خبر و دیدگاه

د طالبانو پروړاندې د امریکا چوپتیا ماته شوه

 

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی په یو ټویټ کې لیکلی چې د سولې مذاکراتو پروسه د بندیانو پروسې د ځنډ او د طالبانو له لوری د تاوتریخوالی له  کبله ټکنۍ ده.

خلیلزاد خوښی ښودلې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې تراوسه هیڅ بهرنی سرتیری نه دی وژل شوی، خو په د تاوتریخوالی په زیاتیدو یې اندیښنه ښودلې ده.

طالبانو له امریکا سره هوکړه کې ژمنه کړې وه چې تاوتریخوالی به کموی، خو اوس ټول ګوری چې تاوتریخوالی تر بل هر وخت زیات شوی دی.

هغه برید چې په سمنګانو کې یې له پنځوس زیات ملکی وګړی شهیدان او ټپیآن کړل، مسوولیت یې طالبانو منلی دی.

طالبان خپل پوره کوشش کوی چې لوی بریدونه وکړی، ځکه  دا ډله هیڅ ډول سولې ته ژمن نه ده او وروستی هڅه کوی چې لوی بریدونه وکړی خو افغان امنیتی اودفاعی ځواکونو یې مخه نیولې ده.

طالبان ډیر کله پر افغانانو احسان کوی چې ګنې طالبان ورباندې بریدونه نه کوی او له وژلو یې ورته لاس اخیستی، خو داسې نه ده، طالبان د وینو تږی دی او هر ځای یې چې لاس بر شی، هملته برید کوی او وینه تویوی.

تراوسه امریکایی چارواکو له طالبانو مننه کوله او رضایت یې ښوده چې طالبانو تاوتریخوالی کم کړی دی.

د امریکا لپاره ځکه تاوتریخوالی افغانستان کې کم شوی چې طالبان پر امریکایی ځواکونو بریدونه نه کوی.

نور خو طالبانو خپل بریدونه او جګړه څو چنده زیاته کړې ده.

تاسو به د بشر حقونو کمېسیون وروستی راپور لوستی وی چې د طالبانو د جګړې له کبله شاوخوا ۳۰۰۰ ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د بشر حقونو کمېسیون راپور ښیی چې په تیرو شپږ میاشتو کې ۱۲۱۳ ملکی وګړی چې ښځې او ماشومان پکې شامل دی، شهیدان شوی او ۱۷۴۴ نور ټپیآن شوی دی.

ایا دا تاوتریخوالی نه دی چې په شپږ میاشتو کې په دومره کچه ملکی وګړی شهیدان شوی او ټپیان شوی دی.

د دې مرګ ژوبلې لویه برخه د طالبانو د هغو ماین چاودنو له کبله ده چې د طالبانو د فعالیت سیمو کې یې چاودنې کړی دی.

طالبانو ډیر کله د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی، خو یو څه چې ښکاره دی، هغه دا چې دا بریدونه طالبانو د وضعیت د خرابولو او سولې خبرو سبوتاژ کولو لپاره کړی دی.

اوس د دې وخت دی چې امریکا له طالبانو سره په شوې هوکړه بیا مرور وکړی، ځکه د تاوتریخوالی کمیدل په دې مانا نه دی چې هیڅ بهرنی سرتیری دې و نه وژل شوی، تاوتریخوالی کمیدل د افغانانو د ژوند خوندیتوب دی.

طالب هیڅکله جګړه درول نه غواړی، دا خو یې لا ۴زره زندانیان خوشئ شوی، که یې ټول هم خوشې شی، دا ډله له جګړې نه راګرځی او باید هیڅ باور پرې و نه شی او سخت وځپل شی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا