خلك د سولې د ملي مشورتي جرگې جوړيدل يو نيك كار گڼي

په داسى حال كې چې د سولى د ملى مشورتى جرګې، د پېل له پاره يوه ورځ پاتې د هيواد، په د ننه كې د يو شمېر كړيو له خوا، د سولى ملى مشورتى جرګې، جوړيدل بى ځايه گڼل كېږي. او په خپلو مركو كې د يو شمېر رسنيو سره دا خبره په ډاگه كوي او وايى چې بايد د دغه جرګې په ځاى په خپله لويه جرگه دې راوغوښتل شي او كوښښ دې وشي چې طالبان او د دولت ټول مخالفين په دغه جرگه كې برخه واخلى.
د سولى د مشورتى جرگې د جوړيدلو خبره د تېر كال د سلواغى په مياشت كې د افغان ولسمشر د طالبانو سره د روغى جوړې د طرحى له مخى د لندن په كنفرانس كى دا ياده شوه.
د طالبانو سره د روغى جوړې طرحه او د دغه طرحى د عملى كولو له پاره د سولى د مشورتى جرگى جوړيدل د لندن د كنفرانس د گډون كوونكو له خوا، هم ومنل شو. كله چې حامد كرزى د ولسمشرى او ولايتى شوراگانو په ټولټاكنو كې يو شمير امريكايي چارواكي په درغليو تورن كړل او د آمريكا د ولسمشر اوباما او حامد كرزى ترمنځ سياسى فضا خرابه شوه، نو امريكا ته د سولى د مشورتى جرګې د جوړيدلو او د هغي د پرېكړو له امله زياتى اندېښنې را پيدا شوې او د آمريكا له لورى داسې هڅې پېل شوې چې نوموړى جرگه يا له سره جوړه نه شي او يا راتلونكى ته وځنډول شي.
او دا يې ښه وگڼله چې حامد كرزى امريكا ته سفر وكړي او د خپلو تېرو څرگندونو او د سولى د مشورتى جرگى د موخو په هكله د امريكا ولسمشر باراك اوباما ماته مالومات وركړي. د امريكا د سخت فشار، له امله حامد كرزى دېته اړشو، چې د روان كال د ورى د مياشتى په ۱۹ مه امريكا ته خپل څلور ورځنى سفر وكړي. د سفر په بهير كې حامد كرزى ټول هغه څه ومنل چې امريكايې غوښتنه كوله. حامد كرزى په كابل د سولى د مشورتى جرګې د جوړيدلو ملاتړ له اوباما څخه هم حاصل كړ او پرېكړه وشوه. چى د مى د مياشتې په وروستيو كې به د سولې مشورتى جرگه جوړه شي. د سولى د مشورتى جرګې په جوړيدلو كې حامد كرزى له امريكا څخه د راستيندلو په لاره كې په لندن كې هم تم شو، او د بريتانيا د نوى صدراعظم ديويد كامرون سره بې هم د سولى د مشورتى جرګې د جوړيدلو د موخو او د طالبانو سره د روغى جوړى په طرحې پوره خبرې وكړى او په دغه برخه كې يې د بريتانيا د نوو چارواكو، موافقه هم تر لاسه كړه. كه له يوې خوا، د افغان ولسمشر له خوا، د سولى د تامين په خاطر د سولى د مشورتى جرگې د جوړيدلو په اړوند هلى ځلى روانې وې، له بلې خوا، د امريكا او ناټو د مشرانو او په افغانستان كې ميشته قوماندانانو له خوا په كندهار كې د پراخه پوځي عملياتو له پاره هم هلى ځلى رواني وي او دا سي ويل كيده، چې د كندهار ولايت په يو شمېر ولسواليو كې د اميد، په نامه د پوځى عملياتو لومړنۍ برخه پېل شويده. په دغه وخت كې د بهرنيانواو په خپله د افغان د ولت له خوا، په حكومت كى د طالبانو دگډون يا ادغام خبره هم توده وه. د روان كال د غبرگولى د مياشتې په پنځمه د افغانستان د دولت ديو پټ سند په نامه د ملى روغى جوړى د طرحى جزئيات نشر شول، چې په دغه سند كې د سولى د يوې عالي شورا، جوړيدل شامل دى، چې د ملى شخصيتونو پوځي او ملكى مقاماتو برسيره به د ملى شورا غړى په كې هم گډون ولري او هم به د هېواد، په ۳۴ ولايتونو كې خپلې نمايندگۍ ولري. په نوموړى شورا كې به هغه طالبان گډون كوي چې د افغانستان اساسى قانون ومني.
دغه شورا په د اواك ولري چې طالبان په حكومت كى شامل كړي. دغه رنگه طرحه د بريتانيا له خوا، هم په ۲۰۰۹ ز كال كې رامنځته شوى وه. خو له دغه رنگه طرحى سره امريكا او نورو لويديځوالو هم غږى ونه ښودله. دا چې په اوس وخت كې له يوې خوا، د سولى د ملى مشورتى جرگې د پېل شېبې را نژدى ښكاري، خو له بلى خوا، د طالبانو له لورى په كابل، كندهار او يو شمير نورو سيمو كې د آمريكا او ناټو په ځواكونو او پوځى هډو باندى سخت گوزارونه شويدى او دغه لړۍ روانه ده، نو د سولى د مشورتى جرگې په اړوند چې كابو ۱۶۰۰ تنه به په كې گډون وكړي او كيدلاى شي چې د تېر وخت د جرگو په شان نړيواله ټولنه، امريكا او ناټو هم په كې برخه واخلي د خلكو سره يې زياتى پوښتنې راپيدا كړيدي.
داځكه هغه څه چې ددغه جرگې د برياليتوب په اړوند خلك ډاډمن كړي نه دي شوي. خلك د سولى د ملى مشورتى جرګې جوړيدل او د سولى دعالي شورا جوړيدل يو ښه كار گڼى، خو د دې په څنگ كې په جرگه باندې د خلكو د باور له پاره په كار ده، چې امريكا او ناټو په ټول افغانستان كې د جرگې په بهير كې خپل پوځى عمليات بند كړي. او له جرگې نه وروسته هم يوه مياشت پوځى عمليات سرته ونه رسوي. ترڅو خلكو ته دا وخت وركړل شي چې د جرگې د پرېكړو په عملى كولو كې څومره برخه اخيستلاى شي. خلك د دولت او دولت د خلكو سره كومې چارى سرته رسولاى شي او بهرنى ځواكونو د دغه چارو په سرته رسولو كې څومره برخه اخيستلاى شي. همدا رنگه له طالبانو نه هم بايد وغوښتل شي چې د مشورتى جرگې د پرېكړو په عمل كولو كې ځومره برخه اخيستلاى شي؟
په دغه ډول كېدلاى شي چې د سولى د ملى مشورتى جرگې د پرېكړو په عملى كولو كې ټول شريك شى او طالبان هم په نوموړى جرگه كې د يوې برخه په توگه د حكومت سره د خپل ادغام په برخه كې خپل شرايط په ډاگه كړي.
برگرفته از هشت صبح



