خبر و دیدگاه

په جګړه کې دطالبانو شخصی ګټې او عام ولس تاوان

 

هره ورځ خلک غونډې کوی، لاریونونه کوی، اعتراضونه لری چې د سولې خبرو تر پیل دې تاوتریخوالی کم شی، تر څو رامنځ ته شوی فرصت له منځه لاړ نه شی.

خو طالبان د دې پر ځای چې د خلکو غږ واوری، مشکل درک کړی، وینه ودروی، تاوتریخوالی یې زیات کړی او درګرده لوی بریدونه کوی.

د تاوتریخوالی د کمولو غوښتنه د دې لپاره ده چې طالبان دې د ډله ییزو وژنو بریدونه ودروی، لوی موټر دې له باردو نه ډکوی، ځکه د هر موټر بم برید ملکیان قربانیان دی چې مالی او ځانی زیانونه ورته اوړی.

که طالبان د افغان ځواکونو هر مرکز باندې موټر بم برید کوی، شاوخوا خلک ورسره زیانمن کیږی، نو له همدې کبله ټینګار دا دی چې نباید ستر بریدونه وشی.

که طالبانو په تاوتریخوالی ګټلی، نو تیرو کلونو کې به یې یوه لاس ته راوړنه خو درلودلی، یواځې دا چې زیات خلک یې ووژل، زیات یې بې کوره کړل، زیات یې معلول کړل او زیات نور در په دره کړل.

تاسو ولیدل چې د سه شنبې ورځ سهار یې پکتیا ولایت کې د عامه نظم ساتنې پولیسو یو مرکز باندې موټر بم برید وکړ چې ملکی وګړی پکې هم زیانمن شوی و.

طالبان خو موټر له چاودیدونکو توکو ډک کړی، نور یې کیسه کې نه دی چې د چا خونه به پرې ورانیږی او څومره وینې به پرې توی کیږی.

طالبان په دې ډول بریدونو سره یواځې د هغو هېوادونو حق ادا کوی چې طالبانو ته پیسې او امکانات ورکوی، تر دې هاخوا طالبان هیڅ لاس ته راوړنه له دې بریدونو نه شی درلودلی.

دا چې خلک د سترو بریدونو د بندیدو او تاوتریخوالی د کمیدو غوښتنه لری، دا له دې کبله چې که طالبان لږ په خلکو زړه وسوځوی او نور له وینې تویدنې راوګرځوی.

طالبان په مخامخ جګړه کې هیڅ نه شی کولی، له مرګ ژوبلې سره مل هر برید یې ناکام وی، یواځینی موټر بم برید دی چې د عامو خلکو په سیمو کې یا امنیتی مرکز ته نږدې سیمه کې ورته چاودنه کوی او نسل وژنې پرې کوی.

طالبان په مخامخ جګړه کې مقابل لوری او ملکی وګړو ته تلفات نه شی اړولی، یواځینی د سړک غاړې ماین چاودنې او موټر بم بریدونه دی چې طالبان پرې بریالی کیږی او ډیر کسان شهیدانوی او ټپیان کوی.

له همدې کبله خلک غواړی چې ماین چاودنې او ستر بریدونه چې ملکی وګړی یې قربانی دی، باید بند شی او د دې پر ځای سوله باندې تمرکز وشی.

اوس چې تر بل هر وخت دواړه لوری سولې ته نږدې شوی، طالبان هڅه کوی چې خپل باردو او ځآنمرګی ختم کړی چې بیا به یې پکار را نه شی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا