خبر و دیدگاه

اوربند ته سپکاوې ښه نده

افغان ولس چې د څلویښت کلنې تپل شوی جګړی په ترڅ کې د هیواد د مادی او معنوی شتمنیو د له لاسه ورکولو تر څنګ په میلونونو شهیدان ورکړی او ډیرې غمیزی یې زغملی دی نو له هر څه د مخه په هیواد کې د یوې تلپاتې سولې غوښتونکی دی چې د ټول افغان مظلوم او کړیدلی ولس یواځنې هیله او آرمان دی او دې ته سترګی په لاره دی چې څه مهال به د ښکیلو ډلو تر منځ په هیواد کې د سولې دروازې د ولس پر مخ پرانستل شی، دا چې د کوچنې اختر په رارسیدو سره د طالبانو او دولت تر منځ درې ورځنی اوربند اعلان شو او خلکو وکولای شول چې حد اقل په دغو دریو ورځو کې خو پرته له هر ډول تاوتریخوالې څخه په آرامه ساه وباسی او د خپلو عزیزانو غم او درد و نه وینی او ډیر هیله مند شوی دی چې که خدای کول نو په هیواد کې به یوه تلپاتی سوله ټینګښت و مومی.

سر بیره پر دې چې زمونږ هیواد وال د دولت او طالبانو تر منځ د درې ورځنې اوربند څخه ملاتړ کوی بلکې د دولت او طالبانو  لخوأ اختریز درې ورځنی اوربند هیواد ته د تل پاتې سولې لپاره د ستر زیری په سترګه ګوری او تل پاتې سراسری سولې او د افغان ولس د غمیزو د پای ته رسیدلو په لار کې یو بیساری چانس ګڼی.

لکه څنګه چې دری ورځنی اوربند پای ته رسیدلی او تر اوسه هم ځای پر ځای پاتی شوی او د هیڅ لورې څخه پر یو بل کومه حمله او جګړه نده تر سره شوی، نو د جګړی په دواړو غاړو غږ کوو چې د افغان ځوریدلی ولس غږ واوری او دا اوربند همدا رنګه وغزوی تر څو د هیواد غمجن ولس د زړونو هیلې بیا د خاورو سره خاورې نشی.

د افغانستان په جګړه کې د امریکا د متحده ایالاتو او د دوی د ټولو نړیوالو ملاتړو څخه په هم کلکه غوښتنه کوو چې نور دې د بیوځلو افغانانو د وژلو په درولو کې ریښتونی ګامونه واخلی.

ولس د افغانستان په دولت او وسلوالو طالبانو یو ځل بیا غږ کوی چې نور دې په دې مظلوم ملت ورحمیږی او روان اوربند دې وغزوی او خپل منځ کې دې د دوو افغان طرفونو په څیر په صادقانه توګه د ستونځو او شخړې د حل په موخه ګونډه په ګونډه سره کښینې ولې چې یواځې افغانان کولی شی چې خپلې ستونزی په خپله او د خپلو تاریخی دود او دستور سره سم او د یو بل د ژبې په پوهیدلو سره حل کړی.

همدا رنګه افغان ولس د افغانستان اسلامی جمهوری دولت حسن نیت څخه هم ملاتړ او استقبال کوی چې د اوربند پر مهال یې  د طالبانو  د ۱۰۰۰ تنو د بندیانو د خلاصون حکم صادر او د اختر په شپو او ورځو کې د افغان حکومت له زندانونو څخه آزاد شول او له وسلوالو طالبانو څخه مو هم تمه دا ده کوم افغان سرتیری چې له دوی سره بندیان دی د دواړو لوریو د لا ښه اعتماد په موخه دې له خپلو زندانونو څخه آزاد کړی ترڅو په هیواد کې د یوې تلپاتې سولې لپاره لا ښه زمینه برابره شی.

په پای کې یو ځل بیا وایو چې الله پاک دې زموږ زوریدلی ولس نور د روانو غمیزو څخه خلاص کړی تر څو هیوادوال مو د هوسایې او نیکمرغی سا وباسی.

په هیواد کې د یوې تل پاتې سولې په هیله!

سید عبدالله پاچا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا