خبر و دیدگاه

خونخوار طالب به کله سوله وکړی؟

 

که طالبانو سره هر څومره هوکړه وشی، یا طالبان هر څومره ژمنې وکړی، پر دې ډله هیڅ باور نه شی کیدلی، ځکه د دې ډلې له وینې پرته هیڅ ګوزاره نه کیږی.

طالبان په دې باور دی چې افغانستان کې دې هغه څوک ژوند وکړی چې طالب وی، که طالب نه وی، بل هر څوک دې ووژل شی.

طالب لپاره دا کار اسانه نه دی چې د دوی مخالف ټول عام او خاص خلک ووژنی، که نه یوه ورځ به یې هم ګوزاره نه وی کړی.

د طالب پروړاندې یو قومی ملت او قوی امنیتی او دفاعی ځواکونه ولاړ دی، له همدې کبله هر کله او هر ځای نه شی کولی چې عام خاص خلک ووژنی او له مخې یې لیرې کړی.

تاسو ولیدل چې له هوکړې او ژمنو سره سره یې سمنګان ولایت کې د دوشنبې په ورځ د لسګونه کسانو وینې توی کړې.

طالبان د عام وژنی لپاره له داسې وسلو کار اخلی چې شاوخوا سیمې د ویجاړۍ تر څنګ نږدې سیمو کې خلک د باردو او بوی په واسطه وژنی.

طالبان په خپلو بمونو کې داسې کیمیاوی مواد کاروی چې څو کاله وروسته ځایی خلک په ناروغیو اخته کیږی او په تدریجی ډول مړه کیږی.

سمنګان ولایت کې طالبانو د سولې لپاره ټولې هغه ژمنې ماتې کړی چې د تاوتریخوالی د کمولو لپاره یې له امریکا سره کړې وې.

په دې هوکړه کې طالبان مجبور شوی چې تاوتریخوالی به کموی او له افغان حکومت غوښتنه شوې چې د دې په بدل کې به زندانیان ورخوشې کوی او بین الافغانی خبرې به کیږی.

افغان حکومت خپل کار کړی او لا هم پروسه روانه ده، افغان حکومت ښه نیت او اراده د سولې لپاره ښودلې خو طالبانو برعکس جګړه شدیده کړې او تاوتریخوالی او وینه تویدنه یې زیاته کړې ده.

طالبانو دا نه منله چې ګنې تاوتریخوالی دې زیات شوی وی، طالبانو ټول تمرکز د ولسوالیو پر امنیتی پوستو کړی او نږدې هر ورځ د دې جګړې قربانی افغان ځواکونه او ملکی وګړی وی.

طالبانو د تاوتریخوالی د کمیدو طرحه داسې وه چې ښارونو کې بریدونه نه کوی او کلیو او ولسوالیو کې یې کوی، خو دا دی تاسو ولیدل چې سمنګان ولایت کې یې داسې برید وکړ چې لسګونه ملکیان یې قربانی دی.

طالبانو به د دوحې تړون د ژمنتیا لپاره هره ورځ ویل چې دوی په ښارونو کې لوی بریدونه نه کوی، خو دا چې سمنګان کې یې برید وکړ، د دې لپاره به امریکا او ملګری هېوادونه یې څه دلیل ولری؟

طالب په هیڅ صورت سولې ته ژمن نه دی، ځکه دا ډله ټول امتیازات په جګړه اخلی او که جګړه نه وی، طالب څوک په دوه افغانۍ هم نه اخلی.

طالب کې نه ظرفیت شته او نه مدیریت شته، چې یا دا وطن وساتی او یا یو ځآی کنټرول کړی، طالب یواځې دا دی چې ټوپک کې مرمۍ ولری او هر ځای یې چې څوک له پامه بد راشی، له مخې یې لیرې کړی.

دا د طالب ظرفیت دی، دا د طالب هنر دی چې ډیره وینه توی کړی او جګړې ته دوام ورکړی.

طالب باید هر څومره چې کیږی، تر فشار لاندې ونیول شی، هر څومره چې کیږی، باور پرې و نه شی، ځکه دا ډله کرایی قاتلین دی او کرایی قاتل ته چې هر چا ډیرې پسې ورکړې، له منځه یې وړی.

سید عبدالله پاچا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا