اخبار و گزارشات

ولسي جرګه: د حكومت د اعمالو د څارنې لپاره باید یو کمیسیون جوړ شي

qanoni3

ولسي جرګى په تېرو څو كلونو كې، ډېره هڅه وكړه، چې د حكومت د اعمالو د څارلو لپاره، د جرګې په چوكاټ كې يوځانګړى كميسيون ولري،
خو تراوسه په دې كار نه ده توانيدلې.

د جرګې غړو د چهارشنبى په ورځ يو ځل بيا هم پر دې موضوع بحث وكړ او پرېكړه يې وكړه، چې په نږدې راتلونكي کې بايد يوه طرح ترتيب او د حكومت د اعمالو د څارني په نوم يو ځانګړى كميسيون جوړكړي.

په دې هكله د جرګې ريیس محمد يونس قانوني وويل:

“څارنه يوه دوامداره عمليه ده، چې د شورا له پيل څخه ترپاى پورې بايد د مربوطو كميسيونونو له خوا ترسره شي، موږ تراوسه د وزارتونو د چارو څارلو ته پروګرامونه لرل، خو بياهم يوشمېر څارل کېږي او ځينې يې پاتې شوي دي.

وروسته له دې بايد داسې پروګرام جوړشي، چې د ارګانونو چارې، د يوه منظم پلان سره سم، وڅېړل شي او په همدې توګه پرمخ ولاړ شو.”

ښاغلي قانوني په تېرو كلونو كې، د جرګى د اداري هيات فعاليتونه وستايل او ويې ويل، چې د جرګې اوسنيو كميسيونونو د اداري هيات د پلان سره سم د ګڼ شمېر وزارتونو فعاليتونه، پروژې او پروګرامونه څارلي او يو شمېر وزيران يې استجواب كړي هم دي، چې ښې نيتجې یې وركړي دي.

ده دا هم وويل، د دغو څارنو په بهير كې يولړ ستونزې او نيمګرتياوې هم وي او په كارده، چې په راتلونكي كې تكرارنه شي.

د جرګې غړې شكريې باركزى وويل، د نوي حكومت له جوړېدو سره بايد په ولسي جرګه كې دغه ستونزه نوره پاتې نه شي:

“تراوسه پورې موږ داسې يوكميسيون نه لرو، چې د حكومت اعمال وڅاري، چې دا يوه لويه نيمګړتياده او كه چېرې د حكومت كوم عمل څارل شوى هم دي، بېرته يې پوښتنه نه ده شوې.

د نوي حكومت له جوړېدو سره بايد د شورا او حكومت ترمينځ اړيكې زياتې شي، ترڅو ستونزو ته په وخت تدابير ونيول شي.”

ولسي جرګه په داسې حال كې د حكومت د اعمالو د څارنې لپاره د يوه ځانګړي كميسيون په جوړېدو تاكيدكوي، چې په تازه شپو ورځو كې حكومت هم پرېكړه كړې ده، د دولت په چوكاټ كې داسې يو ارګان فعال كړې، چې د فساد، رشوت او لويو جرمونو په وړاندې مبازره وكړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا