د افغانستان د جګړې په اړه د الازهر لوی مفتی او دینی عالم د فتوا په ملاتړ
الحمدلله وصلواه وسلام علی رسول الله وعلی اله وصحبه وسلم
د افغانستان مسلمان اومتدین ولسه :
د افغانستان دعلماؤ متحده شورا چې د هیواد د بیلابیلو قومونو جید اومخورعلما پکښی ګډون لری د خپل اسلامی اوانسانی مسوولیت له مخی د الازهر لوی مفتی او دینی عالم محمد احمدالطیب چې په اسلامی نړۍ کې یو له تر ټولو مستند مفتی دی، د طالبانو لخوایې په افغانستان کې د دینی علماو وژنه او په ځانګړی توګه د وزیر محمد اکبر خان او شیرشاه سورې پر جامع جوماتونو باندې د وروستیو ترهګریزو بریدونو د غندنې ترڅنګ د افغانستان د جګړې په اړه یو ځل بیا هم فتوا صادره کړی ده، چې په یاده فتوا کې ویلی دی:(په افغانستان کې جګړه په بشپړ ډول ورور وژنه او حرامه ده، په ځانګړی ډول اوس چې د طالبانو او د امریکا د حکومت ترمینځ د سولې هوکړه لیک شتون لاسلیک شوی، دا ورور وژنه ده، د افغان حکومت امنیتی او دفاعی ځواکونه په دې جګړه کې بر حقه دی او د دوی قربانیان شهیدان دی، خو طالبان د ناپوهۍ لښکر دی او جایز نه دی او حتی د هغوی د جنازې لمونځ جواز نلری، او په افغانستان کې جګړه مسلمان وژنه او حرامه ده، ټاکل شوې وه چې محمد ایاز نیازی اود اسلامی نړۍ د لوی عالمانو ډله به ډیر ژر د افغانستان د جګړې په اړه لوی اسلامی کنفرانس ولری ، خو طالبانو، د جهالت او وحشت دغه لښکر، ډاکټر نیازی یې په شهادت ورساوه، زه ډاکټر نیازی او مولوی مفلح او د افغانستان د جګړې ټولو قربانیانو ته د خدای تعالی له دربار څخه جنت ته د تللو او طالبانو ته د سمې لارې د پرمخ بیولو دعا کوم).
مفتی محمد احمدالطیب د مصر هېواد هغه سترمفتی ده چې دنوموړی نظریات د نړۍ ټولو مسلمانوته د قدراومنلو وړ دی، چې مخکې یی هم د سعودی شیخ عبدالعزیز او د نړۍ د نورو سترو علماو او مفتیانو تر څنګ یې د بیلابیلو فتواګانو په صادرولوسره د افغانستان جګړه ورور وژنه او حرامه ګڼلی ؤ خو یوځل بیایې دمسلمانانو د ذهنونو د روښانولو په خاطر د طالبانواعمال یې نارواه ، داسلام اوانسانیت ضد عمل وباله .
نو د افغانستان د متحدوعلماؤ شورا د ستر مفتی او دینی عالم محمد احمد الطیب د وروستی فتوا او څرګندونو څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوی او د هېواد له ټولو علماؤ څخه هیله اوغوښتنه کوی ترڅو د ولس د پوهاوی او د خپل ایمانی او انسانی مسوولیت د رفع کولو په خاطر د جوماتونو د منبرونو او ټولنو له لاری د دغی شومی پدیدی “جګړی او ورور وژنی” د غندنی په موخه پراخ تبلیغات ترسره کړی ځکه چې الله “ج” فرمایلِی( من قتل نفساْ بغیرنفس اوفساد فی الارض فکانما قتل الناس جمیعاْ).
ژباړه: څوک چې یو نفس پرته له کوم جرم نه ووژنی،پدې مانا چې د نړۍ ټول وګړی یې وژلی وی.
ومن الله الـــــتوفــــــیـــــق
د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ میاشتی(۱۶) د ۱۴۴۱ قمری کال د ذوالقعده الحرام(۱۴) نیټه.