خبر و دیدگاه

ایا دطالبان پاشل رسیدلی؟‎

 

وروسته له هغې چې طالبانو د امریکا متحده ایالتونو او ناټو سره اوربند او هوکړه وکړه او پر افغانانو یې د بریدونو امر ورکړ، د طالبانو یو شمېر ډلې له دې پریکړې سره مخالف جهت کې واقع شوې.

د دې څو لاملونه و چې د طالبانو تر منځ یې انشعاب رامنځ ته کړ.

لومړی دا چې ځینې طالبان د اشغال پرضد د مبارزې لپاره جذب شوی و او د دې لپاره یې وسله اخیستې وه چې د  دوی په اصطلاح اشغال پای ته ورسوی.

خو اوس چې مالومه شوه چې د بهرنیو ځواکونو له وتل کیدو وروسته لا هم د افغانانو پرضد جګړه دوام لری، له جګړې لاس اخیستو ته مجبور شوی دی.

بله دا چې دوی دا درک کړه چې څنګه کیدلی شی، د بهرنیو ځواکونو پرضد جګړه ناروا او د افغانانو پرضد روا ده.

دوی ولیدل، هغه طالبان چې د بهرنیو پرضد د جګړې لپاره یې خلک استخدام کول، اوس ټولو ته لارښوونه کوی چې پر بهرنیو ځواکونو برید و نه کړی، خو پر افغان ځواکونو او عام افغانانو بریدونه دې دوام پیدا کړی.

دا هغه څه و چې ځینې طالبان یې په خپلو مشرانو شمکن کړل چې خپل وسله وال د پردیو ګټو لپاره جنګوی او په دې لار کې اسلامی لارښوونې او عمل نشته، هغه عمل چې طالبان یې خلکو ته وایی.

دویم دا چې طالبانو خپلو وسله والو ته ویلی و چې که په افغانستان کې یو بهرنی وی، دوی جګړه کوی او بهرنی ځواکونو باندې برید نه کوی.

خو اوس ولیدل شول چې بهرنی ځواکونه افغانستان کې شته خو هر ډول برید پرې ناروا عمل بلل کیږی.

طالبان په اوسنی وضعیت کې د بهرنیو ځواکونو څوکیداران دی او هر ځای کوشش کوی چې د بهرنیو ځواکونو د تګ راتګ امنیت وساتی او که کومې وسله والې ډلې پرې برید وکړ، هغه به اعدام کیږی.

همدې وضعیت د طالبانو ځینې ډلې حیرانې کړی چې څنګه پر بهرنیو ځواکونو بریدونه ناروا او پر افغان ځواکونو روا دی.

د دې تر څنګ د طالبانو ځینې قومندانانو څخه له امریکا سره هوکړه کې مشوره نه ده اخیستې او هوکړه شوې ده.

د دوی دلیل دا دی چې قربانی دوی ورکړې، سختې، لوږې تندې دوی تیری کړی، خو امتیازات او ښه ژوند د سیاسی طالبانو دی.

د طالبانو ترمنځ ځینو نور موارد هم شته چې دا ډله یې په څو ډلو یا ویشلې او یا یې ویشل کیدو ته نږدې کړې ده.

نوشته های مشابه

یک دیدگاه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا