خبر و دیدگاه

د افغانستان د خلکو په معاملې د منلو وړ ندی

 

د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی چې مسکو ته تللی، هلته یې خبري کنفرانس کې یو ځل بیا د مسکو له مایک څخه د افغانستان اوسني نظام باندې بریدونه کړي دي.

ملا شیرمحمد عباس ستانکزی چې تر دې وړاندې یې هم مسکو کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د منحل کیدو خبره کړې وه، له سخت غبرګون سره مخ شو چې بیا یې خپلې څرګندونې ترمیم کړې.

د جمعې په ورځ یې بیا مسکو کې د خبري کنفرانس پر مهال ویلي چې د اشرف غني له حکومت سره اوربند نه کوي او هغه مهال به جګړه بس کړي چې ولسمشر غني استعفا وکړي.

افغانانو د واک خلا تجربه کړې چې ښه تجربه نه ده، له همدې کبله یې په دې موضوع باندې سخت غبرګون ښودلی دي.

هغه ډلې او کسان چې له اوسني حکومت او یا ولسمشر غني سره سخت مخالفت لري، هم د عباس ستانکزي څرګندونې غندلي او دا یې د پاکستان د استخباراتو طرحه یاده کړې چې غواړي د واک له خلا څخه ناسمه ګټه پورته کړي.

پاکستان کلونه د دې لپاره کار وکړ چې اوسنی نظام کمزوری کړي او بیا یې په یو ډول له منځه یوسي چې افغانان هر څه بیا له سره پيل کړي.

خو افغانان هیڅکله تیار نه دي، شل کاله یې قرباني ورکړې او شل کاله نور قربانۍ ته تیار دي چې د پاکستان د نقشو د تطبیق مخه ونیسي.

طالبانو په تازه څرګندونو سره یو ځل بیا وښوده چې مشکل یې له نظام او یا ولسمشر غني سره دی او جګړه یې یواځې د واک لپاره ده، هغه واک چې د بهرنیو استخباراتو په ملاتړ غواړي ځان ورته ورسوي.

طالبانو دوه لسیزې د غریبو خلکو جاهله اولادونه د جهاد په نامه وجنګول، قرباني یې کړل، بې کوره یې کړل، معلول یې کړل، اوس مالومه شوه چې دا هر څه واک ته د رسیدو لپاره و او بل هیڅ لامل یې نه و.

تاسو وګورئ چې طالب له هر چا سره سوله کوي، له هر چا سره تړون کوي، له هر چا سره پر لار ځي، خو له افغانانو سره په هیڅ لاره نه ځي، هیڅ ډول تړون ورسره نه کوي او په هر ځای کې د افغانانو وژل روا عمل بولي.

شیرمحمد عباس ستانکزی اوس هم فکر کوي چې افغانستان او ۹۰مو کلونو افغانستان دی، افغانستان اوس ډیر بدل شوی، اوس دلته یو فکر رامنځ ته شوی، یواځې اشرف غني نه دی چې له واک به لیرې شي او طالب به له دې خلا د پاکستان لپاره ګټه واخلي.

دلته هیڅوک تیار نه دي چې اوسنی نظام چې په زیاتو قربانیو منځ ته راغلی بیا له لاسه ورکړي، دلته هیڅوک تیار نه دی چې شا ته وګرځي او یو ځل بیا د طالبانو تورې دورې ته وګرځي.

که طالبان په رښتیا هم سوله کوي، د سولې لپاره ټولې پلمې چې عمده یې د بهرنیو ځواکونو وتل او د زندانیانو خوشې کیدل و، له منځه تللي دي.

که طالب په دې تمه وي چې دا نظام له منځه یوسي او یو ځل بیا به کورنۍ جګړې رامنځ ته کړي، دا ارمان به یې پوره نه شي، افغانستان کې افغانان اوس په یو ملت بدل شوي او یا بدلیدونکي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا