خبر و دیدگاه

د شهید استاد غلام محمد نیازی لارویانو ته د تسلیت او مبارکۍ پیغام

ghulam_mohammad_niazi

په ډیره خواشینۍ او خوښۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په افغانستان کې د اسلامی نهضت د بنسټ ایښودونکی استاد غلام محمد نیازی لمسی د استاد محمد نسیم زوی عبدالله د خپل نیکه په پل باندې قدم کیښود او د بدر د عملیاتو په ترڅ کې یې د وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ د توپ په دښته کې د امریکایی عسکرو په لوى پوځی مرکز استشهادی برید ترسره کړ چې له امله یې یرغلګرو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله واړوله او پخپله هم د دخپل نیکه په څیر د شهادت عالی مقام ته ورسید، روح دې ښاد وی او یاد دې تل د شهید استاذ په څیر د مسلمانانو په زړونو کې ژوندى وی، او په قیامت کې دې الله تعالى د بدر له شهیدانو سره حشر کړی.

د یادونې وړ ده چې عبد الله شهید د خورا نیکو اخلاقو درلودونکى بادرده او با احساسه ښکلى ځوان وه چې په متحده عربی اماراتو کې په شخصی تجارت مصروف وه خو په وطن کې یې د صلیبی ښکیلاک ظلمونه او وحشتونه تر زغم څخه واوښتل له همدې امله یې د دنیا ټولو نعمتونو ته شا کړه او د ننګیالیو غازیانو ترڅنګ ېی د هیواد د آزادۍ سنګرونو ته د استشهادی عملیاتو په تکل را ودانګل چې بالآخره د روانې میلادې میاشتې په ١٣ مه نیټه د جمعې مبارکې په ورځ خپل وروستې هدف ته ورسیدلو او په لسګونو یرغلګر یې د هلاکت کندې ته وغورځول.

مونږ د نوموړی اتل شهید کورنۍ او د شهید استاد نیازی رښتینو لارویانو او پیروانو سره د دې له یوه لوری خواشینوونکې او له بل لوری خوښوونکې پیښې له امله د زړه له کومې غمرازی کوو او په دې غم کې ورسره ځان پوره شریک ګڼو او همدارنګه د دې ستر افتخار او ویاړ مبارکی ورته وایو، الله تعالى دې په دنیا او آخرت کې نعم البدل ورکړی.

د دې توریالی شهید دغه اتلوال فدایی برید که له یوې خوا یرغلګرو ته درانه ځانی او مالی تلفات واړول له بل لوری یې د اسلام او افغانستان د درواغجنو دښمنانو مخونهورتور کړل څوک چې په ډیره بې شرمۍ او سپین سترګې سره د الله پاک رښتینو بندګانو فدایی مجاهدینو پسې شپه او ورځ رنګارنګ بیځایه تبلیغات او پروپاګندې کوی لکه د دوی دا خبره چې فدایان د نیستۍ او غریبۍ له امله فدایې عملیات کوی.

او همدارنګه نوموړی اتل شهید په خپلې دې سترې قربانې سره ټولو متدینو افغانانو ته عملا وښوده چې هرڅوک چې په رښتیا سره د ده د نیکه شهید استاد نیازی په لاره تلل غواړی نو د اسلامی امارت تر سپین بیرغ لاندې دې د جهاد ګرمو سنګرونو ته د خپل دین او ناموس د ګټلو لپاره را ودانګی.

د دې اتلوال برید د جزیاتو په هکله د اسلامی امارت د ویب پاڼې راپور ته ستاسو توجه را اړوم:

عاجل خبر: سیداباد کې دامریکایی ځواکونو په مرکز کې فدایی برید درنه مرګ ژوبله واړوله

له میدان وردګ ولایت نه په تازه رارسیدلی خبر کې ویل شوی نن سهار شپږ بجې دسیداباد ولسوالی ددشت ټوپ په سیمه کې میشت دامریکایی ځواکونو په لوی پوځی مرکز کې داسلامی امارت دیوتن قهرمان مجاهد (عبدالله دمولوی نسیم زوی) لخوا دیوه لوی لارۍ موټر په توسط چې ۴۰۰۰کیلوګرامه چاودیدونکی مواد پکې ځای پرځای شوی وو ، فدایی برید ترسره کړ.

په خبر کې راغلی فدایی مجاهدلومړی دپلان شوی تکتیک لمخې خپل له موادو ډک لارۍ موټر دخارجی ځواکونو نظامی قرارګاه ته داخل او دعسکرو هستوګنځایونو ته نژدې ځای سره یې انفجار ورکړ چې ورسره درنه او قوی چاودنه رامنځ ته شوه ،په دې مرکز ۱۹۰ تنه امریکایی عسکر میشت دی او تر۵۰ پوری پوځی موټر او ټانګونه موجود وی.

له سیمې نه وروستی رارسیدلی خبرونه وایی چې په مرکز کې دچاودنې له امله ٨٨ تنه خارجی عسکر مړه او ژوبل شوی او ګڼ شمیر پوځی موټر تخریب شوی ،دپیښې ځای ته پوځی چورلکې راغلې او مړو او ټپیانو انتقال یې پیل کړی.

په سیمه کې عینی شاهدان وایی چې ترلسو زیاتې چورلکې یې لیدلې چې دې مرکز ته راځی او بیرته پورته کیږی.

دسیمې مجاهدین وایی چې فدایی مجاهد عبدالله دغزنی ولایت اوسیدونکی وو او تردې وړاندی یې په (عربی اماراتو ) کې شخصی کاربار کاوه او خاص دفدایی عملیاتو لپاره یې ټول کارونه پریښودل او غوښتل یې په داسی کامیابو عملیاتو سره دهغو مجاهدینو انتقام واخلی چې څه موده وړاندې داشغالګرو ځواکونه په سپارښتنه دګوډاګۍ ادارې دچارواکولخوا اعدام او وروسته شهیدان شول.

داپیښه په داسی حال کې رامنځ ته کیږی چې تیره ورځ په کندهار کې دیوه مجاهد له لوری دګوډاګۍ ادارې دمشر حامد کرزی ورور احمدولی کرزی ووژل شو.

 په ګران و‌‌‌‌طن کې د شهید استاد نیازی د ارمان اسلامی نظام د راتلو په هیله.


نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا