له ولسمشره زما غوښتنه
دروند ولس مشره، د هر څه د مخه درته نېکې هیلې سلامونه او درناوی وړاندې کوم، هیله ده ښه صحت به ولرې!
لکه څه ډول چې تاسو ته له ما بهتره معلومه ده، چې ګران هېواد افغانستان له خورا حساس وضعیت څخه تېریږي او د نور کله په شان د دغه ملت دښمانان د یو لړ بدو سناریوګانو په جوړولو او عملي کولو بوخت دي، غواړم د دې حساس وضعیت او د افغان سولې پروسې په اړه په دغه لیک کې په لنډ او مختصر ډول د یو زوریدلي او کړیدلي افغان په حیث د خپل زړه خبرې درته ولیکم.
له کله هم چې د افغان سولې پروسه پیل شوې ده، په هېواد کې د ننه د ځینو پردیپالو اشخاصو، د مغرضو او جاسوسو کړیو په شمول، د نور کله په شان د دغه ملت شرمیدلي دښمنان او شریر ګاونډیان، د سیمې او نړۍ ځینې هېوادونه پدې هڅه کې دي، چې څه ډول وکولای شي دغه پروسه د افغانستان د بیا بربادۍ او ورانیدو پایلامه وګرځوي؟
قدرمن ولسمشره!
د تاریخ په دې حساسه مرحله کې د افغانستان د واکمن په توګه ستاسو مسؤلیت جوړیږي، چې په خپل غښتلي هوډ، ځیرکتیا او افغاني غرور سره د ګران هېواد د دښمانانو ټولې بدرنګې او ضرر رسونکې هڅې شنډې کړې او د وطن ډوبیدونکې بېړۍ د بریا تر ساحله ورسوې.
محترم ولسمشره!
ته اوس فرد نه، بلکې د افغانستان واکمن، ولسمشر، د وسله والو قوتونو سر اعلی قومندان او جمهور رئیس یې، ستا په شاه کیدل به افغانستان کلونو شاته وغورځوي، هؤ دوی ستا په شاه کیدل غواړي، پلان لري چې یو وار بیا هم په افغانستان کې د قدرت خلا را منځته شي، په ډېرې سپین سترګی وایي چې ولسمشر دې واک پرېږدي، دا خبره دوی په طالب عملي کول غواړي، دا د افغانستان د هر دښمن ارمان دی، ستا له استعفا وروسته به دوی د امنیتي ارګانونونو د لغوه کیدو غوښتنه کوي، بیا به مکتوبونو ته د نجونو په تلو بندیز لګوي، رسنۍ به بندوي، د اوبو په بندونو روان کار به له خنډ سره مخ کیږي، حتا په ټپه به ودریږي، جنګ به پیلیږي، د واک پر سر به شخړه رامنځ ته کیږي، بالاخره په افغانستان به داسې وضعیت حاکیمیږي، چې نه به یې طالب مدیریت کولای شي، نه امریکا، او نه پخپله افغانان، افغان ولس به یو وار بیا د هېواد د بربادی ننداره کوي، کټ، مټ به د نوییمو لسیزو حالت را درومي، حتا له هغې هم ناوړه او بد.
افغانان نور د دې تاب نلري، چې په هر ولایت کې دې سیمه ایزې ملېشې حاکمې وي، د لکونو افغانانو په قربانیو تر لاسه شوي پرمختګونه او بنسټونه دې ویجاړ شي، اردو دې ړنګه شي، ټانکونه او توپونه دې په پاکستان وپلورل شي، د برق کیبلونه دې پاکستان ته یوړل شي، مېوه لرونکې ونې دې له بېخه و ایستل شي، باغونه دې وسوځول شي، په کابل دې د توپونو باران وي، پوهنتون، مکتب، رسنۍ او روغتون دې ونلرو او بالاخره د ودان افغانستان لپاره را ټوکیدلې ځوانې هیلې دې مړې شي.
قدرمن ولسمشره!
یو ځل بیا هم تکراروم، چې ته فرد نه، بلکې د افغانستان ولسمشر او واکدار یې، زما په شمول ممکن کې ډېری افغانان له تاسو ګیلې ولري، هم یې له اوسني حکومت ولري، خو دا په دې معنا نده، چې موږ دې د پاکستان، ایران، روسیې په خوښه د دې حکومت له منځه وړل وغواړو، موږ به د اصلاح او د حکومت او نظام د لا ښه والي لپاره نیوکې کوو، خو په دغسې شرایطو کې به بېرته د خپل حکومت سره هم درېږو.
قدرمن ولسمشره
خپله دغه خبره دې کلکه ونیسه، چې د ولس لخوا د راکړل شوي واک وخت به بشپړوم، د ولس لخوا ټاکل شوي ولسمشر ته به واک سپارم.
د دښمن د هر ډول تبلیغ او عمل پر وړاندې کلک ودرېږه، هېڅکه هم استعفا ور نکړې، که داسې دې وکړل، افغان ملت او تاریخ به دې هېڅکله هم ونه بخښي، ځکه سناریو بیخي واضح ده، د افغانستان د شاته غورځولو او تباهۍ سناریو.
د سولې پدغه نا معلوم برخلیک کې ستا استعفا به د افغانانو په قربانۍ ټول رغیدلي بنسټونه ړنګ کړي، هېڅوک هم تضمین نشي ور کولای چې افغانستان به یو ځل بیا تېر ته نه ستنیږي.
د نجات یواځینۍ لاره په واک کې ستا پاتې کیدل، د سولې د روان بهیر ښه پر مخ بیول، طالبانو ته د اوسني نظام او چوکاټ تر چتر لاندې سهم ورکول، د رغیدلیو بنسټونه ساتنه، د روانو پرمختګونو او د جهوریت دوام دی.
ولسمشره په ډاډه زړه دې خپله دوره پای ته ورسوه، ملت له تا سره دی، د وطن او جمهوریت د پاللو لپاره به حتماً تا وپالي، ته یواځې نه یې، خو هیله ده افغانان به هم یواځې پرېنږدې.
د پنځه کلنې دورې پای ته رسول او د ولس لخوا بل ټاکل شوي ولسمشر ته د واک سوله ییز انتقال ستاسو مسؤلیت دی، کوم چې د افغانستان زوریدلي او کړیدلي ولس تاته سپارلی دی، دا مسؤلیت او امانت باید ادا شي.
سید عبدالله پاچا