اخبار و گزارشات

د ترهګرو اصلي ځالې به څوک دړې وړې کړي؟

obama_zardar1

 

افغان ولسمشر حامد کرزي په ا فغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ترهګرو پرخلاف جګړي له پېل کيدو راهسي تر اوسه پورې تل دانارې وهلي دي چې په افغانستان کي په کليو او بانډو کې د ترهګرو پرخلاف جګړه نه شي بريالۍ کيدلاي ترڅو چې د ترهګرو اصلي ځالې دړې وړې نه شي. د ترهګرو سره د  اصلي ځالو څخه د حامد کرزي موخه داوه، چې د ترهګرو اصلي ځاي له کرښي هغي خوا، په پاکستان کې دي. او دغه جګړه چې په افغانستان کې پېل شويده هيڅ وخت بريالۍ کېدلاي نه شي. په خپله د امريکا او ناټو سياسي او پوځي ماهران هم په دې واقعيت ښه پوهيږي چې د ترو هګرو اصلي ځالې په پاکستان کې دي او د حامد کرزي سره په دي خبره کې موافق ښکاري، خو په دي خبره کې بيا موافق نه ښکاري چې د ترهګرو اصلي ځالې په پاکستان کې له منځه يو سي او يا په بله مانا چې د تروهګرو پرخلاف  مبارزه له پاکستان څخه پېل کړي.  

د دې په څنګ کې پاکستان هم په دي ښه پوهيږي چې د تر هګرو ځالې د آي اس آي ترسيوري او کنترول لاندې د دوي تر نظر لاندې دي، چې دغه رنګه واقعيتونه په ا فغانستان کې د ترهګرو پرخلاف جګړي دوام له امله زياتي پوښتني را پيدا کوي او دا ترې په ډاګه کيږي، چې په افغانستان کي د تروهګرو پرخلاف جګړي په دوام کې هم د پاکستان اقتصادي او سياسي ګټي نغښتې دي او هم د امريکا او دواړه لوري په دغه ګټو کي شريک ښکاري او په افغانستان کي د ترهګرو پرخلاف جګړه د دواړو لوري د يو قرارداد له مخي رامنځته شويده. او داسې ښکاري چې د دغه رنګه حالت په شتون کې د امريکا او ناټو سياسي او اقتصادي ګټي لا پراخه دي او داد دي لامل کيږي چې د دغه ګټو د تر لاسه کولو له پاره په افغانستان کې د تروريزم پرخلاف جګړې تر  پردې لاندې لا اوږده شي چې وايي : بهرني ځواکونه په ترهغه په افغانستان کې پاتي شي. چې د افغانستان ملي اردو او ملي پوليس د دي جوګه شي چې خپل امنيت په خپله ټينګ کړي، خو د ملي اردو او ملي پوليسو د پياوړتيا په اړوند کوم ځانګړي پلان نه  وړاندي کوي. افغان ولسمشر د روان کال د وږي د مياشتي په ۳ مه د پنجشنبي په ورځ د امريکا د مجلس دڅلورو سناتورانو سره په خبرو کې وويل: په بيارغونه کي مو پرمختک کړيدي، خو له تر هګرو سره په مبارزه کې نه د ترهګرو د پټنځايونو دړي وړي کولو ته نه پاملرنه او د ملکي خلکو مرګ ژوبله په دې برخه کې د نه پرمختک اصلي لاملونه دي.

د حامد کرزي دغه رنګه څرګندونو د امريکا سناتورانو ته د اوښود له، چې په افغانستان کې د امريکا د ولسمشر روانه ستراتيژي په افغانستان کي د روانو واقعيتونو سره هيڅ سرنه خوري. داځکه چې ترهګر په پاکستان کې روزل کيږي او افغانستان ته راليږل کيږي او د ترهګرو پرخلاف جګړه د افغانستان په کليو او بانډو کې روانه ده. د غه واقعيت د روان کال د وږي د مياشتي په ۳ مه د پنجشنبي په ورځ په ارګ کي حامد کرزي د امريکا د مرکزي قوماند ې د قوماندان جنرال جيمز متيس سره په خبرو کې هم په ډاګه کړ، او ورته يي وويل چې د ترهګرو اصلي ځالې په پاکستان کې دي نه د افغانستان په کليو ا و بانډو کې. په افغانستان کې د امريکا او د ناټو د ځواکونو قوماندان پتروس د دغه واقعيتونو په پوهيدلو سره د روان کال د وږي د مياشتې په ۶ مه د جمعي په ورځ د خبريالانو په وړاندې هم په دي خبره  اعتراف وکړ چې دتروهګرو پټنځايونه له افغانستان څخه د باندې دي په افغانستان کې ناامني د بهرني لاسوهني يوه ښکاره بېلګه ده، د طالبانو پټنځايونه، د القاعده ډله، د ازبکستان د اسلامي جنبش قوماندانان د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې دي. او د افغانستان د امنيت په وړاندې يې ستونزې رامنځته کړي دي. نوموړي دا هم وويل چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل د افغانستان د ځواکونو د پوره ځواکمنۍ بورې اړه لري. دا چې په اوس وخت کې د امريکا پوځي او سياسي مشران په دې باوري شويدې چې د ترهګرو اصلي ځالې د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې دي. نو اوس دا پوښتنه رامنځته کېږي چې اوس به دغه ځالې څوک دړې وړې کوي؟  

دا چې جنرال ديويد پتروس په دي اعتراف کوي چې د تروهګر ځالې د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې دي، نو بايد دا خبره هم وکړې چې په ګاونډيو هيوادونو کې د ترهګرو د ځالو د دړي وړي کولو له  پاره څه کولاي شي؟ داځکه چې د دغه واقعيت په منلو سره په افغانستان د تروهګرو پرخلاف جګړه هيڅوخت دبري زيرې له ځان سره نه لري. دا چې پتروس دا خبره کوي چې دي به په پوځي برخه کې اوباما ته ښي مشورې ورکړي نو اوس د دې مشوري وخت رارسيدلي دي چې د ترهګرو د اصلي ځالو د دړې وړې کولو له پاره څنګه عملي مشوره ورکوي.

 


نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا