خبر و دیدگاه

د روانو وژنو مسؤلو څوک دی؟

 

ت ېرو کلونو کې به چې هر ځای کوچنۍ پېښه هم وشوه طالبانو به یې په ډیر ویاړ مسوولیت منه، ان کله کله داسې هم شوی چې طالبانو ښار کې یو کس ترور کړی، د جاسوس نوم یې پرې ایښی او مسوولیت یې ورته منلی دی.

د طالبانو ټویټر به هر څو دقیقو کې په دې اپډیټ و چې فلانۍ سیمه کې یې چاودنه کړې، فلانۍ سیمه کې یې جګړه کړې، فلانې سیمه کې یې هدفی وژنی او فلانۍ سیمه کې یې ځانمرګی برید کړی دی.

دا د څو میاشتو مخکې خبره ده، هغه مهال چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه نه وه لاسلیک شوې، خو کله چې هوکړه لاسلیک شوه او د هوکړې تطبیق یوه ماده د تاوتریخوالی کمول و، طالبانو جګړې دوام پیدا کړ، خو مسوولیت یې نه منی.

تاسو وګورئ، هره ورځ هغو سیمو کې سرتیرو باندې بریدونه کیږی چې طالبان پکې فعالیت لری، خو طالبان یې مسوولیت نه منی، دا بریدونه څوک کوی؟

هره ورځ ملکی وګړو باندې هغو سیمو کې بریدونه کوی چې طالبان پکې فعالیت کوی، ملکی وګړی قربانی کیږی، خو مسوولیت یې طالبان نه منی، دا بریدونه څوک کوی؟

هره ورځ ښارونو او ولسوالیو کې هدفی وژنی کیږی، د دې ډول وژنو مسوولیت به طالبانو منه، خو اوس یې نه منی، دا څوک کوئ؟

جګړه او تاوتریخوالی تر پخوا څو چنده زیات شوی دی، لیرې پرتو سیمو کې پر امنیتی پوستو بریدونه زیات شوی دی، طالبان یې مسوولیت نه منی، دا څوک کوی؟

هو؛ که طالبان د دې ټولو هدفی وژنو، مخامخ بریدونو او ماین چاودنو څخه منکر کیږی، نو بیا دې اعلان وکړی چې د دوی تر فعالیت لاندې سیمو کې نورې ترهګرې ډلې شته چې دا بریدونه کوی.

له دې ښکاری چې که طالبانو سره سوله وشی، نو جګړه پای ته نه رسیږی، طالبان مسوول دی چې د دې ټولو بریدونو ځواب او سپناوی ورکړی چې د دوی تر فعالیت لاندې سیمو کې دا تاوتریخوالی څوک کوی.

د تیرې سه شنبې په ورځ پکتیکا کې طالبان وژل شوی چې د پاکستان تابعیتونه یې درلودل، دا هغو سیمو کې وژل شوی چې طالبان پکې له کلونو راهیسې فعالیت کوی، دا وژل شوی خلک څوک و، ولې دوی پنا ورکړې، ولې دوی مسوولیت نه اخلی.

طالبانو نه جګړه کمه کړې او نه د جګړې د ګراف ټیټولو تکل لری، طالبان کرایی قاتلین دی او هر فصل کې چا څومره پیسې ورکړې، د هم هغوی لپاره هم هغومره قتلونه کوی او وضعیت خرابوی.

طالبانو مجبور دی چې د دې بریدونو مسوولیت و نه منی، ځکه امریکا سره یې هوکړه کړې چې تاوتریخوالی به کموی، خو تاوتریخوالی نه دی کم شوی .

طالبان د اوسنی تاوتریخوالی مسوول ځکه دی چې د دوی تر فعالیت لاندې سیمو کې ټول تاوتریخوالی کیږی، که دا مسوولیت نه منی، بیا دې ومنی چې د دوی قومندانان له نورو بهرنیو شبکو سره مستقیمې اړیکې لری او د دوی تر کنټرول لاندې نه دی.

تاسو به د ملی امنیت شورا راپورونه لوستی وی چې هره اوونۍ یې خپروی، په دې راپورونو کې د تاوتریخوالی ګراف تر پخوا څو چنده لوړ دی، خو طالبان امریکا ته وایی چې دا بریدونه دوی نه کوی، بل څوک یې د سولې خبرو د سبوتاژ کولو لپاره کوی.

له خلکو سره همدا پوښتنه ده چې که نورې ترهګرې ډلې وی چې جګړې ته دوام ورکوی، بیا خو همدا طالبان ښه دی چې د سولې امتیاز خو وا نه خلی، که طالبان د سولې امتیاز واخلی او جګړه دوام پیدا کوی، خلک خو داسې سوله هیڅکله نه غواړی.

سوله د جګړې د پای په مانا ده او چې جګړه پکې پای ته و نه رسیږی، هغه سوله ده .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا