خبر و دیدگاه

د دوبۍ له تجارته تر بارودی واسکټه

warin_afghanistan

د دوبۍ له تجارته تر بارودی واسکټه، کیسه د کوم هندی فلم کیسه نه ده، او نه یې هیرو او اتل د هالیووډ کومه ډمه ده، او نه د پخوانیو نیاګانو د نه وه نه وه..یو..وه….کومه خیالی کیسه ده، بلکې یوه واقعی د سترګو لیدلې، د یوه مبارک بدن د ټوټه ټوټه کیدلو د داسې یو چا کیسه ده چې ټول افغانان بلکې ټوله نړۍ یې د نیکه پوروړی دی، د هغه نیکه وه چې په افغانستان کې یې د اسلامی نهضت بنسټ کیښود او د خپل تن په مبارکو وینو یې خړوب کړ، چې بیا د همدې نهضت په برکت نړۍ د سرو شوریانو له شر څخه خلاصه شوله، دلته یو ځل په اخلاص سره ټول دا دعا راسره بدرګه کړئ چې یا الله د ژوند تر پایه مو په خپل دین قایم او دایم لرې او د هغو کسانو له پایلې څخه مو وساتې چې د نړې ستر شکست نا پذیر طاغوت شوری اتحاد یې مات کړ، نړۍ یې د هغوى له شره وژغورله خو پخپله د یو بل طاغوت غربی صلیبی استعمار پښو ته ورغورځیدل او د خپلو غیورو هیوادوالو ټول ګټلی افتخارات او ویاړونه یې له خاورو سره خاورې کړل.

د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځی پخوانى رئیس شهید پوهاند استاد غلام محمد نیازى زمونږ په معاصر تاریخ کې د لمر په شان ځلانده او روښانه شخصیت دى، د هغه په هکله چې هر څومرو وویل او ولیکل شی بیا هم نشی کولاى چې د ده پوره حق ادا کړی، راځمه د هغه په لاره تللی لمسی ته یې، قهرمان شهید عبد الله نیازی ته چې نږدې دوه اونۍ وړاندې یې د وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ د توپ په دښته کې د امریکایانو په مرکز فدایی برید وکړ، د برید تفصیلات کولاى شی د اسلامی امارت له ویب پاڼې څخه او همدارنګه د سایت جاویدان په ویب پاڼه کې د (د شهید استاد غلام محمد نیازی لارویانو ته د تسلیت او مبارکۍ پیغام) تر عنوان لاندې لیکنې څخه تر لاسه کړئ.

ګران شهید عبد الله نیازى د استاد محمد نسیم نیازی زوى د غزنی ولایت اصلی اوسیدونکى او د افغان مهاجرو پخوانی پنډغالی د جلوزو کیمپ په هجرت کلی کې را لوى شوى تنکى ځوان وه، د غوره او عالی اخلاقو خاوند وه، له خورا اوچتې کورنۍ اخلاقی تربیې څخه برخمن وه ځکه د یوې مجاهدې او علمی کورنۍ غړى وه، د هجرت کلی د النور په عالی لیسې کې یې زده کړه کړې وه، په کور کې ډیر نازولى وه، اوس مهال د متحده اماراتو په دوبۍ ښار کې په شخصی تجارت بوخت وه.

د نوموړی اتل شهید لخوا سرښندونکى برید کول د ټولو هغو شکونو او شبهاتو لپاره تر ټولو ښه جواب دى کوم چې د اسلام دښمنان یې د فدایی مجاهدینو او سرښندونکو بریدونو په هکله د خلکو په منځ کې خپروی، ځکه نوموړى نه ناداره او نیستمن وه چې د ژوند له ترخو څخه د ځان خلاصولو او یا خپلې کورنۍ ته د اقتصادی ګټو لپاره لکه څنګه چې د اسلام دښمنان یې وایی دا کار کړى وی، نه پخپله ناپوه وه او نه له کومې بې علمه کورنۍ څخه وه چې د ناپوهې له امله د نورو د ګټو لپاره یې خپل ځان قربان کړى وی، او همدارنګه نوموړی ګران شهید کوم بې ځایه احساساتی ځوان هم نه وه چې دده له ښو احساساتو څخه نورو خلکو ناوړه استفاده کړې وی!

اوس سوال دادى چې بیا نو څه شی زمونږ دغه ګران شهید دې ته هڅولى وه چې د دوبۍ آرام هوسا له مزو ډګ ژوند، پوست او نرم موټر پریږدی، د جهاد له کړاوونه ډک ژوند ته راشی او له څلور ټنو بارودو ډک موټر اشترنګ ته کښینی، له خپل خواږه بدن څخه (د شهید ملا داد الله د وینا په اساس) ایټمی بم جوړ کړی او د اسلام په دښمنانو یې ورنازل کړی؟؟؟!

جواب ډیر ساده دى خو د هغه چا لپاره چې په الله ، په رسول الله، په کتاب الله، او د قیامت په ورځې کلک ایمان او عقیده ولری، او لږ تر لږه د خوږ پیغمبر صلى الله علیه وسلم او د هغه د اصحاب کرامو له سیرت او غزواتو څخه څه ناڅه خبر وی.

جواب دادى چې دا د هغه ویښ ضمیر، بادرکه او بادرده وجدان، او د دین او طن په وړاندې د ایمانی او ملی مسؤولیت احساس وه چې هغه ته یې نور د دوبۍ په اسمان څکو بلند منزلو کې د پاتې کیدلو اجازه نه ورکوله!

دا د الله پاک د ښکلو او پراخو جنتونو سره هغه له کنترول او کابو کولو څخه وتلې مینه وه کومې چې د رسول الله په خوا کې عمیر بن وهب ته یې د درې څلورو خرماو د خوړلو اجازه ورنکړه او د سرښندې په میدان یې د شهید عبد الله نیازی په څیر داسې ورګډ کړ چې بیرته راتګ یې نه وه!

دا هغه د براء ابن مالک صحابی په شان دالله د دښمنانو د وژلو او ځپلو جذبه وه چې د یمامې په جنګ یې له دښمنانو څخه ډکې کلا ته په یواځې ځان په پوره سرښندنې سره ورټوپ کړ او د کلا دروازه یې د مجاهدینو په مخ خلاصه کړه!

او همدارنګه دا د الله په لار کې د شهید پوهاند استاد نیازی بهیدلې پاکې وینې وې چې یو ځل بیا د ده د لمسی په رګونو کې په جوش راغلې، او تر هغه یې په آرام پرې نښود تر څو یې چې د خپل نیکه په شان د شهادت عالی مقام تر لاسه کړ او یو ځل بیا یې د خپل نیکه یادونه د خلکو په زړونو کې را تازه کړل.

فدایی عملیات په رښتیا سره چې د اتل شهید ملا داد الله خبره د مجاهدینو ایټمی بمونه دی چې د الله دښمنان یې تر پوزې راوستی، لاره یې ترې ورکه کړې ده، د ژوند له خونده یې محروم کړی دی، ځکه تر اوسه دوى پدې ندی توانیدلی چې د سرښندونکو بریدونو مخه ونیسی، شپه او ورځ لګیا دی دغه راز بریدونو د مخنیوی لپاره پلانونه جوړوی، خو هیڅ ګټوره نتیجه نه ورکوی، په دې لړ کې یې ځینې لیکوالانو، د سیاسی او اجتماعی امورو څیړونکو او ځینو د دین د علماو په نامه د دینی معلوماتو بوجیو او جوالونو، او یا د قرآن کریم په اصطلاح د کتابونو خرو ته یې دنده ورکړې ده چې په فدایانو او فدایې عملیاتو پسې پروپاګندې وکوی او خلکو ته یې د اسلامی شریعت څخه د مخالف کار په توګه وروپیژنی، خو الحمد لله دغو کارونو نه یواځې دا چې د دغه راز حملو په هکله یې د مجاهدېنو روحیې سستې کړې نه دی بلکې برعکس نورې یې هم تاندې او ژبغړاندې کړی دی چې د شهید عبد الله نیازى له لوری دغه ډول حمله کول یې یو غوره مثال دى.

پداسې حال کې چې هغه کسان چې خپل ځان د شهید پوهاند استاد نیازی اصلی وارثان او دده د لارې رښتینی لارویان بولی، لدوى څخه ځینې  یې یا د صلیبیانو په لمن کې لویدلی دی او د اسلام له غازیانو سره عملا په جنګ لګیا دی لکه سیاف، ربانی او د دوى اتباع، او ځینو یې د کفر او اسلام د جنګ پر مهال محاید او بى طرفه موقف اختیار کړى دى لکه د جمعیت اصلاح ځوانان، نه له صلیبیانو سره په نره ودریږی او نه د اسلام له غازیانو سره، اګر چې عملا د صلیبیانو په څنګ کې ولاړ ښکاری ځکه د هغوى شمیره یې زیاته کړې او یو شمیر دینداره ځوانان یې د دعوت په نامه له مسلح جهاد او مبارزې څخه مصروف کړی دی.

 د شهید استاد ددې ټولو ناخلفو او درواغجنو لارویانو باوجود د هغه د لمسی له خوا د صلیبیانو او د هغوى د لاسپوځو په مقابل داسې ستره قربانی ورکول په ښکاره ددې دلیل دى چې د مجاهدینو او فدایانو په وړاندې به هیڅکله د صلیبیانو او د هغوى د نوکرانو پوچ او بی اساسه تبلیغات نتیجه ورنکړی او نه به د الله په لار کې د ایثار او سرښندنې دغه لړې ټکنۍ کړی.

د ګران شهید عبد الله نیازی له لوری فدایی عملیات دا په ګوته کوی چې په رښتیا سره ټول شهیدان او په تیره فدایان د الله پاک خاص او الله ته ګران بندګان دی ځکه الله پاک د داسې سترې قربانۍ توفیق ورکوی چې د انسان له طاقت نه بلکل وتلى کار دى، په خپل شیرین ځان پورې بارود تړل څه آسان کار نه دى!

 دلته د هغې دیندارې او عابدې ښځې قیصه را په زړه کیږی چې په نیمه شپه کې را پاڅیدلې وه، له خپل رب سره یې راز او نیاز کولو او په سجده کې یې دا دعا کوله: یا الله ستا د هغه محبت په خاطر چې له ماسره یې لرې ما وبښې! یوه عالم ورته وویل چې داسې مه وایه بلکې داسې ووایه: چې زما د محبت په خاطر چې له تاسره یې لرم ما وبښې! ځکه ته څه پوهیږې چې الله پاک له تاسره محبت لری او که نه، هغې ورته یو ډیر په زړه پورې جواب ورکړ، ویې ویل: دا مهمه نه ده چې ته له هغه سره محبت ولرې، بلکې مهمه داده چې هغه له تاسره محبت ولری، که چیرې الله پاک له ما سره محبت نه درلودلو نو پدې نیمه شپه کې به یې زه خپل ځان ته نه ودرولم او ته به یې نه غافل کولې!

په پاى له الله پاک څخه غواړم چې زمونږ ددې ګران شهید کورنۍ  ته جمیل صبر او په آخرت کې ورته عظیم اجر ورکړی، او الله پاک دې دده د پاکو وینو په برکت د وحشی صلیبیانو او د دوى د لاسپوڅو ځناورو ورمیږونه مات کړی او زمونږ کړیدلى مسلمان ملت دې د دوى له ظلم او وحشت څخه وژغوری.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا