خبر و دیدگاه

افسوس پر داسی مړه او بی درده قیادت باندی

karzaidown

 

دنړی له مشرانو یی زده کړی که خپله نه پوهیږی هغوی دخپلو خلکو سره دوعدو په پوره کولو که پاتی راځی استعفا ورکوی او حتی د ځآنوژنی تر حده رسیږی خوتاسی دخلکو دژوند اساسی حق ته هیڅ اهمیت نه ورکوی نه پوهیږم څه قسم زړونه لری.

یوه ورځ خونه ده چی دا ډلیز مرګونه کیږی څو ورځی وړاندی پکتیا کی په قصابخانه کی بم وچاودید او لس ګونه کسان یی زخمیان کړل چی ددولت چارواکی وویل دا یوه دخپل منځی دښمنی پیښه وه چې رامنځ ته شوه. او څه وخت وړاندی هم ددی خلکو ترمنځ شخړه رامنځ ته شوی وه نو زما له ښاغلی څخه داپوښتنه ده چی مخکی هم خبر وی ولی دی مخه نه نیوله او ته دولت د څه لپاره لیږلی یی؟ ځواب به د خامخا داوی چی دخلکو دخدمت لپاره نو ته او خدای خدمت داسی کیږی چی ته پری خبروی اود شخړی حل د نه ورته پیداکاوه خو هغه متل رایاد شو چی پردی غم له واؤری سوړ ده.

اوس د کندهار دردوونکی پیښه یقینا که څوک درد او احساس ولری نو له سترګو به یی خامخا اوښکی لکه سلاب روانی شی. اوس دا پوښتنه راولاړیږی چی کرزی، طالبان او راغلی ټول یی په یوه خوله غندی داکار، زه وایم ایا یواځی په غندلو باندی ځان له مسولیته خلاصولی شی او که نور مسولیت هم لری. کرزی صاحب په سیاسی لوبه کی خو دی له هرچا وړی ده خو راشه دخدای لپاره واقعی څه وکړه دخدای په وړاندی ددغو بی وزله غم ځپلو چی لاسونه یی په ورځ دقیامت ګریوان ته درلویږی او پوښتنه به یی درڅخه کیږی راغلی خو اوبه خړه وی او خپل ماهیان پکی نیسی هغوی په داسی پیښو خفه خوهیڅکله نه بلکه خوشحاله کیږی ځکه چی نن هر پښتون د ځان دښمن بولی. نو دخدای لحاظ وکړه نور نوداحالت دزغملو مه بوله او راپاڅه او داکسان راپیداکړه او په سخته سزا یی ورسوه کنه نو دامه هیره وه چی نور د ملت دزغم او صبر کاسه مخ په ډکیدو ده. او یوداسی ناورین به خدای مه کړه رامنځ ته شی چی بیابه نه ته پری رسیږی اونه داراغلی.

طالبه! ته خو ددولت مامورین ښه ښکار کوی چی دیوی ګولی روزی پیداکولو لپاره دا بی ضرره وظیفه ترسره کوی مګر په سلو نومونو یی نوموی خو دا کسان بیا غوړی څڼی ګرځی ولی یی نه محکوموی په اعدام باندی تر څو بیا یو ځل خلکوته وښی چی کولی شو اوس هم دټولنی تخریبوونکی کسان لاری ته برابر کړو که تاسی خپله پالیسی په همدی قسم په مخ بیایی چی دا اوس زمونږ مسؤلیت نه ده او په دولت یی وراچوی چی باید مخه یی ونیسی نو بیا تاسی مه هیروی چی اوس خو په غرونو او اطرافی کلیو کی ځای لری دابه هم الله درنه واخلی او ملت به مجبوروی چی هم ستاسی او له اوسنی دولت نه د خلاصون لار پیداکړی.

مهربانه خدایه ته افغانانو واقعی غمخور ورپه برخه کړه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا