خبر و دیدگاه

افغانستان کې د پردیو گټې

afghanistan_neighbours1

 

د عربو په مشرۍ القاعده، او امریکا په افغانستان کې میشت دی ترڅو له یو بل سره د اختلافاتو له کبله حساب وکړی. امریکا او د هغی لویدیز متحدینو، د اسامه، ایمن الظواهری او د هغوی د ملاتړو پر ضد د جګړې په پلمه په زرګونو پوځیان لیږلی دی. له بلی خوا د امریکا آسیایې، افریقایې، غربی، د منځنۍ اسیا او نړیوال دښمنان دلته راټول شوی ترڅو د امرکایې ځواکونو پر ضد وجنګیږی.

افغانستان د طبیعی زیرمو یو شتمن هېواد دی چې لا تر اوسه یې تری ګټه نده پورته کړی. لدی کبله هر نړیوال او سیمه ایز لوبغاړی دی زیرمو ته سترګی پتی کړی دی. همدارنګه د منځنۍ آسیا طبیعی زیرمو ته افغانستان د کیلی حیثیت لری. ځکه هیڅ داسې کوم سیمه ایز او یا نړیوال لوبغاړی نشته چې له افغانستان سره برخه ونلری.

امریکا د افغانستان او منځنۍ آسیا د طبیعی زیرمو د قبضه کولو لېواله ده. په سټراټیژېک ډول، امریکا داسې پلان لاره چې پدې سیمه کې به د شتون له لاری وشې کولاې ترڅو په راتلونکی کې د ایران د پرمختګ مخنیوی وکړی، د چین د مخ پر زیاتېدونکی نړیوال ځواک مقابله وکړی، او پاکستان د افغانستان له خاورې کنټرول کړی. امریکا ویره لری چې افغانستان به یوځل بیا د القاعدې پټنځای شی. لویدیځ د طالبانو د ډیموکراسۍ او د بشر د حقوقو له مخالف حکومت څخه هم په ویره کې ده. نور لویدیځ هېوادونه هم خپلې ګټې لدغه لرلېد څخه مشخصی کوی. لدې کبله ددوی ګټې او انېښنې د متحده ایالاتو له هغو سره یو ډول دی.

ایران لپاره سیمه کې د امریکا اوږد مهاله شتون د منلو وړ ندی. او دویم دا چې ایران په کابل کې یو ایران ضد حکومت نشی زغملی. ایران هڅه کوی ترڅو یقینی کړی چې دغه انېښنې به د کابل هر حکومت تطبیق کړی.

روسیه، د منځنۍ اسیا ګاونډی هېوادونه هم د ایران په څېر په افغانستان کې اقتصادی، کلتوری او امنیتی برخی لری. دوی به هم په افغانستان کې د امریکا او متحدینو له اړتیا اوږد شتون و نه زغمی. روسیه ځان د امریکایی او ناټو ځواکونو په محاصره کې احساسوی. په عین وخت کې، دغه هېوادونه اندېښمن دی چې په کابل کې به د طالبانو په څېر حکومت منځ ته راشی چې دا حکومت به منځنۍ اسیا ته د اسلام یو بنسټپال تفسیر و لیږدوی او د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې به د بنسټپالو ملاتړ او یا هم د هغوی لپاره به د الهام یا پارونې په توګه کار وکړی. دغه هېوادونه په راتلونکی افغانستان کې نږدی اقتصادی ګټې لری. دوی به دا خوښ نکړی، چې امریکا او متحدین یې د منځنۍ اسیا د هېوادونو له زیرمو څخه ګټه پورته کړی. د دغو ځواکونو اږد مهاله شتون به دا درک لا پیاوړی کړی چې دوی د منځنۍ آسیا د هېوادونو زیرمو ته سترګی پټی کړی دی.

چین په افغانستان کې ځانګړی ګټې او شرطونه لری. دا هېواد په افغانستان کې د امریکا له اوږد مهاله شتون څخه زړه تنګی شوی. د طالبانو له ماتی څخه وروسته، د چین پولی ته نږدی د نورستان په ولایت کې د نظامی اډو جوړولو د چین ویره لا غښتلی کړی ده. همدارنګه تمه نه کیږی چې چین به په کابل کې یو بنسټپال مذهبی حکومت ومنی چې شاید په راتلونکی کی به د چین په لویدیز ولایتونو کې د ستونزو لامل شی.

چین هم د افغانستان او منځنۍ آسیا زیرمو ته سترګی پټی کړی دی. دا هېواد د افغانستان په طبیعی زیرمو کې دمګړۍ هم پانګونه کوی او همدارنګه په منځنۍ آسیا کې یې هم یوه اقتصادی ډپلوماسی خپله کړی ده. چین افغانستان د خپلو تولیداتو لپاره یو نږدی او غښتلی بازار او منځنۍ آسیا ته عمده لار ګڼی.

له نورو لوبغاړو څخه علاوه، هند او پاکستان هم د افغانستان په جګړه کې په فعال ډول ښکېل دی او په کابل کې یو د بل اغیز او پلانونه له خنډ سره مخامخوی. هند، چې د تاریخ په اوږدو کې له کابل سره په ډپلوماتېکو او سیاسی سطحو کې نږدی پاتی شوی دی، غواړی چې هماغه تاریخی نفوذ خوندی وساتی او په کابل کې دداسې حکومت مخنیوی وکړی چې له اسلام آباد سره نږدی اړیکی ولری. هند په کابل کې داسې یو حکومت غواړی چې په سیمه کې د هند د موخو د لاسته راوړلو لپاره د اسلام آباد پر ضد وکارول شی. هند د داسې حکومت ملاتړ کوی چې په سیمه کې د پاکستان د جاه طلبۍ انډول یا پانګ برابر وساتی.

په ستراتیژیک ډول، پاکستان به د افغانستان په راتلونکی نظام کې خورا ستره برخه ولری. پاکستان به هم هند پلوه نظام و نه زغمی. لدی سره سره، پاکستان د افغانستان په قلمرو کې دهند نظامی ځواکونه یا امنیتی اجنټان نه منی.

هر حکومت، چې له هند سره نږدی اړیکی ولری، یا د ډیورند د کرښی او یا هم د پښتونستان په څیر مسایل راپورته کړی، پاکستانی اداره به یې خوښ نکړی.

پاکستان په سیمه کې د هر بل هېواد په پرتله، په افغانستان کې ډیری اقتصادی، کلتوری او سیاسی برخی لری.

د سعودی عربستان په مشرۍ د عربو برخی او اندېښنې تر اوسه په پوره ډول مغشوش دی. اوسمهال، دوی د نړیوال مجبوریت له کبله په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ایتلاف رسمی ملاتړ کوی. د عربو حکومتونه القاعده ددوی لپاره یو ګواښ ګڼی او دوی نه غواړی چې طالبان یو ځل بیا پر کابل مسلط شې او بیا به القاعدې ته پناه ورکړی.

دوی (عرب) په افغانستان کې سنی مذهبه اورپکی خوښوی. لدی کبله، دوی به د ایران پلوه حکومت پر ضد د افغان طالبانو ملاتړ وکړی. له بل لوری، دوی هم د پاکستان په څېر امریکا ته د اسراییلو د ملاتړ له کبله په غوسه دی. دوی په افغانستان کې د امریکا بریالیتوب د اسرییلو د بریالیتوب په توګه ګڼې. تر ټولو مهم لوبغاړی، افغان حکومت او طالبان، مختلفی ګټې او شرطونه لری.

افغانستان ته سوله او ثبات یواځی د امریکا، متحدینو او سیمه ایزو لوبغاړو د همکارۍ او ارادی پرته رتلای شی. د روغی جوړی له پروسی څخه یواځی د افغانستان او پاکستان ملاتړ نشی کولای چې افغانستان ته سوله او ثبات راولی. دغه لوړه موخه یواځی هغه مهال تحقق موندلی شی چې ټول لوبغاړی لاسونه سره یو کاندی او جګړې ته د پای د ټکی د ایښودو په موخه رغوونکی رول ولوبوی. د یوی تلپاتی سولې راتګ یواځی هغه مهال شونی دی چې د سولې د راتګ لپاره ټول ابتکارات د زیدخلو هېوادونو ګټو ته مثبت ځواب ووایې. که نه، نو له پامه غورځول شوی زیدخله هېوادونه به د سولې د هڅو په لاره کې ګڼې ستونزی را وپنځ‎وی. تر کومه ځایه چې ددوی ګټو پوری اړه لری، ښایې ټولی ګټې داسې سره برابری شی چې ټولوته ګټه ورسوی او هیچاته یې تاوان نه وی.

 

ژباړن: ذاکر جلالی

سرچینه: د پاکستان د نیوز ورځپاڼه

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا