مولوی عبدالحکیم باید د مذاکراتی ټیم مشری وکړی.

دغه راز شیخ حکیم له ملا برادر څخه د هغو ۱۰۰ میلیونه امریکایی ډالرو حساب غوښته چې قطر کې امریکا ورته سپارلې وې.

دا پیسې تراوسه مالومې نه دی چې ملا برادر څه کړی دی، خو مولوی عبدالحکیم د دې سپیناوی په بدل کې د مذاکراتی ټیم مشرۍ ته ورسید.

مولوی عبدالحکیم خو د مذاکراتی ټیم مشرۍ ته ورسید، خو د طالبانو سیاسی دفتر تمه لری چې هغه به څو پړاوه خبرې مخ ته یوسی او بیا به بل کس دا پروسه مخ ته وړی.

خو مولوی حکیم ټینګار لری چې د بین الافغانی خبرو پروسه به د دې په مشرۍ ترپایه مخکې ځی ، تر څو چې یوه پایله ورکړی.

که مولوی عبدالحکیم دا پروسه تر اخر مخ ته یوسی، بیا ملا برادر او عباس ستانکزی اندیښنه لری چې د دوی رول څه شو او ټول امتیاز او کریډیټ به مولوی حکیم واخلی.

مولوی حکیم یوه ځانګړنه دا ده چې هغه سویلی حوزه کې پراخ نفوذ لری او د همدې نفوذ څخه په ګټنې د طالبانو مشران مجبور شوی چې هغه د مذاکراتو پروسې مشر وټاکی.

اوس به ولیدل شی چې مولوی حکیم به دا پروسه څنګه مدیریت کړی، خو ملا برادر او عباس ستانکزی په دې اړه جدی ملاحظات لری او غږ نه شی کولی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا